د بکارت پردې په هکله څو خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
بکارت پرده په ځانګړي ډول یو جال دی چې د منجغي یا ویجنا په خوله کې وي او د جنین په بشپړېدلو سره رامنځ ته کېږي، خو ځینې نجونې دا پرده نه لري.
بکارت پرده مختلف ډولونه لري، یوې ته ارتجاعي وايي، ان له جنسي اړیکې وروسته هم خپل اولي ځای ته رسېږي.
که د ارتجاعي بکارت لرونکې نجلۍ جنسي اړیکه هم درلودلې وي، که له هغه وروسته یې دا پرده معاینه شي، لیدل کېږي چې ځینې برخه یې په خپل ځای پاتې ده.
بل ډول یکارت پرده کړه ییزه ده چې لږ په سختۍ له منځه ځي.
پوښتنه دا ده چې له جنسي اړیکې پرته هم د یوې نجلۍ بکارت پرته له منځه تللی شي؟
په طبیعي ډول بکارت پرده نه لرل

د عکس سرچینه، .
که نجلۍ په طبیعي ډول بکارت پرده نه لري، داسې ازموینه شته چې وښيي دا نجلۍ په طبیعي ډول دا پرده نه لري؟
ځینې نجونه په طبیعي ډول بکارت پرده نه لري، شونې ده چې د ورځنیو چارو لکه سیکل سپرلۍ، ټوپ وهلو، جمناسټیک او نورو چارو له امله هم د وخت په تېرېدلو سره د نجونو دا پردې وشلېږي.
هیڅ داسې ازموینه نشته چې وښيي یوې نجلۍ په طبیعي ډول د بکارت پرده درلوده که نه.
کله چې د نر او ښځې x او y کرموزوم سره یو ځای کېږي، ځینې جنین په هلک بدلېږي، ځینې په نجلۍ او نور هم په انټرسېکس یا ګډ جنسي انسان.
کوم جنین چې په نجلۍ بدلېږي د هلک د جنین اپوټه تناسلي برخه یې په بشپړ ډول تړلې نه وي او بکارت پرده هم د دې بهیر ډېره برخه ده او له بدن سره ډېر کار نه لري. لکه اپانډیس چې د بدن ډېره برخه ده او د انسان په بشپړېدو سره په بدن کې پاتېږي.
د بکارت پردې شلېدل درد او وینه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ممکن اول ځل نږدې کېدلو سره لږ وینه بهېدل وي، هغه هم د پردې د کش کېدلو او لږ پرې کېدلو له امله راځي.
ځینې نجونه دا وینه لري او ځینې نه. دا وینه ډېره زیاته او چټکه نه وي، یواځې څو څاڅکي وي.
د جنسي اړیکو په ځینې بېلګو کې ممکنه ده هیڅ وینه نه وي او هغه هم په داسې مهال چې جنسي اړیکه په اول ځل ډېره په احتیاط او تدریجي ډول وي.
خو د ځینې نجونو بکارت پردې ډېرې سختې او کلکې وي او ان د لرې کولو لپاره یې ځینې جراجي ته هم اړتیا پیدا کېږي.
له جنسي اړیکې پرتهبکارت له منځه تلل

د عکس سرچینه، .
ممکنه ده د مور ماشوم ډاکټرې د معاینې له امله، په بکارت پرده باندې په ګوته وهلو او یا تامپون کارولو سره دا پرده له منځه لاړه شي.
تامپون هغه روغتیايي پټه ده چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال یې مېرمنې د وینې د مخنیوي لپاره خپله اله کې ږدي. دا اله وینه جذبوي او بهر ته یې نه پرېږدي.
د بکارت پردې لرلو سره سره ممکنه ده اول ځل جنسي اړیکې د ټولو لپاره دردوونکې نه وي او ان شونې ده، وینه هم ونه بهېږي.
هغه نجونه چې اول ځل جنسي اړیکه کې ډېر درد ویني، ممکن له جنسي اړیکې جوړولو مخکې ور سره ډېر عشق نه وي شوی او په مستۍ راوستل شوې نه وي.
د شلېدلې پردې رغول

د عکس سرچینه، Thinkstock
ځینې نجونه چې واده نه وي، جنسي اړیکه ونیسي او پرده یې وشلېږي د بیا ګنډلو او رغولو هڅه یې کوي.
خو له طبي پلوه دا کار سم نه ګڼل کېږي.
دلیل یې دا دی چې ممکن ناغوښتې پایله ولري لکه نم پټول او وینه بهېدل او د بیا جنسي اړیکې پر مهال سخت درد.








