د ایران د اټومي بنسټونو په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، اسرائیل په ایران کې د اټومي بنسټونو پر ضد بریدونه ترسره کړي او د دې بریدونو غږونه د تهران ښار کې اورېدل شوي دي. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، دا بریدونه د "لوېدلي زمري عملیاتو" برخه دي او زیاتوي چې ایران د اسرائیل د بقا لپاره یو جدي ګواښ دی.
اسرائیل بېړنی حالت اعلان کړی او وایي تمه لري چې "په نژدې وخت کې" به ایران غچ واخلي او بریدونه به وکړي. د ایران دولتي تلویزیون ویلي، د تهران په استوګنیزو سیمو برید شوی او ملکیان - چې ماشومان هم پکې دي - وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دا ادعا تر اوسه نه ده تایید کړې.
د ایران دولتي رسنۍ هم راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي په یوه برید کې وژل شوی دی. ایران، امریکا تورنه کړې چې د اسرائیلو د دې برید ملاتړ یې کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې وړاندې ویلي وو چې واشنګټن په دې بریدونو کې ښکېل نه دی.
د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه څومره پوهېږو؟
د ایران اټومي تاسیسات په څلورو مهمو برخو وېشل شوي: څېړنیز مرکزونه، د بډایه کولو ځانګړي ځایونه، اټومي ریکټورونه یا سروکي او د یورانیمو کانونه.
کارون اټومي بټۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران وروستۍ اټومي پروژه، په ۳۰۰ میګاواټو ظرفیت سره د هېواد په سوېل لویدیز خوزستان کې د تېلو بډایه ولایت کې په ۲۰۲۲ کې پیل شوه.
د ایران رسمي سرچینو ویلي چې د دې بټۍ جوړول به اته کاله وخت ونیسي او شاوخوا دوه میلیارده ډالر لګښت به ولري.
د روان کال په مې میاشت کې ایران اعلان وکړ چې په پام کې لري په دې مني کې د کارون اټومي بټۍ لپاره د "اټومي ټاپو" جوړول پیل کړي.
د هغه څه له مخې چې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي اعلان کړی و، په جزیره کې به د ودانیو او تاسیساتو یو کمپلېکس شامل وي چې په اټومي بټۍ کې د اټومي ریکټور فعالیت تضمینوي.
د بوشهر اټومي بټۍ
دا په ایران کې د اټومي انرژۍ لومړنی ریکټور دی چې د برېښنا د تولید فابریکه لري.
د ایران اټومي پروګرام په ۱۹۷۴ کال کې د جرمني په مرسته په بوشهر کې د دوو سوداګریزو اټومي ریکټورونو د جوړولو له پلان سره پیل شو، خو پنځه کاله وروسته د اسلامي انقلاب له امله دا پروژه ودرول شوه. ایران په ۱۹۹۰ لسیزه کې له روسیې سره د تړون له لاسلیکولو وروسته بېرته دغه پروګرام ته راستون شو چې په سیمه کې یې کار بیا پیل کړي، خو مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو بحثونو په رڼا کې چې په ایران کې د یورانیمو د غني کولو د بندولو په هدف یې پرېکړه لیک صادر کړ، د دغې پروژې بشپړول وځنډول.
د ۲۰۰۷ کال په ډيسمبر کې، مسکو د غني شويو یورانیمو د سلنډرونو په رسولو پیل وکړ، او دا ریکټور د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کې د ایران له ملي برېښنا شبکې سره وصل شو، چې ۷۰۰ مېګاواټه برېښنا یې تولید کړه. د ۲۰۱۳ په اګست کې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تایید کړه چې ریکټور په بشپړ ظرفیت کار کوي.
په هرصورت، د هغه ډیزاین، چې د جرمني او روسیې ماډلونه سره یوځای کوي، د خوندیتوب اندېښنې راپورته کړي، په ځانګړې توګه له لوی درز سره د نژدې کېدو له امله او هغه سیمه چې په پرله پسې ډول د زلزلې شاهده ده، د ۲۰۱۳ په اپرېل کې د ۶،۳ درجې شدت لرونکې زلزله هم هلته شوې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
اراک د درنو اوبو د تولید ریکټور
د اراک د درنو اوبو ریکټور په اړه لومړی معلومات د ۲۰۰۲ کال په ډيسمبر کې هغه مهال راڅرګند شول چې د ساینس او نړیوال امنیت انسټیټیوټ لخوا د سپوږمکۍ عکسونه خپاره شول. د ریکټور په مصرف شویو سونتوکو کې پلوتونیم شته چې د اټومي بم جوړولو لپاره کارول کېدای شي.
د ۲۰۱۱ کال په اګست کې، د اټومي انرژۍ نړیوالې اداره دې سیمې ته ورغله او ایران ته یې د ۲۰۱۴ په پیل کې د ریکټور د چلولو پلان خبر ورکړ.
