بریتانیا ته د افغانانو د بیولو بهیر نوملیکنه ځنډېدلې

د بريتانیا حکومت تېره شپه په یوه ناڅاپي اقدام کې دغه هېواد ته په شرایطو د برابرو افغانانو د لېږدوونکو پروګرامونو د نوملیکنې بهیر د ځنډولو اعلان کړی دی.

برتانیا دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دوه پروګرامونه لرل چې د ارپ (ARAP) په نامه پروګرام یې د هغو افغانانو لپاره ځانګړی شوی و چې په افغانستان کې یې له بریتانیايي ځواکونو سره کار کړی و او بل پروګرام یې د اې‌سي‌ارایس (ACRS) په نامه و چې په ترڅ کې یې بریتانیا ته هغه افغانان لېږدول کېدل چې په افغانستان کې یې د بريتانیا د دولت اړوند ادارو سره کار کړی و.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پرون د جولای په لومړۍ نېټه له کوم مخکیني خبرداري پرته یادو پروګرامونو ته د نوملیکنې بهیر د ځنډولو اعلان خبر ور کړی دی.

یاد وزارت ویلي، هغه افغانان چې په شرایطو برابر دي او د ۲۰۲۱ کال له اپرېل میاشتې یې د 'بریتانیا په وخت' تر پرون ماسپښین درې بجو پورې نوملیکنه کړې وي، قضیې یې ارزول کېږي او د منل کېدو په صورت کې به بریتانیا ته ولېږدول شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت سې شنبه د جون په لومړۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي، "باورمن یو چې ارپ پروګرام خپل هدف پوره کړی او نوي غوښتنلیکونه به ونه مني."

خو بريتانیايۍ ورځپاڼې ډیلي‌مېل ویلي، هغو کسانو چې له بريتانوي ځواکونو سره د کار کولو له امله یې له بریتانیا د ملاتړ هیله لرله، اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت غچ اخیستو ته پاتې شول.

ورځپاڼې ته د رفیع هوتک په نامه د بریتانیايي ځواکونو یوه پخواني افغان ژباړن ویلي، "د ارپ پروګرام په ناڅاپي ځنډېدو یې ټکان خوړلی دی. پتېیل شوې وه دغه پروګرام له هغو افغانانو سره د بریتانیا د اخلاقي ژمنې څرګندوی واوسي چې په افغانستان کې یې ور سره اوږه په اوږه کار کړی، ډېرو یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و، خو اوس له مرګ او ربړونو سره مخامخ دي."

د حکومت دا پرېکړه به له ناقانونه لارو بریتانیا ته د افغانانو کډوالي ډېره کړي

د افغان کډوالو ملاتړو بنسټونو بریتانیا ته په شرایطو د برابرو افغانانو د لېږدولو پروګرامونو پر ځنډولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بریټانیا د حکومت دا پرېکړه د زرګونو زیانمنېدونکو افغانانو پر وړاندې د "ژغورونکې لارې" تړلو په معنا ده.

د کډوالو د یوې خیریه موسسې مشر ګونش کلکان ویلي، دا پرېکړه به هغه ماشومان او کورنۍ له ګواښوونکي حالت سره مخامخ کړي چې موږ یې ملاتړ کوو او د ژغورنې بله هیله نه لري: "د خوندي لارو د تړلو پر ځای، حکومت باید د افغانانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب لپاره ډېرې لارې پرانيځي."

ښاغلي کلکان ویلي، د بریتانیا حکومت له یوې خوا له قانوني لارو بریتانیا ته د افغانانو د بهیر ځنډولو خبر ور کړی او له بلې خوا غواړي د انګرېز تنګي له لاري د ناقانانونه کډوالو د ورتلو مخه هم ونیسي.

د ښاغلي کلکان په باور، دا چې د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته اوښتونکو کډوالو په ډله کې افغانان تر نورو ملتونو ډېر دي، نو د حکومت وروستۍ پرېکړه به د دې لامل شي چې لا ډېر افغانان له ناقانونه لارو بريتانیا ته د رسېدو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اپرېل راهیسې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې تر وروستیو یوازې د ارپ پروګرام له لارې برتانیا ته څه باندې ۲۱ افغانان لېږدول شوي دي.

د بریتانیايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اې‌سي‌ار‌ایس پروګرام له پیله تر اوسه بریتانیا ته څه کم ۱۳ زره افغانان لېږدول شوي چې نیمايي ماشومان او څلورمه برخه یې ښځې دي.