تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پوتین واکمني ۲۵ کلنۍ ته نژدې ده، ایا 'پر روسیې یې ښه پام ساتلی' دی؟
- Author, سټیف روزنبرګ
- دنده, د بيبيسي روسیې ایډیټور
زما به هېڅکله د ۱۹۹۹ نوي کال شپه هېره نه شي.
ما د بيبيسي په مسکو بیرو کې د پروډیوسر په توګه کار کاوه. ناڅاپه یو تازه خبر راغی: د روسیې ولسمشر بورېس یلتسین ګوښه شوی و.
د هغه د استعفاء پرېکړه په مسکو کې د بریتانیايي رسنیو د استازو په ګډون ټولو ته ناڅاپه وه. کله چې خبر راغی، په دفتر کې یو خبریال هم نه و. دا په دې مانا دا وه، چې زه باید پخپله بيبيسي لپاره د خپل لومړي رپوټ لیکلو او خپرولو لپاره لاس په کار شوی وای.
ما ولیکل: "بورس یلتسین تل ویل چې خپله دوره به بشپړوي... [خو] نن هغه روسانو ته وویل چې پرېکړه یې بدله کړې ده."
دا د خبریال په توګه زما د کار او د روسیې د مشر په توګه د ولادیمیر پوتین د دندې پیل و.
د روسیې له اساسي قانون سره سم، د یلتسین له استعفاء وروسته لومړی وزیر پوتین سرپرست ولسمشر شو. درې میاشتې وروسته یې ټاکنې وګټلې.
له کرملین ماڼۍ د رخصتېدو پر مهال پوتین ته د یلتسین وروستۍ لارښوونه دا وه: "په روسیې پام ساته!"
څومره چې اوکرایین کې د روسیې جګړه درې کلنۍ ته ورنژدې کېږي، ما ته د یلتسین دا خبرې هماغوره ډېرې بیا بیا را په اړه کېږي.
دا ځکه چې پر اوکرایین د ولسمشر پوتین تمام عیاره برید ویجاړوونکې پایلې درلودلې دي.
لومړي سر کې اوکرایین لپاره، چې ښارونو کې یې پراخې ویجاړي او مرګژوبله اوښتې. نژدې شل سلنه خاوره یې نیول شوې او لس میلیونه وګړي یې بې ځایه شوي دي.
د روسیې لپاره هم:
- له هغې راهیسې چې ولادیمیر پوتین د ده په وینا اوکرایین کې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" د پیلولو پرېکړه وکړه، روسیې د جګړې په ډګر کې درانه ځاني زیانونه ګاللي دي
- د روسیې ښارونه د پرله پسې ډرون بریدونو هدف ګرځي
- اوکراییني ځواکونو د روسیې د کورسک سیمې یوه برخه نیولې ده
- نړیوالو بندیزونو د روسیې اقتصاد تر فشار لاندې راوستی
- پر دې سربېره د دغه هیواد ډیموګرافیک حالت ډېر خراب دی
- په کور دننه ځپنه ګړندۍ شوې ده
زه له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې چې پوتین په واک کې دی، د ده په اړه رپوټونه جوړوم.
د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر ۳۱مه چا فکر کاوه چې د روسیې نوی مشر به دوه نیمې لسیزې وروسته هم په واک کې وي؟ یا دا چې روسیه به پر اوکرایین کې برید وکړي او له لوېدیځ سره به مخامخ شي؟
زه ډېر وخت فکر کوم چې که یلتسین د ده پر ځای بل ځایناستی غوره کړی وای، نو د تاریخ مسیر به [له اوس سره] ډېر توپیر نه لرلی؟ البته، دا پوښتنه علمي ده. تاریخ له 'که داسې شوي وای، نو دا به نه وی شوي' ډک دی.
خو یو شی چې زه یې په ډاډ سره ویلی شم: ما په تېرو ۲۵ کلونو کې پوتین په بېلابېلو بڼو لیدلی دی او په دې کې یوازې هم نه یم.
