تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین د اټومي وسلو کارولو لپاره نوي اصول وړاندیز کړل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به پر اټومي وسله د یوه سمبال هېواد له ملاتړه د برخمن غیر اټومي هېواد لخوا پر روسیې برید د دوی "ګډ برید" وګڼي.
دا د اوکرایین په جګړه کې د اټومي وسلو د کارېدو ګواښ تعبیرېدای شي، ځکه اوکرایین د امریکا په ګډون د لوېدیزو اټومي زبرځواکونو له ملاتړه برخمن دی.
ښاغلي پوتین له خپل ملي امنیت شورا سره تر ناستې وروسته د چارشنبې شپې په مهمه وینا کې زیاته کړه، چې حکومت یې د هغو اصولو او شرایطو پر بدلولو غور کوي چې روسیه یې له مخې اټومي وسلې کارولی شي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې کیېف له اوږدې مودې راهیسې په بیا بیا له خپلو لوېدیزو متحدانو غواړي چې د دوی لخوا پر ورکړل شویو اوږد واټنه توغندیو د روسیې خاوره کې دننه د پوځي اهدافو د ویشتلو اجازه ورکړي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي امریکا کې دی او تمه کېږي، چې له جو بایډن سره به یې د پنجشنبې ورځې پلان شوې لیدنه کې هم همدا غوښتنه د اېجنډا په سر کې وي.
د یادونې ده چې اوکراییني ځواکونه روان کال د روسیې کورسک سرحدي سیمې ته ورننوتل او غواړي په روسیه کې دننه هغه پوځي اډې په نښه کړي، چې وايي اوکرایین ته توغندي ورلېږي.
د زېلېنسکي د دفتر رئیس اندریې یېرماک د پوتین د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې روسیه "د نړۍ وېرولو لپاره له اټومي باج غوښتنې پرته نور څه نه لري."
پوتین پخوا هم د اټومي وسله د کارول ګواښ کړی دی. اوکرایین بیا وايي، نوموړی "اټومي توره د دې لپاره له تېکې راباسي" چې د دوی متحدان ورسره له نور ملاتړه راوګرځوي.
د روسیې متحد چین هم د زغم غوښتنه کړې. د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر شي جېنپېنګ پوتین ته د اټومي وسلو د کارولو خلاف خبرداری ورکړی دی.
پوتین نور څه وویل؟
د روسیې ولسمشر ګواښ کړی چې نوي دکتورین به "په واضح ډول روسیې لپاره د اټومي وسلو کارولو ته د اوښتلو شرایط برابر کړي."
پوتین ویلي، په داسې یوې سناریو کې د مسکو خلاف د دودیزو توغندیو بریدونه هم شاملېږي.
هغه وویل، که روسیه پوه شي چې د خاورې دننه یې د توغندیو، الوتکو او ډرونونو داسې پراخ بریدونه پيل شوي چې د دغه هېواد حاکمیت ته یې جدي خطر پېښ کړی، نو د اټومي وسلو د کارولو پر "احتمال" به غور وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې پر روسیې به د یوه اټومي هېواد له برخې اخیستلو یا ملاتړ سره د یوه غیر اټومي هېواد لخوا یرغل، پر روسي فېدراسیون د دوی ګډ برید وګڼل شي.
د روسیې ولسمشر دا هم وویل چې اټومي وسلې یې د هېواد او خلکو د امنیت د خوندیتوب تر ټولو مهم ضمانت دی.
ولادیمیر پوتین په تېر جون کې د اوکرایین ملاتړو اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې روسیه "تر هغې ډېرې [تکتیکي اټومی وسلې] لري چې د اروپا په ټوله لویه وچه کې موجودې دي، ان که متحد ایالتونه هم ورته خپلې راولېږدوي."
هغه زیاته کړه "اروپا [له مخکې د خبرداري پرمختللی سیستم] نه لري" او دا چې د نوموړي په وینا "له دې اړخه زیات و کم بې دفاع دي."
تکتیکي اټومي وسلې کوچنۍ سروکې (سرګلولې) لري او د دې لپاره ډیزاین شوي چې اهداف په پراخه کچه د راډیواکټیف له خپرېدو پرته لمنځه یوسي.
پوتین هماغه مهال دې هم ته اشاره کړې وه چې هېواد د اټومي دکتورین، یا هغه سند چې مسکو ته د اټومي وسلو د کارولو شرایط ټاکي، پر بدلولو غور کوي.