د اسراییل لومړی وزیر: د ایران او امریکا ترمنځ د هر ډول احتمالي هوکړې مخالف یو

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسراییل لومړی وزیر وايي حکومت یې د ایران او امریکا ترمنځ د هر ډول احتمالي هوکړې مخالف دی.‌

بنیامین نېتانیاهو ویلي که د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه کوچنۍ او لنډمهاله هم وي، دوی ورسره موافق نه دي.

هغه دا څرګندونې یکشنبه د خپلې کابینې ناسته کې کړي.

ښاغلي نېتانیاهو ویلي چې د حکومت یو مهم ماموریت یې دا دی چې د ایران د اټومي پروګرام مخه ونیسي.

هغه همدا راز د ایران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې سره د اسراییل مخالفت ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېواد یې نه غواړي امریکا بېرته دې هوکړې ته وروګرځي.‌

ښاغلي نېتانیاهو وویل "موږ دا هم ویلي چې ان کوچنۍ او محدودې هوکړې هم زموږ له اهدافو سره مرسته نه کوي او مخالف یې یو."

د اسراییل لومړي وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي کړکېچ کمېدو لپاره پر یوه احتمالي غیر رسمي جوړجاړي د هوکړې رپوټونه خپاره شول.‌

دغه رپوټونه امریکایي رسنیو د لوېدیځ او ایران د ځینو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله خپاره کړي وو.

ایران

د عکس سرچینه، MEHRNEWS

د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره اوونۍ وویل امریکا سره یې د منځګړو له لارې خبرې روانې دي

د دغو رپوټونو له مخې ایران منلې چې یورانیم به له ۶۰ سلنې پورته نه بډای کوي او دا چې نیابتي وسله والې ډلې به یې په سوریه او عراق کې د امریکا پر ګټو بریدونه نه کوي.‌

امریکا به هم بدل کې د ایران ځینې کنګل کړې مالي سرچینې ازادې او پر دغه هېواد بندیزونه لا نور نه سختوي.

په دې منځ کې دا هم ویل شوي وو چې ګواکې اسراییلو له دغه جوړجاړي سره ضمني هوکړه ښودلې.

دغه رپوټونه وايي چې تهران د ایراني – امریکايي دوه تعبیته بندیانو خوشې کېدو ته هم غاړه ایښې.

تهران په دې وروستیو کې ومنله چې له امریکا سره یې د عمان په منځګړیتوب غیر مستقیمې خبرې روانې دي.‌

د اسراییل هاارتز ورځپاڼې هم د جمعې پر ورځ د امریکا او ایران ترمنځ پر دغو غیر مستقیمو خبرو رپوټ کړی و.

دې ورځپاڼې لیکلي وو چې واشنګټن د اسراییلو حکومت د دغو مذاکراتو پر جزییاتو خبر کړی او ترڅنګ یې دا هم ورته ویلي چې د ایران له اټومي پروګرام سره مقابلې لپاره د عمل ازادي لري.