تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا، روسیه او اروپا د اوکرايین په اړه له نويو مذاکراتو وړاندې څه فکر کوي؟
په نړیوال سیاست کې یوه بله بېثباته اونۍ پايته ورسېده.
نړۍ د ډونلډ ټرمپ او ولودمیر زېلېنسکي ترمنځ د حیرانوونکي لفظي تبادلې او ترينګلتیا شاهده وه. د اوکرایین ولسمشر اروپایي هېوادونو ته سفر وکړ، چې ورسره هغوی سملاسي خپل دفاعي چمتووالی زیات کړ. بل پلو روسي پر اوکرايين سخته بمباري وکړه.
خو مهم لوبغاړي د امریکا او اوکرايين تر منځ د خبرو اترو په اړه چې راتلونکې اوونۍ په سعودي کې ترسره کېږي څه فکر کوی؟
د بي بي سي پنځو خبریالانو د اوونۍ پېښې تحلیل کړې.
امریکا: پر مسکو نیوکه، خو د ټرمپ مخالفین يې د روسیې پر ملاتړ تورنوي
تام بېټمن، واشنګټن ډي سي
وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ او جېډي وېنس له زېلېنسکي سره له سپکاوي ډک چلند وکړ، د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ له اوکرایین سره پوځي او استخباراتي مرستې وځنډولې.
دا به په اوږدمهال کې د اوکرایین د دفاعي وړتیاو لپاره اساسي زیان ولري، او د ټرمپ دیموکرات مخالفین وايي، اوس دا له پوښتنې پرته ثابته ده چې هغه له روسیې سره همغږی دی.
سپینې ماڼۍ روښانه کړې چې دا پرېکړه پر زېلېنسکي د فشار راوستلو لپاره شوې، ترڅو هغه د منرالونو تړون لاسلیک کړي او سملاسي اوربند ومني.
د ټرمپ ځانګړي استازي، جنرال کیت کلوګ، د امریکا له پوځي ملاتړه په شاتګ داسې تشبیه کړی، "لکه د یوه کچر په مخ د [لرګي] ګوزار کول... دا یې پام راجلبوي، دا ډېر مهم دی... او بیا دا هغوی پورې اړه لري چې ترسره يې کړي [څه چې ولسمشر غواړي]."
د سختو فشارونو او ترينګتياو وروسته، اوونۍ د ټرمپ د ځینو لوړپوړو بهرني سیاسي سلاکارانو له نرم دریځ سره پای ته ورسېده، دوی به راتلونکې اوونۍ په سعودي کې له اوکراییني چارواکو سره وګوري.
د جمعې په ورځ ټرمپ پر مسکو یوه کمسارې نیوکه وکړه، او پر دغه هېواد يې د نورو بنديزو لګولو ګواښ وکړ. دا ګام یې د اوکرایین د سختو بمباریو د مخنیوي لپاره واخیست.
خو تر دې هاخوا، د ټرمپ ادارې څو ځله خپل متحد اوکرایین ملامت کړی، خو د خپل حریف روسیې پر وړاندې یې له نیوکو ډډه کړې.
د پنجشنبې په ورځ مې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ټامي بروس، وپوښتله چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د هغو اروپایي سولهساتونکو په اړه څه نظر لري چې اوکرایین ته يې د استولو هڅې کېږي. لاوروف دا "د لوېدیځ یو دښمنانه موخه" بللې وه، چې "د جوړجاړي ځای په کې نشته".
مېرمن بروس دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ خو ويې ويل، دا د دې دنده نه ده چې د نورو هېوادونو د مشرانو یا وزیرانو څرګندونو ته غبرګون وښيي، سره له دې چې لږ مخکې یې پر زېلېنسکي "سولې ته د نه چمتو کېدو" د ټرمپ خبره تکرار کړې وه.
روسیه: مشران د لوېدیځ د اختلاف له نندارې خوند اخلي، په داسې حال کې چې مرګوني بریدونه دوام لري
ویټالي شیوچینکو، د بي بي سي د روسیې څار څانګې مشر
تر هغه چې تېره اوونۍ د ټرمپ د بندیزونو ګواښ نه و مطرح شوی، تر هغې دا اوونۍ بیا هم پر کیېف د فشار او د روسیې د برلاسۍ وه، او له مسکو سره د جګړې کمولو کوم دلیل نه و.
د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو ځنډول د اوکرایین لپاره د جګړې له پیله تر ټولو لوی په شاتګ و، چې دې روسیې ته یو لوی فرصت په لاس ورکړ.
په دې پسې روسیې پر اوکرايين خپل مرګونې بریدونه نور هم زیات کړل، له دې ښکاري چې مسکو د جګړې دوام ته لېواله دی.
روسیه لا هم ټینګار کوي چې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" اصلي موخې باید ترلاسه شي، او د اوکرایین لا نورې سیمې بايد ونیسي.
دغه راز، مسکو اوکرايين ته د سوله ساتو ځواکونو له استولو سره مخالفت کړی دی.
