تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې امریکا له اوکرایین د لیتیمو په څېر منرالونه غواړي، په داسې حال کې چې خپل لري؟
- Author, جرمي هاوېل
- دنده, بي بي سي
ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ (۲۸ فبروري) د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زېلينسکي تر منځ د امریکا د مرستو په بدل کې د ليتيم په څېر د منرالونو تړون لاسليک شي خو د دواړو مشرانو تر منځ له ناندريو وروسته پاتې شو.
ښاغلی ټرمپ په ځانګړي ډول د هغو مهمو منرالونو سره علاقه لري، چې د بېټرۍ او پرمختللو ټېکنالوژیو د تولید په برخه کې کارول کېږي، که څه هم د دې منرالونو لویه برخه د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې ده.
اټکل کېږي چې اوکرایین د لیتیم ډېرې زیرمې لري، چې د برېښنايي موټرو، کمپیوټرونو او موبایل تلیفونونو لپاره د بېټرۍ جوړولو مهم عنصر ګڼل کېږي. تر اوسه اوکرایین دا هېڅ نه دي ايستلي.
امریکا په خپله هم د لیتیم ډېرې لویې زېرمې لري. نو ولې له خپلو کانونو ليتيم نه وباسي؟
اوکرایین څومره لیتیم لري؟
د اوکرایین د جیولوجیکي خدماتو ادارې ویلي، چې دا هېواد شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه لیتیم لري، چې د اروپا په کچه تر ټولو لویې زیرمې ګڼل کېږي.
د امریکا جیولوجيکي سروې (يو اېس جي اېس) په ۲۰۲۱ کال کې اټکل کړی و، چې په ټوله نړۍ کې ۷۱ میلیونه ټنه لیتیم موجود دي، چې ډېره برخه یې په ارجنټاین، اسټرالیا، کاناډا، چیلي او چین کې ده. له هغه راهیسې په امریکا او چین کې نورې لویې زیرمې هم موندل شوې دي.
د ليتیم شاوخوا دری پر څلورمه برخه ايستل شوي ليتيم په برېښنايي موټرو، کمپيوټرونو او د موبايل ټيليفونونو په بېټریو کې کارول کېږي.
د شوروي اتحاد د وخت څېړنې ښيي چې د اوکرایین په پولخوفسک، د مرکزي اوکرايين په دوبرا او کروتا بالکا د اوکرايين ختیځ کې چې د روسیې تر اشغال لاندې سیمه ده، د لیتیم زیرمې موجودې دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د اوکرلیتېویډوبووانیا کانکيندونکي شرکت ته د لیتیم د ايستلو اجازه ورکړل شوه، او دا شرکت د پولخوفسک کان د استخراج ارزونه کوي، چې د اوکرایین تر ټولو ستره زېرمه ده.
خو د برمینګهم پوهنتون د ستراتیژیکو موادو او منرالونو د مرکز پروفیسور پاول انډرسن وايي، "هېڅوک نه پوهېږي چې د اوکرایین د منرالونو معلومات څومره کره دي، او کېدی شي اوکرايين د خپلو زېرمو ارزښت ډېر ښودلی وي"
امریکا څومره لیتیم لري؟
د امریکا جیولوجيکي سروې (USGS) په ۲۰۲۱ کې ویلي وو، چې امریکا ۸.۳ میلیونه ټنه لیتیم لري.
د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې، امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې په ارکنساس کې یوه بله لویه زېرمه موندل شوې، چې لږترلږه ۴.۵ میلیونه ټنه لیتیم لري.
خو د بریتانیا د برمېنګهم پوهنتون ډاکټر ګیون هارپر وایي، "په امریکا کې د لیتیم ايستل د بازار غوښتنې ته پرېښودل شوي وو، کله چې نورو هېوادونو په ارزانه بیه وړاندې کول، امریکا يې استخراج کم کړ."
د امریکا جیولوجيکي سروې وایي، چې دا مهال امریکا نیمایي د اړتیا وړ لیتیم له چیلي او ارجنټاین واردوي.