د درنو اوبو د تولید یوه نژدې فابریکه ریکټور ته اوبه رسوي، خو دا مهال د ادارې د تفتیش اړوند ځای نه دی. په هر حال، اداره د سپوږمکۍ عکسونو له لارې څارنې ته دوام ورکوي. په ۲۰۱۲ کې، ادارې د سټیشن دوام تایید کړ.
د نړۍ قدرتونه هڅه کوي چې د اټمي وسلو د خپرېدو له وېرې د اراک ریکټور ړنګ کړي. د ۲۰۱۳ کال په نومبر میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ یوه لنډمهاله موافقه وشوه. د دې موافقې له مخې، ایران هوکړه وکړه چې د یورانیمو په غني کولو او ذخیره کولو بندیزونه ولګوي، سربېره پردې په یو شمېر اټومي تاسیساتو کې د تاسیساتو تړل یا اصلاح کول هم شامل وو.
په دې برخه کې، ایران هم موافقه کړې چې د اراک ریکټور نه چلوي او یا یې تېل نه ورکوي، له راپورونو سره سم چې دا ریکټور د پلوتونیم تولید کمولو لپاره اصلاح شوی دی.
د ګاشین یورانیمو کان

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۰ کال په ډيسمبر کې، ایران اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره یې په کور دننه د یورانیم غلظت تولید کړی، چې د ژېړ کیک په نوم یادېږي او د بډایه کولو لپاره یې ریکټور ته لېږدول.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره یادونه کوي چې د ګاشین کان چې د بندر عباس بندر ته نژدې موقعیت لري په اصل کې د یورانیمو د سرچینې په توګه ټاکل شوی و چې په نظامي اټومي پروګرام کې کارول کېږي، که څه هم اوسنی تولید د برېښنایي ځواک لرونکي ریکټور اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دی.
مخکې داسې فکر کېده چې ګنې ایران د هغه ژېړ کیک محدوده زېرمه لري، چې له سوېلي افریقا وارد شوي، خو د ګاشین کان په پرانیستلو سره، تهران په ساغند کې دوه نوي کانونه او په اردکان کې د ژېړ کیک د تولید فابریکه اضافه کړه.
د ۲-۱۴ په جنورۍ کې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مفتشانو ته اجازه ورکړل شوه چې له ۲۰۰۵ راهیسې د لومړي ځل لپاره د ګاشین کان وګوري.
د اصفهان د یورانیمو د پروسس فابریکه
په ۲۰۰۶ کې، ایران په اصفهان کې د اټومي څېړنې په مرکز کې د یورانیمو د پروسس کولو تاسیساتو په کار پیل وکړ، هدف یې د ژېړ کیک په درېیو اصلي بڼو بدلول دي:
د یورانیم هګزافلورایډ ګاز چې د غني کولو په عملیاتو کې کارول کېږي، لکه په نطنز او فردو کې.
یورانیم اکسیډ، چې د ریکټورونو د سون لپاره کارول کېږي.
فلزات، چې د سون عناصرو په ځینو ډولونو او همدارنګه د اټومي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي.
د ۲۰۱۳ په نومبر کې، د IAEA مفتشانو ته اجازه ورکړل شوه چې د اصفهان بټۍ وګوري، چې په دې سره هغه نړیوالې ټولنې هڅې منعکسوي چې د ایران اټومي فعالیتونه وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د نظامي موخو لپاره نه کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د نطنز د یورانیمو د بډایه کولو تاسیسات
د نطنز د یورانیمو د غني کولو فابریکه په ایران کې تر ټولو لوی سنټرفیوج تاسیسات ګڼل کېږي او د ۲۰۰۷ کال له فبروري راهیسې فعالیت کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغو پرېکړه لیکونو سرغړونه کوي چې د یورانیمو د غني کولو مخه نیسي.
دا تاسیسات ځمکتل کې درې لوی ودانۍ لري، چې تر ۵۰،۰۰۰ سینټرفیوژونو پورې د فعالیت وړتیا لري، په هغو کې چې د یورانیم هګسافلورایډ ګاز پمپ کېږي چې وسایل د یورانیم (U-235) فاسیل آیزوټوپونو ته جلا کړي.
د نطنز بټۍ ټیټ غني شوي یورانیم تولیدوي، چې د 3-4 سلنې U-235 غلظت لري- دا چې دا د اټومي برېښنا د بټیو لپاره د سون تولید لپاره مناسب دی.