د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون، دا اوونۍ وویل چې د ټرمپ اداره ښایي نور د لوېدیځ ترڅنګ ونه درېږي، دا خبرې د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین، لپاره د خوښۍ وړ دي.
دا هغه وضعیت دی چې پوتین یې له کلونو، راهیسې د جوړولو هڅه کوله.
هغه اوس دا موخه د جګړې له لارې نه، بلکې د اوکرایین د تر ټولو لوی متحد امریکا له ناڅاپي او حیرانوونکی په شاتګ له امله ترلاسه کړه.
راتلونکې سې شنبه، د اوکرایین او امریکا استازي په سعودي عرب کې خبرو ته کېني. روسیه به دا خبرې له نژدې څاري.
اوکرایین: له سختې اوونۍ وروسته، زېلېنسکي له امریکا سره نویو خبرو لپاره چمتووالی نیسي
میروسلاوا پېټسا، بي بي سي اوکرایین، او ډانیل ویټنبرګ، بي بي سي نړیواله څانګه
دا د جګړهځپلي اوکرايين د ولسمشر لپاره یوه سخته، احساساتي، او ستړې کوونکې اوونۍ وه، نوموړي هڅه کوله د لوېدیځ پوځي ملاتړ وساتي، په داسې حال کې چې د سولې پر ژمنې یې ټینګار کاوه.
د ټرمپ سره یې د سپینې ماڼۍ په (اوول دفتر) کې د لانجې پایلې له دې کبله نورې هم خرابې شوې کله چې امریکا اوکرایین ته پوځي مرستې او استخباراتي معلومات وځنډول.
د اوکرايین حکومت ته نژدې يوه سرچینه وايي، "په هوا کې د خيانت بوی حس کېږي. د ولسمشر او د هغه د ډلې په ګډون ټول هېواد دا احساس لري".
زېلېنسکي د ټرمپ په عامه توګه د بښنې غوښتنه رده کړه او پر ځای يې د امریکا ولسمشر ته ليک ولېږه او په سپينې ماڼۍ کې يې ناندرۍ د "افسوس وړ" وبللې.
له دې وروسته د ملاتړ خپلولو لپاره زېلېنسکي له اوکرايین بهر سفرونه پيل کړل، که څه هم ملاتړ يې ترلاسه کړ خو هغه پوځي ژمنې ورسره ونشوي چې ده يې تمه درلوده.
همدارنګه زېلېنسکي د اروپايي ټولنې مشرانو ته وړاندیز وکړ چې په سمندر او هوا کې د يوه محدود اوربند ملاتړ وکړي هغه طرحه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ورسره موافق دی.
سره له دې چې زېلېنسکي یو شمېر شاتګونو کړي، خو د هغه ټیم ته یوه نژدې سرچینه، ټینګار کوي چې نوموړی لا هم مقاومت ته دوام ورکوي.
"دری کاله مخکې، نوموړی وژل کېدی شوی، خو هغه پرېکړه وکړه چې په کېیف کې پاتې شي. څومره چې پرې فشار زیاتېږي، هغومره پياوړی کېږي."
اروپا: ایا فرانسه به د امریکا د کمزوري ملاتړ په صورت کې خپل اټومي چتر پراخ کړي؟
پاول کربي، د اروپا ډیجیټل څانګې مدیر
په اروپا کې ګڼې سرمشريزې شوې او لا نورې هم کېدونکې دي چې له امله يې تعقيبول ګران شوي دي.
د اروپا مشرانو ناڅاپه درک کړه، هغه امنیتي چتر، چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یې پرې تکیه درلوده، ښايي نور نه وي.
له اوکرايين سره د مرستې لپاره یو عمومي توافق موجود دی. فرانسه او بریتانیا د سولې د هوکړې په صورت کې د "چمتو هېوادونو ايتلاف" جوړول غواړي.
خو روسیه له دې نظر سره سخت مخالفه ده. مکرون به په دې موخه د سې شنبې په ورځ د اروپایي پوځي مشران سره غونډه وکړي.
اوس لا نورې سترې پوښتنې را ولاړې شوي، د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا ون درلېن په وینا که "ښکاره او سملاسي ګواښ" دوام ولري؟ اروپا به څنګه له ځان دفاع کوي؟
مکرون وويل، که امریکا مرسته ونه کړي، "موږ باید چمتو واوسو" . د اروپایي ټولنې مشران اوس د میلیاردونو یورو په یوه دفاعي طرحه باندې خبرې کوي.
په جرمني کې د لومړي وزير احتمالي ځایناستي، فرېدریش مېرڅ، وړاندیز کړی چې فرانسه او بریتانیا باید خپل اټومي وسلې د ټولې اروپا د دفاع لپاره پراخې کړي.
که امریکا نه وي، ایا اروپایي هېوادونه کولای شي خپل منابع سره شریک کړي او پر یوه بل تکیه وکړي؟
د لېتوانیا په څېر کوچنیو هېوادونو ته، بله چاره نه ښکاري.
خو دا بحث اوس پیل شوی، او د پولنډ لومړي وزير، ډونالډ تسک، څرګنده کړې، موږ به هغه وخت خوندي یو که خپلې اټومي وسلې ولرو."