تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سېلاب راورسېد، موږ وړي"؛ بغلان کې مېړه ته د خپلې ښځې وروستی زنګ
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو ډیجيټل
"ښځې مې زنګ راوکړ چې سېلاب راغی، ما ورته وویل چې ټول بام ته وخېږئ، بله چاره نه شته، دومره تېز به نه وي، خدای به خیر کړي، خو هغې ویل چې ډېر تېز دی، حویلۍ ته راننوت"
دا له غلام شاه سره د خپلې مېرمنې وروستۍ خبرې وې چې د سېلاب څپو ورپرې او د تل لپاره غلې کړې.
خبر نه و، هغه سېلاب به یې د کورنۍ یوولس غړي وژني چې ده ګومان کاوه، تېز به نه وي او بام ته په ختو به ترې بچ شي.
یادونه: د دغه رپوټ محتوا ښايي تاسې غمجن کړي.
د کورنۍ ۱۱ غړي یې سېلاب وژلي
۳۵ کلن غلام شاه د سېلاب په ورځ په خپل کلي فلول کې نه و او له بورکې ولسوالۍ لرې د بغلان شهرنو سیمې ته تللی و.
د ژوند ملګرې یې داسې مهال زنګ ورته وکړ چې سېلاب د دوی له کوره چاپېر شوی او حویلۍ ته په ورننوتو و.
غلام شاه وايي، "د ماشومانو غږ مې اورېده چې ویل یې، پلاره، سیند مو وړي. همدې سره موبایل قطع شو. څو ځلې مې بیا د زنګ وهلو هڅه وکړه خو ونه شو."
دی چې د کور سیمې ته رسېږي نو وینې چې هر څه سېلاب جارو کړي دي، "زه چې کور ته نږدې شوم او له یو څه فاصلې مې ورکتل نو د کورونو او جوماتونو هېڅ نښه نه وه. زموږ د کور سنګاري پاتې وه. نور یې هر څه وړي وو. د هېڅ شي نښه لا نه وه، ټوله سیمه پر دښتې اوښتې وه. زغمل یې سخت وو خو خدای دې صبر راکړي، چاره نه شته"
دې خونړي سېلاب له غلام شاه یوازې د ده اولادونه او د ژوند ملګرې نه ده اخیستې بلکې سپين ږیری پلار، زړه مور، واده کړې خور، د هغې اولادونو او مېړه او د کورنۍ ټولټال ۱۱ غړي یې ترې وړي دي.
دی وايي، "موږ څلور فامیلونه یو ځای اوسېدو، زه، مور او پلار مې، یو ورور، خور او اوښی مې. زموږ ټول ۱۱ تنه شهیدان شوي دي. مور مې، پلار مې، خور مې، دوه مې خورځې، مېرمن مې، یو مې زوی، درې مې لوڼې او یو مې اوښی."
د ده یوه لور او یوه خورځه ژوبلې خو له مرګه ژغورل شوې دي چې دمګړۍ د 'بې پولې ډاکټرانو' په روغتون کې درملل کېږي.
غلام شاه وايي، د مړو په سمبالښت کې دومره بوخت شوی چې د هغوی پوښتنې ته د ورتلو فرصت یې لا نه دی موندلی خو دومره خبر دی چې "پښې لاسونه یې مات دي"
ځینې مړي له کوره ۱۵ کیلومټره لېرې موندل شوي
د بغلان د خونړي سېلاب نن اوومه ورځ ده او پکې د وژل شویو شمېر تر ۳۰۰ اوښتی بلل شوی.
خو لا هم ګڼ کسان تری تم دي او د موندلو هڅې یې روانې دي.
غلام شاه وايي، د دوی د کورنۍ مړي هم خلکو په یوه بله سيمه کې موندلي، بیا یې ولسوالۍ ته سپارلي او د عکسونو پر مټ دوی پېژندلي او ترې راوړي یې دي.
دی زیاتوي، "الحمد الله، زموږ ټول ۱۱ شهیدان لومړیو درو ورځو کې راپیدا شول او ټول مو خاورو ته وسپارل. اوله ورځ مې مړ پلار سره د دوو ژوبلو نجونو خلکو وموندل. شپږ نور مو یوه ورځ وروسته پيدا کړل او په درېیمه ورځ مو پاتې څلور جسدونه ترلاسه کړل."
خو غلام شاه وايي چې ډېر خلک اوس هم ورک دي او په وینا یې، ښايي یا تر خاورو لاندې او یا سېلاب لرې چېرې وړي وي.
دی وايي، "زما ورېندار یې له درو ماشومانو سره تقریباً ۱۵ کیلومتره لرې وړې وه. بیا هلته خلکو د دوی جسدونه موندلي وو، موږ یې په سهار خبر شوو او مړي مو ترې راوړل. یو هم کور ته نږدې نه و، تر ټولو نږدې هغه پنځه کلیومتره لرې و. زموږ د ځینو ګاونډیانو او خپلوانو مړي خو یې له بورکې ولسوالۍ ډېر لرې ان کندوز کې موندلي دي چې بیخي بل ولایت دی."
د ابادۍ او د تالا ژوند دوه منظره
د بغلان په څېر په تخار، غور او بدخشان ولایتونو کې هم وروستیو سېلابونو سخت ویجاړی کړی او د ځاني زیان تر څنګ یې خلکو ته درانه مالي تاوانانو هم وراړولي دي.
د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه یې له منځه وړي او مالداري یې هم ځپلې ده.
غلام شاه وايي چې "هېڅ شی" نه دي ورپاتې او زیاتوي، "یو زه او زوی مې پاتې یو او یوه مې ژوبله لور په روغتون کې ده، نور هېڅ شی نه دي راپاتې. باغونه، د کور وسایل هر څه سېلاب یوړل. نه باغ، نه زراعتي ځمکه او نه د کور حیوانات راپاتې دي. زموږ خو ژوند پر همدې روان و."
دی زیاتوي چې هلته ښځې او ماشومان هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له مسولانو غواړي چې پر خلکو پام او ستونزې یې حل کړي.
غلام شاه وايي، "د څښاک اوبه نه شته، سر پناه او د اوسېدو ځای نه لرو. مسولینو نه مو هیله ده چې د خلکو مشکلات حل کړي او زر یوه سرپناه ورته جوړه کړي."
غلام شاه هغه عکس راولېږه چې له خپلو دوو زامنو سره په یوه زرغون باغ کې ناست دی او راته لیکلي یې وو، "تر سېلابه مخکې" او ورپسې په بل عکس کې په خړه پړه فضا کې د خپل له منځه تللي کور پر سنګارۍ یوازې ناست دی.
په دواړو عکسونو کې تر سېلاب د مخکې د ابادۍ او خوشالۍ او ترې د وروسته ژوند تالا کیسه خلاصه کېږي. او همدا انځور اوس د افغانستان د سلګونو کورنیو دی چې د خونړیو سېلابونو له کبله د ویر پر ټغر ناستې دي.