تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوچا: د افغانستان د بشري ناورین مخنیوي کې مرسته وکړئ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ناروین پر وړاندې "هېڅ نه کولو بیه به خورا لوړه وي."
د مرستو د همغږۍ دغه دفتر وايي،په مرستندویه ادارو غږ کړی، چې افغانستان کې له بشري ناورین سره مبارزه کې برخه واخلی.
اوچا وايي: "د بشري ناورین پر وړاندې مرستندویه ادارې کولی شي د ښيې بودجې په مرسته د لوږې کچه راکمه کړي، د ناروغیو خپریدو مخه ونیسي او د زیږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچه کمه کړي."
اوچ ټینګار کوي ټینګار کوي، چې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره پر وخت بودیجې ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې د هېڅ نه کولو بیه به ډېره ګرانه وي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوحې په وروستۍ غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې وه، چې افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د اړتیا وړ بودیجې څخه یوازې ۶ سلنه یې د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوې ده.
د ښاغلي ګوتېرېش په وینا شپږ میلیونه افغانان چې ماشومان، ښځې او سړي، ټول پکې شامل دي، ولږې ته له ورته وضعیت یوازې یو ګام واټن لري.
نوموړي ویلي: "زموږ بشردوستانه پلان دغو اړمنو خلکو ته د رسېدو لپاره ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې نږدې ۲۴۹ میلیون ډالره ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۶ اعشاریه ۴ سلنه جوړوي."
د نړيوالو سازمانو د سرچینو پر بنسټ د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي. له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر دغه هېواد د بهرنیو مرستو کچه کمه شوې او بې کاري په کمساري ډول ډېره شوې ده.
په دغه هېواد کې د ښځو په اړه د طالبانو حکومت د ځپونکو تګلارو له امله له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو مخامختیا ډېره شوې او وېره دا ده چې ښايي له همدې امله ګڼې خیریه ټولنې په افغانستان کې خپلې چارې نورې هم کمې کړي.
د ملګرو ملتونو په اداردو کې پر ښځو د طالبانو له کاربندیز وروسته، دغه سازمان ویلي و په افغانستان خپلې عملیاتي چارې له سره ارزوي.
که هر څومره د طالبانو د کړنو له امله پر افغانستان مرستې کمېږي، په همغه اندازه د هغو خلکو ژوند لا نور سختېږي، چې له لویه سره پر مرستو پايي.