کرېکټ: د افغانستان او شري لنکا دويمه يوه ورځنۍ لوبه د باران له امله بشپړه نشوه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه. په دې سيالۍ کې افغان لوبډلې شري لنکا ته د ۲۲۹ منډو هدف ټاکلی و.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۸ منډې جوړې کړې. په ځواب کې شري لنکا ۱۰ منډې وکړې او لوبه د باران له امله بشپړه نشوه.

د افغانستان لپاره د پيل لوبغاړي رحمان الله ګوربز تر ټولو ډېرې ۶۸ منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۵۸، محمد نبي ۴۱ او حشمت الله شهيدي ۲۸ منډې وکړې.

د شري لنکا کسون رجيتا درې، مهېش تېکشنا دوې، لهيرو کومارا دوې، هسرنګا دي سېلوا او دهننجيا ډي سېلوا يوه يوه وېکټه واخيسته.

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې افغانستان شري لنکا ته په ۶۰ منډو ماته ورکړې وه.

‌تېره لوبه کې ابراهيم ځدراڼ افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ( ۱۰۶) منډې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

Cri

د عکس سرچینه، Getty Images

پر ابراهیم ځدراڼ سربېره رحمان الله ګوربز او رحمت شاه زرمتي هم نیمه سلیزه کړې وه.‌

توپ اچونه کې بیا فضل الحق فاروقي د سیالي لوبډلې څلور، ګلبدين نايب درې، يمن احمدزي دوه او راشد خان يو لوبغاړی سوځولی و.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د یو ورځنیو لوبو د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غوراوي په سوپر لیګ کې کېږي.

افغان لوبډلې سوپر لیګ کې تر اوسه څلور لوبلړۍ لوبولې او دا یې پنځمه ده.افغانستان دغه لیګ کې له خپلو تېرو ۱۳ لوبو ۱۱ ګتلې، ۱۱۰ پواینټونه لري او‌ دریځ یې تقریبا تر نورو ټولو لوبډلو پیاوړی دی.

افغان ملي لوبډله له شري لنکا وروسته له پاکستان، هند او اسټرالیا سره هم د دې لړۍ درې درې یو ورځنۍ لوبې لري،‌ خو که هغه ونه ګټي بیا هم د نورو لوبډلو پایلو ته په پام نړیوال جام ته رسېدلی شي.