غزه کې د اسراییل جګړه: د سولې بیه څه ده؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, جیریمی بوین
- دنده, د بی بي سي نړیوال خبریال، بیت المقدس
د غزې په تراړه کې به د ورځې ترپایه رسېدل او په شپه کې ژوندي پاتې کېدل حتما د یوې معجزې په شان وي. غزه کې د فلسطیني پناه وړونکو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې مشر فیلیپ لازارینی لیکلي چې فلسطینیان "بې پایه، ژورېدونکي ناورین ... د ځمکې پرمخ دوزخ کې د خوندیتوب غوښتنې کوي"
د هغو یرغمل شویو لپاره چې حماس نیول او د قربانیانو کورنیو لپاره به هم یو دوزخي حالت وي. جګړه یو بې رحمه اور دی چې انسانان وحشتناکو غمونوسره مخ کوي. خو دا اور کېدای شي داسې بدلونونه رامنځته کړي چې تر اوسه ناشوني ښکارېدل.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په لویدېځې اروپا کې همداسې وشول. پخوانیو دښمنانو چې په پېړیو پېړیو یې یو بل وژل، سوله غوره کړه. ایا د غزې جګړه به هم اسرائیلیان او فلسطینیان اړ کړي چې د مدیترانې او اردن د سیند تر منځ ځمکې پر سر خپله اوږده لانجه پای ته ورسوي؟
د محمد ابوشعر کونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوې غم ځپلې ښځې ویډیو مې کتله چې د خپل مېړه محمد ابو شعر د مړي ترڅنګ ناسته وه. اسرائیل او مصر خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته ننوځي، ما دا ښځه له نژدې نه ده لیدلې. د هغې نوم مې هم پیدا نه شوای کړای، د مړ شوي مېړه او ماشومانو د نومونو ترڅنګ د هغې نوم نه و لیکل شوی. په ویډیو کې داسې ښکاري لکه چې هغه یو ډول هیلهمنه ده چې د هغې غم او خواشینی به یې مېړه بېرته راژوندی کړي.
هغه وايی، "قسم خورم، موږ ژمنه کړې وه چې دواړه به یو ځای مړه کېږو. ته مړ شوې او زه دې پرېښودم. موږ به څه کوو، خدایه؟ محمده، زما ګرانه د خدای لپاره را پورته شه! په خدای قسم خورم چې را باندې ګران یې. د خدای لپاره راپورته شه. زموږ ماشومان نور او عبود دلته له تاسره دي. راپورته شه."
دوه ماشومان یې له پلار سره وو او درې واړه د اسرائیلو لخوا وژل شوي. یو هوايي برید د دوی هغه کور له منځه یووړ چې دوی هیله کوله په رفح کې به یې پناه ځای وي.
یوناتان زیګېن

د عکس سرچینه، FAMILY HANDOUT
ما د اسرائیلو په تلاویو ښار کې د یوناتان زیګېن په کور کې ورسره کتنه وکړه. یو ارامه کور او د هغې د ماشومانو د لوبو له شیانو ډک و. د کورنۍ د عکسونو په منځ کې ما دهغې مور ویویان سیلور وپېژنده چې فلسطینیانو سره د سولې لپاره په اسرائیلو کې یوه مخکښه مبارزه او کمپاینره وه. هغه د اکتوبر پر ۷مه د حماس د برید پر مهال ویویان سیلور د غزې پولې ته څېرمه د کیبوتز بییري په سیمه کې خپل کور کې وه.
لومړی ځل چې مې د حماس له حملې وروسته په کیبوتز کې نیوناتان ولید، هیله من و چې مور به یې د یرغمل په توګه غزې ته وړل شوې وي.
کله چې یې په تلاویو کې د هوايي برید د خطر زنګ واورېده، ویویان ته یې زنګ وهلی و. کیبوتز کې د ډزو او چاودنو د غږونو اورېدو وروسته یې له وټس اپ څخه کار اخیسته، هیله من ول چې که غږ یې وا نه ورېدل شي، حماس به د دوی کور ته پام نه شي.
یوناتان د وټس اپ پیغامونه ولوستل، لومړی یوڅو غمجنې ټوکې او وروسته کله چې پوه شوه ډله ییزې وژنې شوې دي، ناڅاپه جدي او د مینې ډک شول.
دی وايي، "هغې راته ولیکل چې د کور دننه دي، اوس نو د دې وخت دی چې ټوکې بس کړو او خدای په اماني وکړو. ما ورته ولیکل مورې راباندې ګرانه یې. نورې خبرې نه لرم، زه له تاسره یم او هغې راته بېرته ولیکل، زه تا احساسوم. همدومره و او دا د هغې وروستی پیغام و."

د عکس سرچینه، OREN ROSENFELD
بله ورځ، په کیبوتز کې د هغې کور ته ورغلم او و مې لیدل چې په اور سوزېدلی و.
پلټونکو څو اونۍ کار وکړ چې د کور دننه په یوه سوزېدلې خوندي خونه کې په ایرو کې د ویویان پاتې شوني پیدا کړي.
یوناتان چې یو ټولنیز کارکونکی و، خپل کار پرېښوده چې د سولې لپاره کمپاین او مبارزه وکړي.
هغه وايی، "هغوی زما هېواد ته راغلل او مور یې راته ووژله ځکه چې موږ سوله نه درلوده. نو زما لپاره دا ثابتوي چې موږ ورته اړتیا لرو. کېدای شي حالات ښه یا بد شي خو دا ډول مصیبتونه د نړۍ په ټولنو کې بدلونونه رامنځته کوي او زه باور لرم چې کېدای شي دا د یوه ښه راتلونکي سبب شي."











