روسیه د ټرمپ د اټومي ګواښ په اړه چوپه خوله ده

دا به ښايي د تاریخ لومړنۍ داسې پېښه وي چې د ټولنیزو رسنیو یوه شخړه د اټومي جګړې په تړاو د بحثونو لامل شي؟

د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف خبرې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې پر ډونلډ ټرمپ یې بد اغېز کړی او په بدل کې یې د روسیې پولو ته نږدې د دوو اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړی دی.

اوس پوښتنه دا ده: مسکو به څه غبرګون وښيي؟

دا د ۱۹۶۲م کال د کیوبا د توغندیو کړکېچ ته ورته انټرنټي نسخه ده؟

روسیي رسنیو د ټرمپ دا اعلان له پامه غورځولی او په دې اړه یې چلند سوړ دی.

'ماسکوفسکي کومسومولیتس' ورځپاڼې ته یو نظامي شنونکي ویلي، "ټرمپ یوازې غوسه دی." یوه بل تقاعد شوي جنرال 'کومرسانت' ورځپاڼې ته ویلي، د ټرمپ د اوبتلونو خبرې "بې معنا او هوايي خبرې دي."

یو بل امنیتي کارپوه هم همدغې ورځپاڼې ته ویلي: "زه باور نه لرم چې ټرمپ دې په رښتیا هم کوم نظامي امر ورکړی وي."

کومرسانت دا یادونه هم کړې چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷م کال کې ادعا کړې وه چې د شمالي کوریا د وېرولو لپاره یې دوه اټومي اوبتلونه د کوریا ټاپووزمې ته استولي. خو لږ وروسته نوموړي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ولیدل.

د بي‌بي‌سي روسي برخې خبریال سټیو روزنبرګ وايي: "زه دومره خوشبین نه یم خو د روسیې د چارواکو چوپتیا ډېر څه وايي."

د امریکا د اټومي اوبتلونو د ادعا په اړه تر دې دمه نه کریملین، نه د بهرنیو چارو وزارت او نه هم دفاع وزارت کوم رسمي غبرګون ښودلی دی.

همداراز، دا هم نه ښکاري چې روسیې دې اټومي اوبتلونه د امریکا پولو ته ورنږدې کړي وي.

له دې ناندریو دوه وړاندوینې کیدلی شي: یا خو مسکو لا هم د حالاتو ارزونه کوي او د غبرګون څرنګوالی سنجوي یا دا چې مسکو دا خبره دومره جدي نه ګڼي چې غبرګون دې وښيي.

د روسي رسنیو د چلند له مخې داسې ښکاري چې روسیې دا خبره له پامه غورځولې ده.

د ټرمپ او میدویدیف ترمنځ شخړه، اټومي ګواښ ته ورسېده.

ولسمشر ټرمپ له څو ورځو راهیسې د روسیې له پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف سره په ټولنیزو رسنیو کې لفظي ناندرۍ پیل کړي دي.

ښاغلي ټرمپ لومړی روسیې ته ۵۰ ورځې وخت ورکړی و چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي خو وروسته یې دا مهلت تر دوو اونیو راکم کړ. په غبرګون کې، میدویدیف لیکلي وو:

"ټرمپ له روسیې سره د وروستي خبرداري لوبه کوي… هر نوی اولټیماتم، ګواښ دی او د جګړې پر لورې ګام اخیستل دي."

ټرمپ په غوسه شو او ویې ویل: "میدویدیف ته ووایاست، یو ناکام پخوانی ولسمشر چې لا هم ځان واکمن ګڼي، باید له خبرو سره پام وکړي. هغه ډېرې خطرناکې خبرې کوي."

میدویدیف هم بېرته ځواب ورکړ او په پوسټ کې یې د 'Dead Hand' یادونه وکړه. دا یو اتومات اټومي غچ اخیستونکی سیستم دی چې شوروي اتحاد جوړ کړی و.

دا خبره طبعا پر سپینې ماڼۍ ښه ونه لګېده.

میدویدیف د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې ولسمشر و، هغه مهال یو نسبي نرم سیاستوال بلل کېده. د هغه یوه مشهوره جمله دا وه: "له بندیزونو ازادي بهتره ده."

خو اوسنی میدویدیف ډېر سخت‌دریځه شوی دی. له هغه وخته چې روسیې پر اوکراین پراخه یرغل پیل کړی، نوموړی د لوېدیځ پر ضد په توندو او جنجالي څرګندونو پېژندل کېږي.

ډېری خلک د ښاغلي میدویدیف دغه پوسټونه له پامه غورځوي ځکه هغه د کریملین رسمي غږ نه ګڼل کېږي.

خو دا ځل د امریکايي ولسمشر پام ور اوښتی دی او ځوابونه یې ورکړي دي.

د دې بحث په اړه ډولنډ ټرمپ نیوزمکس تلویزیوني شبکې ته وویل: "میدویدیف ډېرې خطرناکې خبرې وکړې، اټومي موضوعات یې یاد کړل. کله چې څوک د اټومي وسلو نوم اخلي باید ډېر احتیاط وشي، ځکه دا تر ټولو لوی ګواښ دی."

په سیاست او سوداګرۍ کې بې‌ثباته او ناڅاپي پرېکړې کول د ټرمپ د سیاست یوه ځانګړې تګلاره ده.

خو په ټوله کې دغه ډول کړه وړه د سیالانو ترمنځ اړیکې خرابولی شي.