ملګري ملتونه: د غزې په جګړه کې ښځو او نجونو ته ډېر زیان اوښتی دی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
ملګرو ملتونو په خپله نوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې "په غزه کې د جګړې په غمجنو پایلو کې د ښځو او نجونو برخه ډېره ده."
ملګري ملتونه وايي، د غزې په جګړه کې امیدواره میرمنې، ماشومان، عمرخوړلي او معلولیت لرونکي کسان ډېر کړیدلي دي.
یاد کسان د جګړې په سیمه کې له ساري ناروغیو، خوارځواکۍ او مرګ سره ډېر مخامخ کېږي.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې په دوام سره یاد زیانونه لا ډېریږي او د ښار بنسټیزسیستمونه له منځه ځي.
یاد سازمان زیاتوي: "بې ځايه کېدل، د ښوونځيو تړل کېدل او د روغتیايي حالت خرابیدل د غزې د نجونو او ځوانانو راتلونکی خرابوي او له منځه یې وړي."
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د حماس له خوا د یرغمل شویو ښځو د جنسي ځورونو اړوند راپور په غبرګون کې ویلي، چې په دې اړه "څیړنې او پلټنې" روانې دي او هغه کسان چې په دې تړاو پړه وګڼلی شي باید د خپلو ګړنو ځواب ووايي.
"غزه د فلسطینیانو لپاره د اوسیدو وړځای نه دی"

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې یوه چارواکي ویلي، غزه د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د اوسیدو وړ ځای نه دی.
د مرستو او کارموندنې ادارې کارکوونکې جولیت توما بي بي سي ته وویل، خرابې هوا او اوبو د غزې په تراړه کې شرایط لا خراب کړي دي.
نوموړې وايي، بې ځایه شوي کسان ۱۵۰ سرپناوې لري خو اړتیا ده چې نورې هم جوړې شي.
د جولیت په خبره اوسنیو سرپناو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او نور کسان نه شي ور اضافه کیدلی.
نوموړې وايي، خلک ځانونو ته کوډلې جوړوي او په کې اوسي او یا هم په خپلو موټرنو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو دا کار کوونکې وايي، چې سیمې ته یې مرستې راوړې خو په رفح باندې د اسرائیل لخوا سختې بمبارئ له کبله ونه رسیدې.
ښاغلې جولیت وايي:
"تاسو له هوایي بریدونو ډک اسمان لاندې مرستې نشئ رسولی. موږ نشو کولی هغو کسانو ته چې زموږ مرستو ته خورا ډیره اړتیا لري ځان ورورسو او خپله دنده ترسره کړو."











