په غور کې ځینې کلیوال وايي،'جبري کډوالۍ' ته اړاېستل شوي، ځايي چارواکي وايي، دغه کډوالي 'د سولې او موافقې له مخې' شوې

د عکس سرچینه، social media
د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته ویډیوګانې استولې او ادعا کوي چې د غور د پخواني والي احمد شاه دیندوست په امر دوی له خپلو پلرنيو کورونو او ځمکو څخه "جبري کډه کولو ته اړ اېستل شوي دي."
دوی وايي، له نرمت، حاجي اباد، جیره ګک، دهن غوري، دروازه او سنګ شوره کلیو څخه کابو ۵۰۰ کورنۍ "جبري کډه کولو ته اړ ایستل شوې دي."
د ځایی خلکو په وینا، دولت یار ولسوالۍ کې د دوو (سردارانو او تایمني) قبیلو ترمنځ د "جګړې او دښمنۍ" له امله، تېر کال د غور د پخواني والي احمدشاه دیندوست په لارښوونه سیمه ییزې ادارې له سیمې څخه په "زوره" د (تایمني قبیلې) اړوند خلکو د اېستلو پرېکړه وکړه.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر عبدالحی زعیم بي بي سي سره خبرو کې له سیمې د 'تایمني قبیلي' د کډه کولو اړوند خبر تایید کړ او زیاته یې کړه: "دواړه خواوې له ۱۰۰ کلونو څخه له ډېر وخت راهیسې د ځمکې پر سر په خپلمنځي شخړه کې ښکېلې دي چې له امله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي."
ښاغلي زعیم د ځايي خلکو د ادعا برعکس وايي، دغه کډوالي د "دواړو خواوو ترمنځ د یوې موافقې او سولې" پر بنسټ شوې ده.
(سردار) قبیله ادعا کوي چې د تایمني قبیلې یې له ۸۰ کلونو راهیسې ځمکې غصب کړي او پرې مېشت دي.
عطا محمد دهقانپور او رییس احمد خان، چې په پخواني حکومت کې د ولسي جرګي غړي وو، د (تایمني) قبیلي د پېژندل شویو شخصیتونو له ډلې دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، د دواړو خواوو ترمنځ څو ځله ځمکې لاس په لاس شوي او وسله والې نښتې یې کړي چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي دي.
د سیمې د ځینو اوسېدونکو په وینا، دواړه خواوې "د محکمې اسناد یا قبالې نه لري، خو د مالیې سندونه ورسره شته."
یو شمېر ځايي خلک دا هم وايي چې د غور د پخواني والي له حکم څخه یو کال وروسته، د 'تایمني قبیلي خلکو' له سیمې څخه له "جبري کډوالۍ'' څخه ډډه وکړه، خو تېره پنجشنبه د جولای ۱۷مه، دوی د "طالبانو د امنیتي کسانو د فشار" له امله د خپلو کلیو پرېښودو ته اړ شول.
د دوی په وینا، (تایمني قبیلي) غوښتل دا قضیه حکومتي محکمې ته راجع شي، خو طالب چارواکو یې مخه ونیوه او اوس یې له سیمې کډه کوونکو کسانو ته امر کړی، هر ځای چې مېشتېږي، خو "له دوو څخه زیاتې کورنۍ باید یوځای نه وي."
د سیمې ځینې اوسېدونکي دا ادعا هم کوي چې د غور ځايي چارواکو همدارنګه د بې ځایه شویو خلکو له خوا د کمپونو د جوړولو مخالفت کړی دی.
طالب چارواکو د ځايي خلکو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د ځايي خلکو د معلوماتو پر بنسټ، د بې ځایه شویو کورنیو له ډلې یو شمېر یې اوس د ولسوالۍ مرکز، ځینې یې د ولایت مرکز ته تللي او ګڼې نورې یې د دولت یار ولسوالۍ نورو کلیو ته کوچېدلې دي.











