ملګرو ملتونو افغانستان کې د سختې لوږې خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو افغانستان په هغو بې وزلو هېوادونو کې ګڼلی چې لوړ شمېر خلک يې د لوږې او خوارځواکۍ له ځورونکې کچې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اوس خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د لوږې داسې کچې سره مخ دی چې په تېرو پنځه ویشت کلونو کې يې ساری نه و. داسې وضعیت چې د ټولنې يوه پام وړ برخه کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري او دا د لوږې او خوارځواکۍ لامل شي.

دغه سازمان ویلي، که مرستې ورته ونه رسېږي افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی.

شاوخوا شل مېلیونه وګړي يې له بېوزلۍ او ۶ میلیونه يې له لوږې یوازې یو ګام لرې دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې له افغانستان سره د مرستو د سخت کمښت له امله د هغو کسانو شمېر چې همدا اوس له لوږې سره مخ دي په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

اوچا یادونه کړې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې د دې سازمان لخوا غوښتل شوې ۴.۶ میلیارد ډالرو مرستې ته یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر ورکړل شوي چې دا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري هلو ځلو د ملاتړ لپاره د غوښتل شوې ټولې بسپنې یوازې څه باندې پنځه سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې په دې حساس وخت کې نړۍ باید د افغانستان خلک هېر نه کړي، ځکه دوی وار له مخکې ډېر ځورېدلي دي او له مهم بشري ملاتړ څخه د دوی له بې برخې کولو سره د دوی لا ځور به د منلو وړ نه وي.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له لارې د ملګرو ملتونو په ګډون ورته مرستندویو بنسټونو ته د کار زمینه په ډېرېدونکي ډول محدوده کړې ده.

افغانستان نه یوازې د څلورو لسیزو پرله پسې جګړو له اغېزونو ځورېږي بلکې په تېره یوه لسیزه کې دوامدارې وچکالۍ هم ځپلی او د هېواد په کچه يې کرنیز محصولات اغېزمن کړي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د زلزلو او سېلابونو په څېر په ټول هېواد کې بېړنیو حالاتو او طبيعي پېښو هم د خلکو اقتصاد ځپلی چې ورته پېښو ته هم تر ډېره دوی او د دوی ملاتړو او همکارو ادارو د غبرګون او مرستې لاس اوږد کړی.