تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سېلابونو د افغانستان 'په ۱۸ ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي'
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي د خپلې ارزونې له مخې وايي چې د تېرې جمعې ورځې سیلابونو په بغلان، بدخشان او تخار ولایت کې ۱۸ ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
دا اداره وايي ډېره ویجاړي او مرګژوبله په هغو سیمو کې رامنځ ته شوې چې اوسېدونکي یې له وړاندې نه زیانمنوونکي وو. په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند ټموتي انډرسن په جینوا کې د ملګرو ملتونو خبرې غوندې ته په دې هکله د ویډیويي اړیکې له لارې معلومات ورکړل او د اوښتو ځاني او مالي تاوانونو په اړه یې وویل:
''شاخوا ۵۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، شاخوا ۳ زره کورونه په بشپړ ډول او نیمه ویجاړ شوي، لس زره جریبه باغونه ویجاړ شوي او شاخوا دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي. ډېری هغه کسان چې له دې سیلابونو ژوندي پاتې دي هېڅ هم نه لري. کورونه، خواړه او د ژوند کومه سرچینه نه لري. هر چا سره چې موږ خبرې کوو راته وايي چې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته دومره خواشیني نه دي څومره چې د خپلو کرنیزو ځمکو ویجاړیدو ته خپه دي.''
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت وايي په وروستیو سېلابونو کې په بغلان، تخار، بدخشان او غور ولایتونو کې ۱۶۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۲۶ تنه ټپیان شوي، اته زره اته سوه نهه ویشت کورونه په بشپړ ډول او نیمه ویجاړ شوي، ۳۷۱۰ څاروي له مینځه تللي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
ښاغلي انډرسن هم وویل چې د بغلان او بدخشان په دوو ولسوالیو کې اوس مهال ناوریني وضعیت دی. هغه خبرې غونډې ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې زیاته کړه چې افغانستان کې د هوا د ناڅرګند حالت له امله د یوه افت د پاسه بل رامنځ ته کېږي چې له امله یې خلک په بیا بیا بې وزلۍ ته ټیل وهل کېږي. هغه د خوړو د نړیوال پروګرام له لورې له سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه وویل:
'' تراوسه پورې ډبلیو ایف پي له سېلاب ځپلو سره د بېړنو خوراکي توکو مرسته کړې، موږ پلان لرو چې په راتلوونکو ورځو کې کمبلې او نغدي مرستې هم پر سېلاب ځپلو وویشو چې د یوې میاشتې لپاره خپلې لومړنۍ اتیاوې پرې پوره کړي. موږ دغه راز هغو نانوایانو ته چې پرانستي دي اوړه استولي چې ډوډۍ ترې پخه کړي او موږ یې په وړیا توګه پر سېلاب ځپلو وویشو.''
په همدې حال کې د بغلان سېلاب ځپلو خلکو ته د مرستو ټولولو کمېټه وايي چې د طالبانو د حکومت او مرسته رسوونکو بنسټونو لخوا ځپل شویو سیمو ته مرستې رسېدلي او دا مهال یې د وېشلو لړۍ روانه ده. د یادولو ده چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی اوس هم په سیمه کې دی او له سیلاب ځپلو سره د خیمو، کمبلو، پشه خانو، البسه او نورو اړینو توکو مرستې کوي.
خیریه بنسټونه او طالب چارواکي وايي چې اوس مهال په سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو ډېره اړتیا سرپناه، درملو، خوړو، نغدو پیسو، او د څښاک پاکو اوبو ته ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم د سېلاب ځپلو د لاسینوي په موخه بغلان ته تللي او سیلاب ځپلو ته خواړه برابروي.
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو چارو وزارت وايي چې د تخار ولایت په فرخان، چال، بنګي، نمک اب، کلفګان او مرکز کې هم وروستیو سیلابونو له امله د ځاني او مالي تاوانونو ترڅنګ تر زرو پورې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
هلته د کډوالو چارو ریاست ویلي چې بې ځایه شوې کورنۍ اوس مهال په ښوونځیو، جوماتونو او د نورو خلکو په کورونو کې په ناوړه وضعیت کې اوسېږي چې بشري مرستو او سرپناه ته جدي اړتیا لري.
چارواکي وايي له سېلاب ځپلو سره تر یوه حده د خیمو، کمبلو خوراکي توکو مرسته شوې، خو بسنه نه کوي او له مرستندویه بنسټونو او وسمنو خلکو یې غوښتنه کړې چې له سېلاب ځپلو سره لازمې او اړینې مرستې وکړي.