تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سېلابونه؛ په يو شمېر ولايتونو کې د تازه ورښتونو اټکل شوی
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د هواپوهنې ادارې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
په دې تړاو اندېښنې په داسې وخت کې بیا ډېرېدونکې دي، چې د تېرې یوې اوونۍ په سېلابونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو او په تېره بغلان کې د اغېزمنو شویو خلکو د ژغورنې او هغوی ته د مرستې رسونې هڅې روانې دي. خیریه ټولنې وايي، چې په دغو سیمو کې ډېره اړتیا خوراکتوکو، پاکو اوبو، او سرپناو ته ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي سږکال د سختو بارانونو په پایله کې سېلابونو تر دې مهاله ډېره ویجاړي رامنځ ته کړې ده.
دا اداره وايي د سېلاب ځپلو د لټون او ژغورنې چارې اوس هم دوام لري او ښايي په دې سېلابونو کې د مړو شویو کسانو او ټپیانو شمېر لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي سېلابونو د زرګونو کسانو کورونه ویجاړ کړي او ترڅنګ یې ډېرو کرنیزو ځمکو او نورو زیربناوو ته هم سخت زیانونه اړولي دي.
د اوچا په وینا په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک په عاجله توګه د سرپناه، درملو، خوړو، نغدو پیسو، د څښاک د پاکو اوبو او نورو اړینو توکو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اېف پي وايي، ځینو خلکو په وروستیو سېلابونو کې خپل هرڅه لاسه ورکړي، نه کور، نه ځمکه او نه هم د ژوند کومه سرچینه لري. ډبلیو اېف پي د ګلزاده په نامه د همداسې یوه کس ویډیو پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې چې وايي هر څه یې د سېلاب په اوبو لاهو شول.
که څه هم مرستنیدویه نړیوال او کورني بنسټونه وايي، له سېلاب ځپلو سره د خوړو، سرپناه لپاره د خېمو او نورو اړینو غیر خوراکي توکو مرستې کوي ځيني وايي چې ولسي افغانان هم باید د اړمنو خلکو مرستې ته لاس وراوږد کړي.
د تېرې جمعې ورځې سېلابونو په بغلان، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. مرستنیدوه بنسټونه وايي په بغلان کې څو بشپړې ولسوالۍ سېلابونو وړې دي، اوس د ځینو هغو سیمو خلک چې له راغلو سېلابونو خوندي پاتې دي، اندېښمن دي چې که بیا دغسې سېلابونه راشي ښايي دوی هم د نورو خلکو په څېر زیانمن، بې کوره او بې اوره شي.
بغلان کې د نورو سېلابونو په اړه د خلکو دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې چارشنبه د بغلان په ګډون په ۲۲ ولایتونو او سالنګونو کې د سختو بارانونو، نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو د وتلو اټکل کړی دی.
دې ادارې ویلي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندزو، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، وردګ، غزني او لوګر په بېلا بېلو سیمو کې به د باران د ورېدو کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې یو له زیانمنوونکو هېوادونو ګڼل کېږي چې په وروستیو څو کلونو کې هر کال په کې د طبعي افتونه له کبله خلکو ته د سر او مال تاوانونه اړوي. خیریه بنسټونو په بیا بیا پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره داسې مرستې وکړي چې وکولای شي د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو پر وړاندې د مبارزې وړتیا پيدا کړي.