په ۲۰۲۳ کال کې د ناټو پخواني سرمنشي لارډ رابرټسن راته وویل: "هغه پوتین چې ما ورسره ولیدل، ښه تعامل مې ورسره وکړ، د ناټو او روسیې یوه شورا مې ورسره جوړه کړه، د اوسني وخت له دغه نږدې میګالومېنیاک [هغه کس چې ځواک ته بې کچې لیوال وي] سره خورا توپیر لري."
"هغه سړی چې د ۲۰۰۲ کال په می کې دقیق زما تر څنګ ولاړ و او ویل یې چې اوکرایین یو مستقل او خپلواک دولت دی چې د خپل امنیت په اړه به پخپله پرېکړې کوي، اوس داسې سړی دی چې وايي [اوکرایین] له سره یو ملي دولت نه دی."
"زه فکر کوم ولادیمیر پوتین ډېر نازک طبعیت او خپل هېواد لپاره لوی ارمانونه لري. شوروي اتحاد په نړۍ کې د دویم زبرځواک په توګه پېژندل شوی و. روسیه په دې برخه کې څه ادعا نشي کولی. او دې د هغه غرور ته صدمه رسولې."
دا هغه بدلون لپاره چې موږ په پوتین کې لیدلې، یوه احتمالي توضیح دا ده: "روسیې ته یو ځل بیا د برم وربښلو" سوځنده ارمان (او د هغه څه د جبرانولو هڅې چې ډېر یې په سړه جګړه کې د مسکو ماتې ګڼي)، روسیه له خپلو ګاونډیو او لوېدیځ سره د حتمي ټکر پر لار وربرابره کړې ده.
کرملین ورته جلا توضیحات لري.
له هغو ویناوو او تبصرو چې پوتین یې کوي داسې ښکاري، د هغه غوسه او احساس له دې سرچینه اخلي چې ګواکې د کلونو په لړ کې روسیې ته دروغ ویل شوي، سپکاوی یې شوی او د لوېدیځ لخوا یې امنیتي اندېښنې بابیزه ګڼل شوې دي.
خو ایا پخپله پوتین باورمن دی چې د یلیسن لخوا په "روسیې د پام ساتنې" غوښتنه یې پر ځای کړې ده؟
ما په دې وروستیو کې دې پوښتنې ته د ځواب غوښتلو فرصت ترلاسه کړ.
پوتین د کال د پای په خپل څلور ساعته اوږد خبري کنفرانس کې ما ته بلنه راکړه چې پوښتنه ترې وکړم.
ما ولسمشر ته یادونه وکړه: "بورېس یلتسین تاسو ته ویلي وو چې پر روسیې پام وساتئ. خو ستاسې په خوله 'ځانګړو پوځي عملیاتو' کې د پام وړ مرګژوبلې، په کورسک سیمه کې اوکرایني سرتېرو، بندیزونو او د انفلاسیون لوړه کچې ته په کتو. ایا تاسې فکر کوئ چې پر خپل هېواد مو پام ساتلی دی؟"
ولسمشر پوتین په "هو،" ځواب راکړ او زیاته یې کړه: "او ما نه یوازې دا چې پام پرې ساتلی، موږ د ګړنګ له غاړې بېرته راګرځېدلي یو."
هغه د یلسین تر واک لاندې روسیه د یو داسې هېواد په توګه انځور کړه چې خپل حاکمیت یې له لاسه ورکړی و.
نوموړي پر لوېديځ تور ولګاوه، چې یلسین یې په شا ټپاوه او "له روسيې یې د خپلو موخو لپاره کاره اخیسته". خو د پوتین پوه وینا دی چې "هر څه کوي" د دې لپاره دي چې "ډاډمنه کړي، روسیه یو خپلواک مستقل دولت دی".
خپل ځان د روسیې د حاکمیت د مدافع په توګه وړاندې کول: ایا دا هغه لیدلوری دی چې پوتین ورسره تېر ته په کتو د اوکرایین د جګړې د توجیه کولو هڅه کوي؟ که نوموړی پرې واقعآ د روسیې د نوي تاریخ په توګه باورمن دی؟
زه ترې مطمین نه یم. هېڅ نه. خو داسې انګېرم چې دا مهمه پوښتنه ده.
د دې ځواب کېدای شي د جګړې د پای څرنګوالی او د روسیې د راتلونکې مسیر ژوره اغېزه ولري.