تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږلو 'ټینګار' کړی
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږلو ټینګار کړی دی. په ممبۍ ښار کې پرون جمعه د هند او مرکزي اسیاد کاري ډلي جوړې شوې لومړۍ غونډه کې د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اړیکو د پراخولو او ټینګولو غوښتنه هم شوې ده.
د چابهار بندر په اړه د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د کاري ډلې یا (جې ډبلیو جي) دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د اپرېل پر ۱۲ مه او ۱۳مه د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړه شوې وه، د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو پکې ګډون کړی و.
پرون د هند د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان لپاره د هندوستان ځانګړی استازی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او په نوي ډیلي کې د افغانستان سرکنسول د دغې ناستې ځانګړي مېلمانه وو.
د چابهار بندر په اړه د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږلو ټینګار شوی دی.
په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام لپاره د هند استازي ویلي، له ۲۰۱۸ کال څخه تر اوسه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دوه اعشاریه پنځه میلیون ټنه غنم او دوه زره ټنه نوره غله دانه استول شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، په دغه غونډه کې د افغان سرکنسول افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې د چابهار بندر اهمیت ته په اشارې هلته افغان سوداګرو او پانګوالو ته د اقتصادي فرصتونو په برابرولو هم ټینګار کړی دی.
د چابهار بندر په اړه د هند او مرکزي اسیا هېوادونو ګډې کاري ډلې پخپله لومړۍ جلسه کې همداراز ویلي، د ښکېلو هېوادونو نوې نښلوونکې طرحې باید د له نړیوالو قوانینو سره برابرې، رڼې او له سیمه ییزو لومړیتوبونو سره اړخ لګوونکې وي او باید د ښکېلو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پکې په پام کې نیول شوې وي.
د غونډې په ګډه اعلامیه کې همداراز ویل شوي، دا چې هند او منځنۍ اسیا پخپلو کې دمګړۍ ځمکنۍ لار نه لري، نو ځکه یې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د سیمه ییزو ارتباطاتو پراختیا ته اړتیا ده.
د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ د ځمکنۍ نښلېدا پر وړاندې ستر خنډ پاکستان دی چې نه پرېږدي هندي توکي د دغه هېواد له لارو افغانستان او بیا منځنۍ اسیا ته ورسېږي، ځکه غواړي د چابهار بندر له لارې افغانستان او بیا د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پروت دی چې د ایران، هند او ایران لخوا پرې د ارتباطاتو او سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره پانګونه کېږي.
په ممبۍ کې د چابهار بندر په اړه د غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د ښکېلو هېوادونو ترمنځ نښلوونکې پروژې کولی شي د هېوادونو ترمنځ سوداګریزه او اقتصادي همکاري څو برابره کړي، نو ځکه باید دغه برخه کې ټولو پروژو ته ځانګړې پاملرنه او خصوصي سکتور ته پکې فعاله ونډه ور کړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دغه غونډه کې وړاندیز کړی چې په دې تړاو راتلونکي خبرې دې د خصوصي سکتور د استازو به ګډون په ایران کې وشي چې د اعلامیې په ټکو د غونډې ګډونوالو یې له وړاندیزه هر کلی کړی دی.