عراق وايي، امريکايي ځواکونه به په دوو کلونو کې په بشپړه توګه له دغه هېواده ووځي

امریکايي ځواکونه

د عراق د دفاع وزير په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي چې هېواد يې له امریکا سره د داعش پر ضد ايتلافي ځواکونو د تدریجي وتلو په اړه هوکړې ته رسېدلی او په وينا يې تړون به په "راتلونکو څو ورځو" کې لاسليک شي.

د عراق د دفاع وزير ثابت عباسي د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د داعش پر ضد د ايتلافي ځواکونو وتل به په دوو پړاونو کې بشپړ شي.

نوموړي ويلي، په لومړي پړاو کې به امریکايي ځواکونه او نور ايتلافي غړي له بغداد او نورو ځايونو ووځي.

د ښاغلي عباسي په وينا، ايتلافي ځواکونه به په دويم پړاو کې د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبره د عراق له کردستان څخه ووځي.

د عراق حکومت او امریکا تر منځ د ايتلافي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې له څو مياشتو راهيسې روانې وې.

اوسمهال په عراق کې د داعش پر ضد د نړيوال ايتلاف په چوکاټ کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځيان مېشت دي. په سوريه کې بيا د امريکايي پوځيانو شمېر ۹۰۰ ته رسېږي.

د عراق د دفاع وزير په وينا د امریکا د دفاع وزير لوېډ اسټن په غونډه کې ويلي چې د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره دوه کلن مهال وېش "کافي نه دی".

خو ښاغلی عباسي وايي، عراق د ښاغلي اسټن وړانديز رد کړی چې وايي په دريو کلونو کې له دغه هېواده وځي.

د داعش بيرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوريې ځينې برخې ونيوې خو په دريو کلونو کې یې له عراقه په شاتګ وکړ.

په ۲۰۱۹ کال کې داعش په سوريه کې خپلې لاندې کړې سيمې له لاسه ورکړې او ماته يې وخوړه خو دغې ډلې په لرې پرتو سیمو کې عمليات ترسره کول.

اوسمهال د عراق امنيتي ځواکونه وايي دوی کولی شي په خپله د داعش پر وړاندې مقابله وکړي او اوس دغه ډله مهم ګواښ نه دی.

په همدې حال په غزه کې وروستيو څو مياشتو تاوتریخوالي وروسته ډېری عراقي چارواکي د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

د عراق پارلمان د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د لومړي ځل لپاره له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د سملاسي وتلو طرحه تصويب کړه.

دا ګام وروسته له هغه واخيستل شو چې د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني او د حشد شعبي مرستیال قومندان ابو مهدي مهندس په هغه کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

امریکا په ۲۰۰۳ کې پر عراق له برید وروسته د صدام حسین واکمني نسکوره کړه او په ۲۰۱۱ کې له دغه هېواده ووتل. خو په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره د ایتلافي ځواکونو په مشرۍ یو ځل بیا دغه هېواد ته راستانه شول.

د جرمني، فرانسې، اسپانيا او ايټاليا په ګډون د نورو هېوادونو سلګونه سرتېري هم د دغه ایتلاف برخه دي.