تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سره میاشت: 'سېلابځپلو ته په اوږدمهال کې کورونه جوړېږي'
په افغانستان کې د وروستیو مرګونو سېلابونو په اړه د طالبانو حکومت د سرې میاشتې چارواکي وايي، په بغلان کې خلکو ته زیات مالي تاوانونه اوښتي دي.
خو دوی زیاتوي، چې اغېزمنو شویو خلکو ته اوږدمهال کې په هماغه کلیو کې کورونه جوړېدونکي دي یا به د دولت لخوا ځمکه ورته انتخابېږي او کورونه او پناځایونه به ورته چمتو شي.
د افغان سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابي د بيبيسي یما بارز ته په یوه مرکه کې وویل، له نهرین نه بورکه ولسوالۍ ته پر لاره د غنمو او نخودو کروندې پر دښتې اوښتې دي.
نوموړی وايي، د سېلابځپلو لاسنیوي لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، خو په وینا یې "داسې هم نه شي کېدای چې زلزله وشي یا سېلاب راشي، هماغه شېبه یا ژر مرسته ور ورسېږي."
دی وایي "خلکو ګیلې او شکایتونه کړي چې له موږ سره کومکونه نه دي شوي، خو له پرون راهیسې موږ سرې میاشتې د قطر مرسته شوې څلور سوه خېمې او پنځه سوه راشنه سامان ووېشه، پرون د قطر د مرستې دوه الوتکې هم راغلې چې وبه وېشل شي."
ښاغلی ترابي وايي، د مرستو لړۍ کې سعودي، جاپان، ډنمارک، ناروې او نورو ترکي بنسټونو هم له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.
کابل کې د طالبانو حکومت او مرستندویه سازمانونو ناسته
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له نږدې ټولو مهمو ادارو، بېلابېلو نړیوالو مرستندویه سازمانونو او خصوصي سکتور سره کابل کې په ګډه ناسته کې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپاره کړي بیان کې راغلي، چې په دې ناسته کې د دوی له اړخه د ۱۴ وزارتونو، د ښارواليو چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ، او چاپيريال ساتنې ملي ادارې جګپوړو استازو ګډون کړی وو.
اعلامیه زیاتوي چې "په ناستې کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] پر لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه بحثونه وشول."
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دې ناستې ګډونوالو ته ویلي، دوی هڅه کوي چې هېواد بېرته پر پښو ودروي، خو دا چې "د څلوېښت کلنې جګړې له کبله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو او يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هيوادونو کې ميليونونو مهاجرينو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو د هيواد د يوې لويې برخې ککړتيا او نورو په بڼه اوښتو زيانونو جبيره کول او پرله پسې وچکالۍ، زلزلو، سيلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو پر وړاندې غبرګون لپاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي، او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده."
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې "ټولې هڅې" باید د هېواد پر "رغونې او پرمختګ متمرکزې شي" او له نړيوالو مرستو د اعظمي استفادې له پاره اړينه ده چې د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او نړیوالو مرستندویه سازمانونو دا ناسته داسې مهال ترسره کړې، چې تازه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د وروستیو سېلابونو کې زیانمنو شویو خلکو ته د عاجلې مرستو رسولو په تړاو بحث لپاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځ ته کولو او دې هم هوکړه شوې.
افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې ګڼل کېږي، چې د طبیعي پېښو د اقلیمي بدلون له اړخه د رامنځته کېدونکو زیانونو له ډېر خطر سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې تېر کال په هرات او له هغې ورمخکې پکتیکا او خوست ولایتونو کې څو پرله پسې ویجاړوونکې زلزلې شوې وې.
د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زدکړه او د ښځو پر کار د لګېدلو محدودیتونو او یوه ټولګډونه حکومت نه رامنځته کولو له کبله له افغانستان سره د نړیوالو مرستونو پام وړ کمېدو د افغانانو کړاو لا پسې ډېر کړی دی.
ظاهرآ دغو 'ځپونکو اقداماتو' د دې مخه هم نیولې، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
د طالبانو بهرنیو چاو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسؤول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي په نننۍ ناسته کې ویلي، ملګري ملتونو پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو ترڅنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلي رتواتي د پرمختیايي مرستو هغه ساحې په ګوته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستې به پرې تمرکز کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو پرمختیايي پروژې هم درېدلې او نړیوالې مرستې تر ډېره یوازې پر بشري برخو متمرکزې دي.