تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان همکارانو د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د برېتانیا د دفاع وزارت لوړپوړی ملکي چارواکی ګوښه کېږي
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، د دغه وزارت یو لوړپوړی ملکي چارواکي پر ځای به د افغانانو اړوند معلوماتو افشا کېدو موضوع له کبله بل څوک ګومارل کېږي.
په بریتانیا کې د سري یا پټو دولتي معلوماتو افشا کېدو دا پېښه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو زیاته بې سارې او د حکومت لپاره د شرم وړ بلل کېږي.
د معلوماتو دا رسوايي د څو میاشتو لپاره پټه ساتل شوې وه، ځکه د بریتانوي څارګرو ادارو همکارانو، پوځي همکارانو او زیانمننکو افغانانو نومومه په کې وو او له همدې امله یې یوې ځانګړې محکمې د پټ ساتلو حکم ورکړی و.
د افشا کېدنې دغه پېښه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې وروسته له هغه وشوه کله چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو (UKSF) په مرکزي دفتر کې یو کارکوونکي په ناپامۍ کې له حکومته بهر یو کس ته یو داسې برېښنالیک واستاوه چې د بریتانیا افغان بیامېشتېدنې پروګرام د هر غوښتونکي شخصي معلومات په کې وو چې ټولټال نږدې ۱۹ زره کسان دي.
دا معلومات بریتانیا کې یو مېشت افغان ته استول شوي وو او هغه بیا د افغانستان خلکو په ګډون نورو ته ولېږدول. وروسته بیا افغانستان کې یو کس په بریتانیا کې د بیامېشتېدنې د غوښتنلیک له ردېدو وروسته، د دغو معلوماتو یوه برخه پر فېسبوک خپره کړه.
اوس د بریتانیا دفاع وزارت منلې چې د دغې ادارې یو لوړ پوړی ملکي چاروکی له دندې لېرې کېږي.
په دغه افشا شوي دوسیه کې د بریتانیا د څه باندې ۱۰۰ چارواکو پیژندګلوي هم شامله وه چې ځینې یې داېم ای ۶ جاسوسې ادارې غړي او د ځانګړو ځواکونو سرتېري وو. دوی د افغان پناه غوښتونکو سره د اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې وه.
وېلیمز د افشا پر مهال د دفاع وزارت تر ټولو لوړ پوړی ملکي چارواکی و.
یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې عموما د دولتي ادارو دایمي سکرتران شاوخوا پنځه کاله دنده پرمخ وړي او ویلیمز له ۲۰۲۱م کال دا دنده پیل کړې.
افغانان د بریتانیا د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د خپلوانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
برېتانیا هغو زرګونو افغانانو ته چې معلومات یې افشا شوي، 'تاوان نه ور کوي'
حکومت د دفاع وزارت د دایمي سکرتر بست اعلان کړی او دغې نوې دندې لپاره یې له حکومته بهر کانديدان هم وربللي دي، تر څو د بریالي، لوړ هدف لرونکي کسانو پام ځان ته ور واړوي. دوی غواړي داسې کسان راجلب کړي چې د سوداګرۍ ښه تجربه ولري، د لويو ادارو د اصلاح، تدارکاتو، لويې بودیجې او اغېزمنتیا په برخه کې مهارتونه ولري.
د دفاع وزارت ویاند ویلي: "له ۲۰۲۱م راهیسې ډیوېډ د وزارت ډېر مهم ماموریتونه کړي او موږ یې له خدمتونو مننه کوو."
د کارګر ګوند غړي او د پارلمان د دفاعي کمېټې رئیس تنمانجیت سېنګ دیسي په دې هکله، وویل: "سره له دې چې د پټو معلوماتو رسوايي جدي مسئله ده خو د ښاغلي وېلیمز خدمتونه هم د ستایلو دي."
هغه زیاته کړه: "زموږ کمېټه د پلټنو پر مهال په قیضه کې د داخلو ټولو کسانو او سندونه په اړه پلټنه کوي. زموږ کمېټه به دا موضوع ژوره وڅېړي او معلومه به کړي چې دا ډول او څنګه پېښ شول."
هغه زیاته کړه: "دا حقیقت دی چې دغه سرغړونې زمونږ زړورو بریتانوي خدمتي پرسونل او هغه افغان همکارانو چې په زړورتیا یې د دوی ملاتړ کړی، دواړه په خطر کې اچولي دي. ډېره ټکان ورکوونکي ده."