تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا دفاع وزیر 'نه شي ویلای' چې بريتانیا کې د افغانانو معلوماتو له افشا کېدو وروسته به څوک وژل شوي وي
- Author, روت کمرفورډ
د بريتانیا دفاع وزیر جان هیلې وايي، دی "په ډاډ سره نه شي ویلای" چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو همکارو افغانانو اړوند معلوماتو د افشا کېدو له امله څوک وژل شوي که نه.
خو ښاغلي هیلې بي بي سي ته وویل، دا "دا ډېره شونې نه برېښي" چې یوازې په نوملړ کې د نوم شتون دې اوسمهال چاته د طالبانو لخوا د په نښه کېدو ګواښ زیات کړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغو ۱۹۰۰۰ افغانانو شخصي معلومات افشا شوي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا ویزو ترلاسه کولو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
په افشا شویو معلوماتو کې د دې خلکو نومونه، اړیکو شمېرې او د ځینو کورنیو په هکله معلومات هم شامل وو، چې د طالبانو له لوري د زیانمنېدو له احتمالي خطر سره مخامخ وو.
د بریتانیا مخکیني حکومت ته په ۲۰۲۳ کال کې هغه مهال دا مسئله معلومه شوه پر فېسبوک یې په اړه معلومات خپاره شول.
پر دې موضوع د 'رسنیو' د راپور ور کولو د ممنوعیت قضايي حکم پرون سې شنبه لېرې شو.
ښاغلي هیلې بي بي سي ته وویل، د قضايي بندیز لېرې کېدل به اوس په دې تړاو" د رسنیو راپورونو او کره ارزونو" ته اجازه ور کړي
نوموړي زیاته کړه: " تاسو د قضايي ممنوعیت په شتون کې ډیموکراسي نه شئ لرلی."
د برېتانیا د محافظه کاره ګوند د حکومت پخواني دفاع وزیر سر بین والېس ویلي، کله چې د معلوماتو له افشا کېدو خبر شول، نو د څلور میاشتو قضايي ممنوعیت غوښتنه یې وکړه، خو د محکمې قاضي دا ممنوعیت اوږد کړ.
هغه د بي بي سي له ۴ چینل سره په خبرو کې وویل: "د هغه لومړیتوب د هغو خلکو خوندیتوب و چې ښايي له ګواښ سره مخامخ شوي وي، یا مخامخ شي."
د برېتانیا حکومت د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې یعنی د معلوماتو د افشاکېدو په اړه له خبرېدو نهه میاشتې وروسته، د افغان ژباړنو د بيا مېشتولو یو نوی پروګرام ترتیب کړ، چې له مخې یې تر اوسه نژدې ۴۵۰۰ افغانان برېتانیا ته رسېدلي دي. تمه وه ټول ۶۹۰۰ افغانان برېتانیا ته ولېږدول شي.
پرون سې شنبه د قضايي ممنوعیت حکم له لېرې کېدو سره سم د دغه پروګرام د تړل کېدو خبر هم ور کړل شو. پر دغه پروګرام تر اوسه ۴۰۰ میلیونه پاونډه لګښت راغلی او اټکل دی ټول لګښت یې ۸۵۰ میلیون پاونډو ته ورسېږي.
د برېتانیا په دارالعوام یا ولسي جرګه کې د سې شنبې پر ورځ په دې هکله د وینا پر مهال د دفاع وزیر جان هیلې له هغه کسانو ''د زړه له تله بخښنه'' وغوښته چې معلومات یې افشا شوي او زیاته یې کړه، هغه کس چې له امله یې معلومات افشا شوي، له دندې بدل شوی دی.
د برېتانیا د محافظه کار ګوند مشرې د خپل ګوند په استازیتوب بخښنه غوښتې ده.
د محافظه کاره ګوند پخواني مشر سر ایین ډنکن سمیت ویلي، پارلمان ته باید په دې اړه خبر ور کړل شوی وای.
هغه بي بي سي ته وویل: "پارلمان د دومره اوږدې مودې لپاره له پامه غورځول کېدای نه شي، موږ د خلکو پر وړاندې مسوولیت لرو چې دغسې یو څه و ارزوو."
د یوه افغان ژباړونکي لور، چې معلومات یې افشا شوي وو، بي بي سي ته ویلي، ټوله کورنۍ یې ډاره شوې ده:
"هیڅوک نه پوهېدل چې دا معلومات تر کوم ځایه رسېدلي دي. ښايي تر طالبانو رسېدلي وي."
هغې زیاته کړې، انا یې چې اوسمهال په افغانستان کې ده، په بشپړه توګه زیانمنېدونکې ده.