تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې د ځای په ځای شویو افغانانو شخصي معلومات یو ځل بیا افشا شوي
- Author, لیز راولینګس او جېمز ساویل
- دنده, بي بي سي نیوزنائټ
په بریتانیا کې د هغو زرګونو افغانانو چې په خوندي ډول دغه هېواد ته لېږدول شوي او پکې مېشت شوي، شخصي معلومات وروسته له هغه افشا شوي چې د دغه هېواد د دفاع وزارت یو فرعي قراردادي مرکز له سایبري یا انټرنټي برید سره مخ شو.
داسې احتمال شته چې په دې ترڅ کې تر ۳۷۰۰ د ډېرو افغانانو نومونه، د پاسپورټ او په بریتانیا کې د مېشتېدو (ارپ) پروګرام اړوند معلومات وروسته له هغه د افشا کېدو له خطر سره مخ شوي وي چې د 'انفلایټ جېټ سېنټر' په نوم د لندن په سټنسټېډ هوايي دګر کې الوتنو ته د خدماتو پر وړاندې کوونکي یوه مرکز سایبري برید وشو.
دا پېښه تر هغې یوه میاشت وروسته پېښېږي چې شاوخوا د ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو شخصي معلومات افشا شوي وو چې له طالبانو په تېښته یې په بریتانیا کې د مېشتېدو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو.
د تازه پېښې په اړه حکومت ویلي چې د دغو "خلکو خوندیتوب ته کوم ګواښ نه شته او نه یې هم په ترڅ کې کوم دولتي سیسټم زیانمن شوی دی."
تر اوسه داسې شواهد نه شته چې ښکاره کړي، دا افشا شوي معلومات د عام لاس رسي وړ ګرځول شوي دي.
باور دا دی چې له دې تازه پېښې به هغه افغانان اغېزمن شوي وي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ یې بریتانیا ته په دغه هېواد کې د مېشتېدنې پروګرام له لارې سفر کړی او دوی هغه کسان دي چې له بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی.
دغو کورنیو ته پرون جمعه (اګست ۱۵/ زمری ۲۴) ماسپښين د برېښنالیک له لارې خبرداری ورکړل شوی چې ښايي شخصي معلومات یې افشا شوي وي.
په ایمېل کې دوی ته ویل شوي چې په افشا شوو معلوماتو کې ښايي د دوی "د پاسپورټ جزیات (نوم، د زېږون نېټه، د پاسپورټ شمېره) او د (ارپ) پرګرام ریفرنس نمبر وي."
په اغېزمنو شوو کې د برتانوي پوځ کسان او د محافظه کار حکومت ځينې پخواني وزیران هم شامل دي.
"موږ د شخصي معلوماتو خونديتوب ته جدي پام کوو"
یوه حکومتي ویاند ویلي، "موږ په دې وروستیو کې خبر شوو چې د خدماتو وړاندې کوونکي د درېیمګړې ډلې یو فرعي قراردادي له سایبري برید سره مخ شو چې په ترڅ کې یې د دوی کم شمېر هغو برېښنالیکونو ته لاسرسی وشو چې په هغه کې د خلکو شخصي معلومات وو."
ویاند همدا راز ویلي، "موږ د شخصي معلوماتو خونديتوب ته جدي پام کوو او د ټولو احتمالي اغېزمنو کسانو د خبرولو لپاره خپله قانوني دنده ترسروو."
د سایبري یا انټرنټي برید ښکار شوي مرکز 'انفلایټ جېټ سنټر' هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی باور لري چې، "پېښه یوازې برېښنالیکونو ته تر لاسرسي پورې محدوده وه" او په اړه یې د معلوماتو د کمېشنر دفتر یا (ایسياو) ته رپوت ورکړی دی.
بيبيسي د (ایسياو) دفتر نه هم په دې اړه غبرګون غوښتی دی.
د پوهنتون استادې سارا دي جونګ د معلوماتو دا افشا کېدا "حیرانوونکې" بللې. دا له بریتانوي ځواکونو سره د کار کړو افغانانو د لاسنيوي یوې خیریه ټولنې ته کار کوي او وايي، "وروستي څه چې دغه افغانان اړتیا ورته لري چې د بریتانویانو ژوند یې ژغورلی دی، هغه د دوی ډېرې اندېښنې دي چې خپل ځان او خپلو کورنیو ته یې لري."
دا د هغې پېښې دوام دی چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د هغو نږدې ۱۹۰۰۰ افغانانو شخصي معلومات په غلطۍ سره افشا شول چې (ارپ) پروګرام ته یې نوملیکنه کړې وه او غوښتل یې چې په بریتانیا کې مېشت شي.
په افشا شوو معلوماتو کې د خلکو نومونه، اړیکو شمېرې او د ځینو هغو کورنیو په هکله معلومات هم شامل وو چې د طالبانو له لوري د زیانمنېدو له احتمالي خطر سره مخامخ وو.
د بریتانیا مخکیني حکومت ته په ۲۰۲۳ کال کې هغه مهال دا مسئله معلومه شوه پر فېسبوک یې په اړه معلومات خپاره شول.
په تېره جولای میاشت کې د بريتانیا دفاع وزیر جان هیلې وویل چې دی "په ډاډ سره نه شي ویلای" چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو همکارو افغانانو اړوند معلوماتو د افشا کېدو له امله څوک وژل شوي او که نه.
د برېتانیا حکومت د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې یعني د معلوماتو د افشاکېدو په اړه له خبرېدو نهه میاشتې وروسته د افغان ژباړنو د بيا مېشتولو یو نوی پروګرام ترتیب کړ چې له مخې یې تر اوسه نږدې ۴۵۰۰ افغانان برېتانیا ته رسېدلي دي. تمه وه ټول ۶۹۰۰ افغانان برېتانیا ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې ځينو هغو افغانانو چې معلومات یې افشا شوي او په درېیمګړو هېوادونو کې پراته دي، اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته د ستنول کېدو له ګواښ سره مخ دي.