په هر حال، دا د اټومي وسلو د تولید لپاره اړین ۹۰ سلنې کچې ته هم بډایه کېدای شي. د ۲۰۱۴ په نومبر کې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې لخوا ترسره شوي د چاپېریال نمونو تحلیل تایید کړه چې دا تاسیسات د ټیټو غني شويو یورانیم تولید لپاره کارول کېږي، چې د ایران د اټومي ارادې په اړه اندېښنې راپورته کوي.
دا سټیشن په ۲۰۲۱ کې د یو شمېر ګواښونو سره مخ شو، ایران اعلان وکړ چې د نطنز اټومي تاسیسات له "اټومي ترهګریز عمل" سره مخ شوي، لکه څنګه چې مخکې په ۲۰۲۰ د ایراني چارواکو د ادعاوو له مخې اور پکې لګېدلی و او دا ادعا هم و چې دا د "سایبري" تخریب عملیاتو پایله وه.
په ۲۰۱۰ کې، تاسیسات، له نورو ایراني اټومي تاسیساتو سره یوځای د سایبري بریدونو سره مخ شوي.
فوردو ریکټور
د ځمکې لاندې د فردو تاسیسات د ایران پلازمېنې تهران سوېل ته په یوه قوي غرنۍ سیمه کې موقعیت لري. ایران د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د دې تاسیساتو شتون د لوېدیځ استخباراتي خدماتو له کشف رووسته ومانه. فوردو تر شل سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کېږي او دا یورانیم په تهران کې د طبي څېړنو ریکټور لپاره د سون په توګه کارول کېږي، چې د سرطان ناروغانو درملنې لپاره راډیو اکټیو آیزوټوپ تولیدوي.
که څه هم ایران د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې له لویو قدرتونو سره د موقتي اټومي موافقې د یوې برخې په توګه د تاسیساتو فعالیتونه وځنډول، وروسته یې بیا پیل کړل.
د پارچین پوځي سایټ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پارچین پوځي سیمه د پلازمېنې تهران په جنوب کې موقعیت لري او په عمده توګه د مهماتو، توغندیو او چاودېدونکو توکو د څېړنې، پراختیا او تولید لپاره کارول کېږي.
د ایران په اټومي پروګرام کې د دې سایټ د رول په اړه اندېښنې د ۲۰۰۴ په پیل کې پیل شوې، کله چې وړاندیز شوی و د هایدروډینامیک تجربو ترسره کولو لپاره یوه لویه فابریکه جوړه شوې، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس په وینا د احتمالي وسلو د پراختیا قوي شاخصونه ګڼل کېږي.
په ۲۰۰۵ کې، د ادارې پلټونکو ته دوه ځله د پارچین برخو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوه، چېرته چې دوی د چاپېریال ډېری نمونې ترلاسه کړې. که څه هم د ۲۰۰۶ راپور هېڅ غیر معمولي فعالیتونه نه دي ښودلي، د سایټ په اړه شکونه دوام لري.
د ۲۰۱۲ په فبرورۍ کې د پلټونکو د لاسرسي په ردولو سره، ادارې په ایران کې د غیر اعلان شويو اټومي موادو او فعالیتونو د نشتوالي په اړه د باور وړ ډاډ ورکولو کې خپله ناتواني څرګنده کړه، چې د ایران د اټومي پروګرام د احتمالي نظامي اړخونو په اړه یې نړیواله اندېښنه راپورته کړه.
په قم کې د یورانیمو د غني کولو کارخونه
د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې ایران اعلان وکړ چې په فردو تاسیساتو کې د یورانیمو غني کول پیل کړي، چې د قم مقدس ښار ته څېرمه د ځمکې لاندې موقعیت لري او په کلکه ساتل کېږي. دا سایټ په پټه کې جوړ شوی و، خو ایران د ۲۰۰۹ په سپټمبر کې د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شویو عکسونو له شواهدو سره د مخامخ کېدو وروسته مجبور شو چې شتون یې ومني.
د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبر ورکړ چې په پام کې لري د منځنۍ کچې غني شوي یورانیم چې ۲۰ سلنه U-235 غلظت لري تولید کړي.
ایران ویلي وو چې غني شوي یورانیم به په تهران کې د څېړنیزو ریکټور لپاره د سون په توګه وکارول شي چې طبي ایزوټوپ تولیدوي. په هرصورت، یورانیم له ۲۰ سلنې څخه تر ۹۰ سلنې پورې د اټومي وسلو د تولید لپاره اړین دي. د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې د منځمهاله اټومي موافقې له مخې، ایران د منځنۍ کچې غني شوي یورانیمو تولید بند کړ او خپل ذخیره یې لږ خطرناک شکل ته واړوله.
د IAEA ترټولو وروستي راپور - چې د ۲۰۱۴ په نومبر کې خپور شو، تایید کړه چې د فوردو سایټ تر ۵ سلنې پورې بډایه شوي یورانیم تولیدوي.











