د ډالرو او سرو زرو قاچاق مخنیوي لپاره د طالبانو هڅه؛ قاچاق کوونکو ته یې سزا اعلان کړې

ډالر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت د ریکارډ په کچه ټیټ شوی

افغانستان کې د طالبانو حکومت له دغه هېواده د بهرنیو اسعارو، سرو زور او ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخنیوي لپاره د نوې هڅې په لړ کې د دغو توکو قاچاق کوونکو ته د سزا اعلان کړی.

د طالبانو د لومړي وزیر له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، څوک نشي کولای د هوايي ډګرونو له لارې تر ۵ زرو او د ځمکې (سرحدونواو پولو) له لارې تر ۵ سوو زیات ډالر له افغانستانه وباسي.

اعلامیه کې زیاته شوې "که څوک له دغې اندازې ډېر ډالر نقل کړي، د هر یو میلیون ډالرو د لېږد مقابل کې به یو کال، تر یو میلیونو کم، د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له یو لک د کمو ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې محبوس کېږي."

طالبانو همدا راز افغانستان ته د سیمې هېوادونو د اړوند اسعارو او کرنسیو راوړل هم منع کړي، خو له دغه حکم تخلف کوونکو ته یې سزا نه ده مشخصه کړې.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا له افغانستانه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق او بدل کې یې افغانستان ته د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستاني کلدارو د لېږد راپورونه ډېر شوې دي.

په دې لړ کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دوه کسان یې د سپین بولدک – چمن پر کرښه افغانستان ته د څلورنیم میلیون پاکستانۍ کلدارو د لېږد پر مهال نیولي.

په دې اړه اعلامیه کې راغلي وو چې دغو کسانو غوښتل دا پیسې افغانستان کې په ډالرو بدلې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د طالبانو کورنیو چارو وزارت همدا راز وړمه ورځ همدغه سپین بولدک کې د ۹۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبر هم ورکړ.

دا پیسې ظاهرآ له افغانستانه پاکستان ته وړل کېدې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د جمهوریت پرمهال هر کس له افغانستانه بهر د وتلو پر وخت ځان سره د لس زره ډالرو د لېږد حق درلود.

د یادونې ده چې پاکستان د ورپېښ اقتصادي کړکېچ او ایران د نړیوالو بندیزونو له کبله د ډالرو له کمښت سره مخامخ دي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د ډالرو پر وړاندې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د ریکارډ تر کچې پرېوت.

له افغانستانه بهر ته د بهرنیو اسعارو د قاچاق خبره نوې نه ده، بلکې د مخکیني جمهوري دولت پر مهال هم هر کال د میلیونونو ډالرو د وتلو خبره کېده.

افغانستان ته د کلدارو د قاچاق او هلته یې پر ډالرو د بدلېدو یو لامل دا بلل شوی، چې افغانستان کې د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت د پاکستان پرتله یو څه لوړ دی.

دا چې افغانستان ډالر د افغانیو پشتوانې په توګه کاروي او له بهره واردات هم په ډالرو کېږي، نو له دغه هېواده یې قاچاق د افغانیو پر ارزښت او بازار کې د ورځنیو خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر بیو نیغ په نیغه اغېز لري.

د طالبانو د ریاست ولوزراء یا لومړي وزارت اعلامیه کې راغلي چې دا د دوی حکومت اړوند د ټولو امنیتي ادارو دنده ده چې د اسعارو، سرو زور، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیسي.