د غزې جګړه؛ اسرائيل وايي ځواکونو يې دری يرغمل په تېروتنه وژلي

د عکس سرچینه، HOSTAGE AND MISSING FAMILIES FORUM
اسرائیلي پوځ ویلي په غزه کې یې ځواکونو درې یرغمل شوي کسان په تېروتنه وژلي دي. د پوځ په یوه ویناپاڼه کې راغلي، چې اسرائیلي پوځیانو پر دغو کسانو د هغه څه ګومان کړی و، چې ګواښ یې بللی دی.
وژل شوي اسرائیلیان د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا یرغمل شوي وو او تر اوسه په غزه کې ساتل کېدل. رپوټونه وايي د دوی جسدونه اسرائیلو ته سپارل شوي دي.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو یوه ویاند جوناتن کونریکس وايي د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
نوموړی وايي،"البته د وژل شویو یرغملو کورنیو سره د اسرائیلو پوځ خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. موږ په دې اړه څېړنې کوو. موږ خپلو ځواکونو ته سپارښتنې او لارښوونې کړي چې د ورته پېښو احتمال کم کړي. البته موږ د دې وحشتناکې او غمجنوونکې پېښې سره سره د حماس د ماتولو لپاره نه ستړې کېدونکو هڅو ته دوام ورکوو. "
د اسرائیلو لومړي وزیر دغه پېښه "نه بښل کېدو غمیزه" بللې ده.
د اسرائيلو له لارې غزې ته د مرستو لېږد
د غزې جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د اسرائیلو له لارې غزې ته د بېړنیو مرستو د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، د مرستو دغه کاروان به د مصر پولې ته نژدې د کریم شالوم له لارې غزې ته دننه شي.
تر دې دمه د مصر رفح بندر له لارې غزې ته محدودې مرستې لېږدول کېدلې خو د کریم شالوم لارې په خلاصېدو سره به په ورځ کې دوه سوه مرستندویه لارۍ غزې ته بېړنۍ مرستې ولېږدوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جې سلېوان چې پرون یې اسرائیلو ته سفر پای ته ورسېد، دا پریکړه د پام وړ ګام بللی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپرکورن د دغه پرمختګ د هرکلي ترڅنګ وايي، غزې ته د مرستو رسولو لړۍ باید لا نوره پراخه شي.
نوموړی وايي، "دا ښه خبر دی. خو زه فکر کوم چې اوس موږ پر هغه څه کار وکړو چې څنګه کولای شو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د مرستو دغه کاروان د غزې هرې برخې ته ورسېږي، نه سویل بلکې د غزې شمال ته هم ورسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان ته دا په دې معنی ده چې لا هم په شمالي برخو کې درې روغتونونه په سختۍ فعالیت کوي."
وړاندې ملګرو ملتونو په خپله نوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی دی چې "په غزه کې د جګړې په غمجنو پایلو کې د ښځو او نجونو برخه ډېره ده."
ملګري ملتونه وايي، د غزې په جګړه کې میندواره مېرمنې، ماشومان، عمرخوړلي او معلولیت لرونکي کسان ډېر کړېدلي دي.
یاد کسان د جګړې په سیمه کې له ساري ناروغیو، خوارځواکۍ او مرګ سره ډېر مخامخ کېږي.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې په دوام سره یاد زیانونه لا ډېریږي او د ښار بنسټیز سیستمونه له منځه ځي.
یاد سازمان زیاتوي، "بې ځايه کېدل، د ښوونځيو تړل کېدل او د روغتیايي حالت خرابېدل د غزې د نجونو او ځوانانو راتلونکی خرابوي او له منځه یې وړي."