امریکا ولې له اوکرایین نور منرالونه غواړي؟
چین ادعا کوي، چې د نړۍ ۱۶.۵٪ لیتیم لري، خو شنونکي وايي د نړۍ ۶۰٪ لیتیم تصفیه کوي، او د لیتیم بیټريو ۷۵٪ تولیدي ظرفیت لري.
ډاکټر هارپر وایي، "چین د لیتیم صنعت ته ستراتیژیکه وده ورکړې، او د نړۍ بازار کنټرول يې اخیستی."
د امریکا حکومت اندېښنه لري، چې چین به د لیتیم او نورو مهمو منرالونو د رسولو کنټرول خپل کړي، چې امریکا ته به يې لاسرسی ستونزمن کړي.
د نړیوالې انرژۍ ادارې (IEA) اټکل کړی، چې ۲۰۴۰ کال کې به نړۍ د ۲۰۲۳ کال پرتله اته برابره ډېر لیتیم ته اړتیا ولري.
د انفلاسیون کمولو قانون (Inflation Reduction Act) له لارې، چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال تصویب شو، امریکا هڅه کوي، چې په کور دننه د لیتیم ايستلو ته پراختیا ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت د البیمارل شرکت ته پور ورکړی، چې د کېنګز غره کان پرانيزې او د پوځي وسايلو لپاره بېټرۍ تولید کړي.
پروفیسور انډرسن وایي، "ترکومه چې ما له امریکايي سرچینو سره خبرې کړې، هغوی د پوځي وسایلو لپاره مهم منرالونه غواړي."
خو هغه زیاتوي:
"داسې ښکاري چې ټرمپ په ځانګړي ډول د اوکرایین د لږ پيدا کېدونکو يا نادره منرالونو زېرمو ته ډېره توجه لري."
په نیواډا کې د یوې نوې لیتیم زېرمې اټکل شوی چې ظرفیت ۳۶ میلیونه ټنه ښودل کېږي، او تمه ده چې د دې کان ايستل به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.
ایا د اوکرایین د لیتیم زېرمې به د امریکا لپاره ګټورې وي؟
د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي چې اوکرایین د خپلو منرالونو یوه برخه له روسیې سره د جګړې پر مهال د مرستو په بدل کې امریکا ته ورکړي.
خو پروفیسور انډرسن وایي، معلومه نه ده چې د لیتیم او نورو منرالونو ارزښت به څومره وي په داسې حال کې چې د کان کيندنې لګښتونه په پام کې ونیول شي.
نوموړی زياتوي،
"موږ د دې زېرمو د کیفیت په اړه نه پوهېږو. که اقتصادي ګټه هم ولري، نو شاوخوا لس کاله یا تر دې هم زیات وخت، او لویو پانګونو ته به اړتیا وي."
ډاکټر هارپر وایي، "په اوکرایین کې د کانونو پراخول ډېر ستونزمن کار دی، په ځانګړي ډول د جګړې او ویجاړیو له امله."
د ډنیپرو ټیکنالوژۍ پوهنتون یوه څېړنه ښیي، چې د اوکرایین لیتیم د ډبرو دننه دی، چې استخراج یې ګران او لګښت یې ډېر دی.
په اسټرالیا او چیلي کې لیتیم د مالګینو فلیټونو لاندې له اوبو ترلاسه کېږي، چې اسانه او ارزانه پروسه ده.
همدې ته په کتو، راپور وایي، معلومه نه ده چې ایا د اوکرایین د لیتیم استخراج به اقتصادي ګټه ولري که نه.
بله ستونزه دا ده، چې د لیتیم بیه په وروستي یو کال کې ۸۰٪ راکمه شوې، ځکه چې عرضه یې ډېره شوې ده.
دې کمښت پانګوال زړه نازړه کړي، چې د لیتیمو په کانونو، په ځانګړي ډول په اوکرایین کې، پانګونه وکړي.
پروفیسور انډرسن خبرداری ورکوي، "د بیو له سقوط وروسته، کانکيندونکي شرکتونه ښايي د څو کلونو لپاره انتظار وکړي."