د امریکا استخباراتي ادارې: ایران تر اوسه د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې

د عکس سرچینه، ISNA
د امریکا د متحدو ایالتونو د نویو استخباراتي مالوماتو د ارزونو له مخې ایران دمګړۍ اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅې نه کوي، خو داسې فعالیتونه یې چټک کړي، چې د دغو وسلو په جوړولو کې ورسره مرسته کولی شی.
د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د یوه رپوټ پر بنسټ چې پرون دوشنبه خپور شوی، تهران له ۲۰۲۰ کال راهیسې د اټومي وسلو جوړولو لپاره د خپلو وړتیاو لوړولو پر لور ګامونه اخیستي، خو پر دغه کار یې لاس نه دی پورې کړی.
د امریکا دا نوې استخباراتي ارزونه د دغه هېواد تېرو ارزونو سره همغږې ده، خو د کانګرس ډېر غړي پرې بې باوره دي.
دا ارزونه داسې مهال خپرېږې چې د جو بایډن حکومت ایران سره اټومي هوکړې ته ورستنېدو لپاره هڅې کوي.
له دې هوکړې د وتلو پرېکړه د ډونلډ ټرمپ حکومت کړې وه.
ښاغلي بایډن که څه هم په دې لار کې د خپلې ادارې د هڅو دفاع کړې، خو د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي 'رابرټ مالي' جبري رخصتۍ ستونزه پیچلې کړې ده.

د عکس سرچینه، CREENSHOT FROM BBC PERSIAN INTERVIEW
دغه تازه رپوټ کې راغلي چې "ایران اوسمهال د وسلو د تولید د مهمو فعالیتونو په لړ کې چې د یوې ازموینې وړ اټومي دستګاه جوړیدو لپاره ورته اړتیا ده، ګام نه دی اخیستی."
خو په رپوټ کې دا ټینګار هم شوی چې تهران "د داسې فعالیتونو پر تحقیق او پراختیا بوخت دی، چې که پلان ولري، د اټومي وسلو جوړولو لپاره یې د اړتیا وړ چاودېدونکو توکو تولید ته نږدې کوي."
د دغه رپوټ له مخې ایران د یورانیمو د بډاینې اړوند د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه نقض کړې ده.
د امریکا د استخباراتو ملي ادارې دا مالومات د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رپوټونو سره هم همغږه دي.
دې رپوټ کې د ایران راکټي پروګرام د منځني ختیځ هېوادونو لپاره ستر ګواښ بلل شوی دی.
په متن کې یې راغلي چې د ایران د بالیستیک توغندیو د هدف ویشتلو دقت او د ویجاړۍ وړتیا زیاته شوې ده.











