تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه افغان 'پاکستان کې نیول شوی' چې نوم یې د بریتانیا دفاع وزارت لخوا په تېروتنه افشا شویو اسنادو کې شامل و
یو افغان سړی چې شخصي مالومات یې په تېروتنه د بریتانیا دفاع وزارت خپاره کړي وو، د کورنۍ له څو غړو سره یو ځای په پاکستان کې نیول شوی او زوی یې بي بي سي ته وویل، کېدای شي افغانستان ته واستول شي.
بيبيسي داسې اسناد تر لاسه کړي، چې ښيي دغه سړي د افغان ځانګړو ځواکونو په هغه ډله کې چې د "ټریپلز" په نامه هم یادېدل له بریتانوي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې.
دغه کس په داسې حال کې د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دی، چې پاکستان د هغو کسانو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکوي چې دوی یې "ناقانونه بهرني اتباع" بولي.
د دغه افغان سړي زوی وايي، د دوی قضیه په ځانګړي ډول بېړنۍ ده، ځکه که افغانستان ته واستول شي، نو په وینا یې کېدای شي پلار یې هلته له بریتانوي ځواکونو سره د کار کولو له امله ووژل شي.
د طالبانو حکومت وايي، ټول افغانان کولای شي "په هېواد کې له وېرې پرته ژوند وکړي"، خو د ملګرو ملتونو یوه راپور، چې تېره میاشت "هېڅ خوندي ځای نشته" تر سرلیک لاندې خپور شو، د عمومي بخښنې په اړه شکونه راپورته کړل.
دغه سړي او د هغه کورنۍ په پیل کې په بریتانیا کې د افغانانو بیا مېشتیدنې او مرستې پالیسۍ پروګرام ته غوښتنلیک استولې و، ځکه دا پروګرام د هغو افغانانو د ځای پر ځای کېدو او ساتنې لپاره جوړ شوی و، چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱م کال مخکې له بریتانیوي ځواکونو سره کار کړی و.
دا کورنۍ په پاکستان کې د غوښتنلیک په اړه وروستۍ پرېکړې ته منتظره وه.
ویل کېږي، پروسږ کال یې د بریتانیا دفاع وزارت له بریتانیوي ځواکونو سره همکاري تائید کړې وه، خو اوس پاکستاني چارواکي دوی نیولي دي.
د یاد سړي زوی، ریان، چې د خوندیتوب لپاره په مستعار نامه یادېږي، بيبيسي ته وویل، کله چې پولیس د دوی د نیولو لپاره هوټل ته ورغلل، نو هغه له خپلې مېرمنې او ماشوم زوی سره په پلازمېنه اسلام آباد کې د هوټل په تشناب کې پټ شول.
د هغه د کورنۍ ځینې غړي لا وار دمخه توقیف کمپ ته وړل شوي وو:
"زما د کورنۍ ځینې غړي ماشومان دي، تر ټولو کوچنی یې اته میاشتنی دی. موږ له پولیسو د هغوی د خوشي کېدوغوښتنه وکړه."
ریان زیاته کړه، د هغه ورور له کمپه ټلیفون ور ته وکړ او ور ته یې وویل، چارواکو دوی ته له پاکستانه د شړلو خبر ورکړی.
ریان وايي:
"ورور مې را ته وویل، دوی له شاوخوا ۹۰ نورو کسانو سره په یوه خونه کې ساتل کېږي او بیا یې د نوم له مخې سره جلا کوي. ډېر وېره لرم، چې پلار او د کورنۍ غړي به مې په ناڅاپي ډول افغانستان ته وشړل شي."
ریان زیاتوي، تر هغه وخته، چې کورنۍ یې د ۲۰۲۴م کال په اکتوبرکې بایومیټریک کېدل، دوی ټول په پاکستان کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کاوه. خو دوی لا هم انتظارکوي.
ریان وايي: "موږ له وضاحت پرته انتظار کوو، ځکه دوی را ته د انتظار ویلي دي، خو اوس اوبه تر ورخ تېري دي."
د بریتانیا دفاع وزارت ویاند وايي، د انفرادي قضیو په اړه خبرې نه کوي، خو په عمومي ډول یې زیاته کړه: "موږ په بشپړ ډول ژمن یو چې پر شرایطو برابر ټول افغانان به په بریتانیا کې ځای پر ځای کړو."
د دغې کورنۍ شخصي مالومات هم د نژدې ۱۹زره هغو افغانانو په څېر، چې په بریتانیا کې د بیامېشتیدوغوښتنه یې کړې وه، د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې د بریتانیا دفاع وزارت د یو کار کوونکي لخوا په تېروتنه افشا شوي وو.
ریان وېره لري، چې پولیس به هغه، مېرمن یې او د دوی ماشوم نیولو په موخه بیا پرې چاپه ووهي. نوموړي په اسلام آباد کې د بریتانیا له استازولۍ غواړې، چې د خوندیتوب په موخه یې بل هوټل ته واستوي.
کالوین بیلي، د کارګر ګوند یو استازی، چې د افغان درې ګوني ډلې (ار اې ایف) د قوماندان په توګه یې په افغانستان کې کار کړی، بيبيسي ته وویل، وضعیت "ډېر خواشینونکی" دی.
نوموړي زیاته کړې، د ریان پلار د "هغو کسانو له ډلې یو دی، چې موږ باید ورسره مرسته وکړو او د دوی خوندیتوب زموږ مسؤلیت دی."
بیلي وايي، که څه هم دا تل عامه چاره نه وي، خو هیله لري حکومت او د بریتانیا عالي کمېشنرۍ د پردې تر شا د دغې کورنۍ د خلاصون بهیر روان کړی وي.
پاکستان د افغان کډوالو د منلو اوږده مخینه لري، خو حکومت یې مخکې ویلي و نورو هېوادونو ته د افغانانو د لېږدولو اوږدې مودې دوی هم نهیلي کړي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر، طلال چودري، بيبيسي ته وویل: "باید له بریتانیوي چارواکو وپوښتل شي، چې ولې د افغانانو د بیا مېشتیدنې بهیر ځنډوي."
هغه وويل: "کلونه تېر شوي، تاسو واقعآ فکرکوئ، چې بریتانیوي چارواکي به هم له هغو پاکستاني اتباعو سره په بریتانیا کې نرم چلند وکړي، چې هلته د اوږدې موده لپاره پاتې کېږي؟"
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر راهیسې، هغه کال چې پاکستان له دغه هېواده د "ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنېدو پلان" پیل کړي ۱،۱۵۹،۸۱۲ کسان افغانستان ته راستانه کړي دي.
پاکستاني حکومت ویلي، پالیسي یې د ټولو ناقانوني بهرنیو اتباعو لپاره یو شان عملي کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، شاوخوا درې میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي - په شمول د شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ هغو کسانو چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یاد هېواد ته تللي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د یاد شمېر افغان کډوالو له ډلې نیمایي یې بې اسناده دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستانه غوښتي "چې افغانستان ته د کډوالو ستنیدو بهیر باید د هغوی په خوښه، خوندي او باعزته ډول عملي شي."