تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین: مسکو بېلاروس کې اټومي وسلې ځای پر ځای کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد به یې بېلاروس کې خپلې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.
د روسیې دولتي رسنیو په وینا ښاغلي پوتین دا ګام د امریکا لخوا اروپا کې د خپلو وسلو ځای پر ځای کېدو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې دا به د اټومي وسلو د نه پراختیا له کنوانسیونه سرغړونه نه وي.
خو هغه دا هم زیاته کړی چې مسکو به د دغو وسلو د کنټرول واک مېنسک ته ونه سپاري.
د بېلاروس رژیم د کرېملین متحد او پر اوکرایین د یرغل ملاتړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو تر دغه اعلان وروسته ویلي، باور نه لري چې روسیه ته د اټومي وسلو کارولو ته چمتووالی ونیسي.
پنټاګون یوه اعلامیه کې ویلي " موږ د خپل ستراتیژیک اټومي موقعیت د تنظیمولو لپاره هېڅ دلیل نه دی لیدلی."
د امریکا د دفاع وزارت علامیه کې زیاته شوې "موږ د ناټو اېتلاف جمعي دفاع ته ژمن پاتېږو."
د روسیې ولسمشر د شنبې د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته ویلي چې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له اوږدې مودې راهیسې دغه هېواد کې د تکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کېدو موضوع راپورته کوله.
هغه وویل "په دې کې غیر عادي څه نشته. لومړی امریکا له لسیزو راهیسې دا کار کوي. هغوي ډېر پخوا خپلې تکتیکي اټومي وسلې د خپلو متحدو هېوادونو خاورو کې ځای پر ځای کړي."
ښاغلي پوتین زیاته کړه چې روسیه به د جولای تر لومړۍ نېټې بېلاروس کې د خپلو تکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کېدو ته د یوه زېرمتون د رغولو چارې بشپړې کړي.
خو هغه دا روښانه نه کړه چې بېلاروس ته به دا وسلې کله ولېږدول شي.
که دا کار کېږي نو دا به له ۱۹۹۰ یمې لسیزې راهیسې لومړی ځل وي چې مسکو تر خپلې خاورې بهر اټومي وسلې ځای پر ځای کوي.
په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر نسکورېدو وروسته اټومي وسلې لومړی په څلورو نویو رامنځته شویو دولتونو روسیې، اوکرایین، بېلاروس او قزاقستان کې ځای پر ځای او بیا تر ۱۹۹۶ کال پورې روسیې ته د ټولو د لېږدېدو چارې بشپړې شوې.
پوتین تر هغې وروسته بېلاروس ته د خپلو تکتیکي اټومي وسلو د لېږد اعلان کوي، چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له خپلو لوېدیزو متحدانو د نور پوځي ملاتړ غوښتنه تکرار کړه.
څه نا څه ۱۸ هېوادونو روانه اونۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې اوکرایین ته د راتلونکي کال اوږدو کې د توپخانې لږ تر لږه یو میلیون مرمۍ ورکوي.
خو ښاغلي زېلېنسکي له یوې جاپانۍ ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، کیېف تر هغې د اوکرایین ختیځ کې کارنده ځوابي عملیات نشي پیلولی چې نور مهمات نه وي ور رسېدلي.