پاکستان کې ولې د نغدو ډالرو ترلاسه کولو لپاره حد ټاکل شوی؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, تنویر ملک
- دنده, صحافی، کراچی
د پاکستان مرکزي بانک (سټیټ بانک) د اسعارو بدلولو شرکتونو ته ویلي، هیچا ته دې اجازه نه ورکوي، چې په یوه ورځ کې له لس زره زیات امریکايي ډالر وپېري او یا په یوه کال موده کې له سل زره زیات نغد امریکايي ډالر ترلاسه کړي.
مرکزي بانک داسې مهال د نغدو ډالرو پېرلو لپاره مشخص حد ټاکلي چې د اسعارو په بازار کې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابل کې تر ټولو ټیټ کچ ته رسېدلې ده.
د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د سږ کال له مې میاشتې پیل شوې او تر اوسه پورې دوام لري.
رپوټونو کې ویل شوي، اوس د بانکونو تر منځ راکړه ورکړه کې یو امریکايي ډالر د ۱۷۸ روپیو او په بازار کې بیا یو ډالر تر ۱۸۱ روپیو پورې تبادله کېږي.
ماهرین وايي، د ماهرینو په وینا د ډالرو راکړې ورکړې ته یو مقدار ټاکل په پاکستان کې د ډالرو زېرمه کولو مخنیوي هڅو یوه برخه ده.
ماهرین وايي، د ډالر ارزښت زیاتېدو له کبله ځینې پانګوال له بازارونو نور ډالر تر لاسه کوي او زېرمه کوي یې، چې د مخنیوي لپاره یې پاکستان مرکزي بانک وروستی اقدام کړی.
ځینې ماهرین وايي، له دې سره ښايي د ډالر پر ارزښت هېڅ اغېز و نه شي، دوی مرکزي بانک ته د وارداتو کمولو اقداماتو غوښتنه کوي.
پاکستان سږ کال لومړنیو پنځو میاشتو کې د ۳۳ میلیاردو ډالرو واردات درلودل، چې پروسږ کال همدې موده کې ۱۹ نیم میلیارد ډالره وو او سږنی زیاتوالی ۷۰ سلنې ته رسېږي.
پاکستان کې د اسعارو بدلولو شرکتونو ټولنې عمومي منشي ظفر پراچه په دې هکله بي بي سي اردو څانګې ته وویل، د ډالر ارزښت زیاتېدو له کبله ځینې پانګوال له بازاره نغد ډالر اخلي او زېرمه کوي یې.
نوموړی وايي، ډېرو ته د ډالرو زېرمه کول د ګټې سودا ښکاري او له همدې کبله له بازارونو نغد ډالر ترلاسه کوي، چې له کبله یې ارزښت نور هم زیاتېږي.
د ډارسن سیکوریټیز اقتصادي څانګې ماهر یوسف سعید وايي، د پاکستان مرکزي بانک هدف د اسعارو تبادلې شرکتو تر منځ د ډالرو راکړې ورکړې قانوني کول او دې لړ کې د شفافیت رامنځته کول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوسف سعید وايي، د پاکستان مرکزي بانک له تازه اقدام سره به له پاکستانه افغانستان ته د نغدو ډالرو قاچاق مخنیوي لړ کې هم مرسته وشي.
نوموړی وايي، د مرکزي بانک له نوي اقدام سره ښايي تر یوه بریده د نغدو ډالرو قاچاق او زېرمه کولو مخه ونیول شي، خو په وینا یې د روپۍ مقابل کې د ډالرو ارزښت پورته کېدو لاملونه نور دي.
نوموړی وايي، د نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) له لارې پاکستان ته ډالر نه راځي او له همدې کبله نړیوالې مالي ادارې پاکستان کې پانګونه نه کوي.
یوسف سعید د وارداتو لپاره له پاکستانه د نغدو ډالرو بهر ته لېږدېدل هم د ډالرو ارزښت زیاتېدو یو لامل بولي.









