په افغانستان کې سېلابونه؛ 'د کورنۍ غړو مړي مې په کوڅه او کرونده کې وموندل'

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

له هغه یوه ورځ وروسته چې پر کور یې سېلاب راغلی، نور محمد د خپلې کورنۍ د غړو مړي په کوڅه او کرونده کې وموندل.

دی هغه وخت له کوره ایله ۱۰۰ متره لېرې و، چې خپله کاله ته یې د سېلابي څپور رسېدو غږ واورېد. د کور پر لور یې منډه کړې، چې مېرمن، خور، زوی، لمسی او لمسۍ یې پکې وو، خو نور نو ناوخته شوي وو، سېلابي څپو یې کور او د کورنۍ غړي ترې اخیستي وو.

د جمعې شپې دا سېلابونه له سخت باران او یوې اوږدې وچکالۍ وروسته راغلل، چې له کبله یې ځمکه ډېره وچه شوې وه او د اوبو زغمولو وړ پاتې نه وه.

د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، د افغانستان په شمال کې د دې سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ پورې کسان مړه شوي او تر ۲۰۰۰ پورې کورونه ویجاړ شوي دي. مسوولین وايي، سېلابونو یوازې په بغلان کې پنځه ولسوالۍ ځپلې دي او داسې اندېښنه شته، چې د زیانونو کچه لوړه شي.

وروستیو سېلابونو دغه راز په بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم زیانونه اړولي دي.

نور محمد وايي: ''ناهیلی شوم.''

دی تر مازدیګره د بغلان په ګاز کلي کې ګرځېد، خو د کورنۍ غړو هېڅ درک یې و نه موند. د هماغې شپې پر نژدې یوه بجه ناهیلی له کلي ووت او درې ساعته وروسته د لور کره ورسېد. پر دویمه ورځ کلي ته له ستنېدو ورسته یې د کورنۍ غړو مړي وموندل، دی وايي: ''هر څه له منځه تللي وو.''

نور وايي، داسې تجربه یې په ټول ژوند کې نه وه کړې، نه د طبیعي پېښو له کبله چې په سیمه کې معمول دي او نه هم د جګړو له کبله چې هېواد یې ورسره مخامخ و.

سعیده چې یوه ۲۵ کلنه لور یې د نور محمد لمسۍ وه، چې په سېلاب کې مړه شوه وايي، د سېلاب څپو د ''د ښامار غوندې غړومبهار کاوه'' چې دوی یې وبوږنول.

د نور محمد په کلي کې چې د ځمکې له لارې اوس هم ورتګ ګران دی، ډېری کورنیو لږ تر لږه دوه یا درې غړي په سېلاب کې له لاسه ورکړي دي. د دغه وران، ویجاړ کلي ژوندي پاتې اوسېدونکي مرستو ته سخت اړ دي.

یو روغتیا پال روضت الله د دې سیمې په هکله وايي: ''موږ داسې ځایونه ولیدل چې هېڅ پکې نه دي پاتې.''

دی له ۱۵ نورو روغتیا پالانو او ډاکترانو سره یو ځای له ګاونډي سمنګان ولایته سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلی. دغه روغتیا پال وايي، د یوه داسې ټپي شوي سړي په ګډون چې د کورنۍ ۱۶ غړي یې له لاسه ورکړي، د نژدې ۲۰۰ کسانو درملنه یې کړې. دی وايي: ''وضعیت ته چې ګورې، د انسان زړه مات شي. خلک د مړو رایستلو هڅه کوي. ګڼ کورونه وران، ویجاړ شوي او کروندې له منځه تللې.''

له هڅو سره، سره روضت الله او ملګري یې نه دي توانېدلي لېرې پرتو سیمو ته ورسېږي، چې اوسېدونکي یې مرستو ته سخته اړتیا لري او د ولاړو سېلابي اوبو له کبله د ټایفائیډ او پېچش په ګډون د پیدا کېدونکو ناروغیو احتمالي خطر په هکله هم اندېښنې ډېرېږي. دی خبرداری ورکوي چې ''د څښاک پاکې اوبه نه شته او د وبايي ناروغیو د خپرېدو احتمالي خطر هم شته.''

دوی په هغو سیمو کې چې ورتګ ممکن دی، د مرستو ګرځنده مرکزونه چمتو کړي او د مړو ایسلو لپاره کار کوي.

په ګودان بالا نومي یوه بل کلي کې محمد رسول د خپلې ویجاړې شوې کروندې څنګ ته ناست و، یو په بل پسې یې سګرېټ څکول. دا کرونده یو وخت له شنه فصله ډکه وه، خو اوس د اوبو په ډنډ بدله شوې. په شاوخوا کې د غنمو او پنبې کروندې دي، چې یو وخت به زرغونې کروندې وې، خو اوس له خړو اوبو ډکې دي.

دی وايي، نیکمرغه دی، چې د کورنۍ کسان یې په سېلاب کې نه دي مړه شوي، خو نور هېڅ نه دي ورپاتې شوي.

ده هغه کرونده راښکاره کړه، چې یو وخت یې پکې فصلونه کرل: ''دا مې د عاید یوازینۍ سرچینه وه، اوس ناهیلی یم.''

د نژدې ۸۰ سلنه نورو افغانانو په څېر د ده مالي تکیه هم پر کرکېله وه، چې په وینا یې اوس نه پوهېږي څنګه به ژوند کوي. له لېرې یې وران، ویجاړ کور ته اشاره وکړه او په وینا یې ځکه نه شي ستنېدلای چې د سېلاب اوبه اوس هم ژورې دي.

ده راته وویل: ''اوس هېڅ نه لرم، کورنۍ مې شته، دوی به یې غواړي، خو ما ته هېڅ نه دي راپاتې چې ور یې کړم.''

ان له سېلابونو مخکې د ملګرو ملتونو مسوولینو ویلي و، چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس له نیمايي ډېر کسان دي، په یوه یا بله بڼه مرستو ته اړتیا لري.

په سېلاب کې یوازې کروندې نه دي ضایع شوې، بلکې محمد رسول وايي، د یوه ګاونډي دوې غواوې هم په سېلاب کې لاهو شوې دي، چې د کورنۍ د خوړو یوازینې سرچینه وه.

نور محمد چې اوس د لور په کور کې اوسي وايي، یوازې د تن کالي ورپاتې دي.

د ده هغه کور اوس نه دی پاتې چې له هلکتوبه پکې اوسېد او پلار یې ۶۵ کاله مخکې ودان کړی و.

دی وايي: ''راتلونکي ته هیله من وم، زوی او لمسۍ مې ښوونکي وو، او ما پرې ځکه ویاړل چې هېواد ته یې خدمت کاوه.''

دواړه اوس مړه شوي.

دی وايي:

''سېلابونو هر څه رانه واخیستل.''