د اسرائیلو او ایران جګړه د انرژۍ پر بیو څه اغېز کولی شي؟

د برینټ خامو تېلو بیه، چې اصلي نړیوال شاخص دی، په بازار کې لس سلنه لوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برینټ خامو تېلو بیه، چې اصلي نړیوال شاخص دی، په بازار کې لس سلنه لوړه شوې ده.
    • Author, لوسی هوکر
    • دنده, بي بي سي

پر ایران د اسرائیلو بریدونو او د تهران غبرګون د جمعې پر ورځ نړیوال مالي بازارونه ولړزول، په ځانګړي ډول د جمعې تر ماسپښینه په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ۷ سلنه لوړې شوې.

دې مسلې دا اندېښنې را پیدا کړې چې ښايي یو ځل بیا د انرژۍ بیې په چټکۍ لوړې شي چې پایله کې به یې له ګازو تر خوراکي توکو د هر څه بیې پورته لاړې شي.

دا هغه څه دي چې درې کاله دمخه د روسیې له خوا د اوکراین له برید وروسته پېښ شول او په نړیوال کچ یې ژوند اغېزمن کړی دی.

د تېلو بیې څومره لوړې شوې دي؟

د اسرائیلو او ایران بریدونو په بازار کې د انرژۍ پر بیو سملاسي اغېز وکړ.

د برینټ خامو تېلو بیه، چې اصلي نړیوال شاخص دی، په بازار کې لس سلنه لوړه شوه، خو بیا بېرته بېرل په ۷۵ ډالره شول.

د تېلو بیې تل لویو جیوپولیټیکو پېښو او نړیوال اقتصادي حالت ته په کتو بدلون کوي، نو د اسرائیلو او ایران د بریدونو د پیل پر مهال یې د بیو بدلون د حېرانتیا خبره نه ده.

برینټ خام تېل لا هم د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه ارزانه دي.

خو په ۲۰۲۲ کال کې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، د برینټ تېلو د یو بیرل بیه ۱۳۰ ډالرو ته لوړه شوې وه.

ایا د پټرولو او نورو توکو بیې به لوړې شي؟

کله چې د تېلو عمده بیې لوړې شي، ډېر خلک یې نېغ په نېغه د تېلو د بیو په لوړوالي کې احساسوي، خو حقیقت دا دی چې دا لوړوالی له صنعتي تر کرنیزو توکو د ټولو پر بیو اغېز کوي.

د خوراکي توکو په برخه کې؛ د انرژۍ لوړ لګښتونه کولی شي د پلورنځیو په الماریو کې نرخونه لوړ کړي. دا کولی شي د کرنې ماشینونو د کارولو، د محصولاتو د لېږدولو او د خوړو پروسس کولو لګښتونه لوړ کړي.

خو دا بدلون هغه مهال پېښېدای شي چې د ډېرې مودې لپاره د انرژۍ بیې لوړې پاتې شي، اوسمهال ان پر پټرولو او ډيزلو د خامو تېلو د لنډمهاله لوړو بیو اغېز محدود دی.

د کپیټال ایکانومیکس موسسې غړی ډېویډ اکسلي یې په اړه وايي: "یو قاعده دا ده چې د تېلو د یوه بیرل په بیه کې د لس ډالرو زیاتوالی په تېل پلورنځیو کې د پټرولو پر بیه ۷ انې یا پیسنه اغېز کوي."

خو کیسه یوازې د تېلو پر بیو د اغېز نه ده، بلکې ډېرو ته به یاد وي چې د اوکرایین د جګړې له پیل وروسته د ګازو بیې هم لوړې شوې.

ګڼ خلک په اخلي- پخلي او د کورونو په ګرمولو کې له ګازو کار اخلي او په بریتانیا کې خو د برېښنا بیې هم د ګازو د بیې پر بنسټ ټاکل کېږي.

د پنجشنبې پر شپه پر ایران د اسراییلو له بریدونو راهیسې د ګازو بیې هم لوړې شوې دي. خو ښاغلی اکسلي وايي، که موږ وګورو چې بازار څنګه چلېږي، نو د انرژۍ د بیو د لوړېدو اغېز تر ډېره پر کورنیو پرېوځي.

د تېلو بیې نورې هم لوړېدای شي؟

د نړیوال بازار د یوه مشورتي شرکت 'انرژي اسپکټس' د جیوپولیټیکې برخې مشر ریچارډ برونز وايي، اوسنی وضعیت "ډېر مهم او اندېښنمنوونکی" دی.

خو نوموړی زیاتوي، دا پدې معنی نه ده چې دا به د اوکراین د جګړې یا حتی په منځني ختیځ کې د پخوانیو بحرانونو په څېر اغېز ولري.

لویې پوښتنې دا دي چې د اسرائیلو او ایران جګړه به څومره دوام وکړي او د امریکا په ګډون د سیمې نور هېوادونه به په کې ښکېل شي که څنګه؟

خو تر ټولو مهم څه د هرمز تنګي امنیت او پرانیستي پاتې کېدل دي، ځکه دغه تنګی چې د ایران په سوېل کې پروت دی، د نړۍ شل سلنه تېل له دې اوبلارې نړیوال مارکېټ ته لېږدول کېږي.

ښاغلی برونز وايي: "دا یو تنګ تنګی دی او له همدې امله یې وضعیت د نړۍ د تېلو بازارونو لپاره د پام وړ مهم دی."

د دغه تنګي تړل ناشونې دي، خو ایران په تېرو وختونو کې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی او د اسرائیل له برید وروسته یې احتمال ډېر شوی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې، د روسیې له خوا پر اوکراین له برید وروسته، د انرژۍ غوښتنه ځکه زیاته وه، چې له کوېډ ۱۹ وبا وروسته نړیوال مارکېټ تازه په غوړېدو و.

که څه هم اوسمهال نړیوال اقتصاد له سخت وخته تېرېږي، خو له سعودي نیولې تر برازیله د تېلو ټول تولیدوونکي د خپل تولید کچې زیاتولو وړتیا لري چې دا کېدلی شي په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو راټټیولو کې مرسته وکړي.

دا د نړیوال اقتصاد لپاره څه معنی لري؟

د انرژۍ د بیو د لوړوالي کچه او له امله یې پېښېدونکې پراخې اغېزې؛ د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې پر شدت پورې تړلې دي.

خو د شتمنیو د مدیریت د 'الیانتس' نومي شرکت لوی اقتصادي سلاکار محمد العریان وايي: "دا په بالقوه توګه دا وړتیا لري چې په بد وخت کې د نړیوال اقتصاد لپاره منفي ټکان شي."

محمد العریان وايي: "دا د متحده ایالتونو په مشرۍ کې د نړیوال اقتصادي نظم ثبات ته یو بله جټکه ده."

د کیپیټل ایکانومیکس شرکت د محاسبې له مخې، که د یوه بیرل خامو تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو لوړه شي، نو دا په بېلابېلو برخو کې د پړسوب یا انفلاسیون لامل کېدای شي او دا بیا د مرکزي بانکونو لپاره د سود نرخونو کمول ستونزمنوي.

خو ډیویډ اکسلي فکر نه کوي چې تر ډېره دې دغسې یو څه پېښ شي: "په منځني ختیځ کې بې ثباتي کومه نوې خبره نه ده، موږ دا څو ځله مخکې هم لیدلې ده او شونې ده په یوه اونۍ کې کمه شي."