د بریتانیا څارګرې ادارې او ځانګړو هوايي ځواکونو لپاره د افغانانو د معلوماتو افشا کېدل څومره بد او خطرناک دي؟

    • Author, فرنک ګارډنر
    • دنده, امنیتي خبریال

داسې برېښي چې د افغانانو د معلوماتو افشا کېدل خورا بده پېښه ده. ویل کېدای شي له هغه وخته چې پخواني اېم‌ای۶ افسر ریچرډ ټاملینسن په ۱۹۹۹ کال کې یاغي شو او انلاین یې د دغه سازمان لسګونه افسران افشا کړل، دا د برېتانیا د حکومت د پټو نومونو تر ټولو بده افشاګري ده.

د اېم‌ای۶ (پټو استخباراتو خدمت) د یوه مامور لپاره دا چې نوم او شخصي معلومات ‌یې ډاګیز خپاره شي، ټول مسلکي ژوند ‌یې له ګواښ سره مخامخېدلی شي.

خو دا هم ویل کېږي چې نومونه بدلېدای شي، یا جعل او پټېدای شي.

خو هغه څه چې بدلېدای نه شي، بایومېټریک معلومات دي - هغه څه چې د څارګرۍ ضد چارو کې ورځ تر بلې ډېر کارېږي چې جاسوسان وپېژندل شي او ونیول شي - او تر اوسه هېڅ داسې نښې نشته چې دا ډول معلومات د برېتانوي افسرانو په اړه هم افشا شوي وي.

د ځانګړو او ډېر پټو ځواکونو، لکه د ځانګړو هوايي ځواکونو(ساس) اود بېړۍ‌ خدمتونو د ځانګړي ځواک (اېس‌بي‌اېس) اوسنیو او پخوانیو غړو لپاره، د دې ډول معلوماتو افشا کېدل په نظري توګه هغوی د ژوند له ګواښ سره مخامخولی شي.

دا ځکه چې ځینې ‌یې ښايي په پټو او وژونکو عملیاتو کې برخه اخیستې وي، چې امکان لري د خلکو د وژل کېدو یا نیول کېدو لامل شوي وي. خو د دې افشا له امله د هغو بريتانوي ځانګړو ځواکونو د غړو فزیکي خطر، چې نومونه‌ یې په افشا شوې (توکبنسټ) یا ډیټابیس کې شامل وو، لږ ارزول شوی دی.

خو تر ټولو ستر خطر لا هم هغو افغانانو ته متوجه دی چې لا هم په افغانستان کې دي.

دا پرمختګ چې د زرګونو افشا شویو افغانانو نومونو او شخصي معلوماتو سربېره د ۱۰۰ یا ډېرو بريتانوي کارکوونکو نومونه هم شامل دي، بې له شکه یوه ټکان ورکوونکې خبره ده.

خو دا "غیرمجاز معلوماتي افشا" لا له وړاندې، د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې - که څه هم ناوخته - کشف شوې وه.

له همدې امله، د بریتانیا استخباراتي او ځانګړو ځواکونو ادارو ته نژدې دوه کاله وخت ورکړل شوی چې د دې ناورین د کمولو لپاره لارې پیدا کړي او هغه ډول خوندیتوب تدابیر ونیسي چې هم افغانان او هم هغه بريتانویان خوندي وساتل شي چې نومونه ‌یې په دې افشا شوې ډیټابیس کې راغلي دي.

په هغو بدترینو سناریوګانو کې چې اېم‌ای۶ به ‌یې په ځانګړې توګه ارزونه کړې وي، دا هم شاملېږي چې ښایي اوس روسیه، چین، ایران، یا ان شمالي کوریا ته دا افشا شوي نومونه رسېدلي وي.

دا یو منطقي اټکل دی چې د طالبانو استخباراتي شبکه ښايي له هغو برېتانوي سرتېرو یا جاسوسانو سره چندان علاقه ونه لري چې له ډېرې مودې راهیسې له افغانستانه وتلي دي. خو دوی دومره هوښیار دي چې پوه شي دا معلومات به د چا لپاره ارزښت ولري: د بریتانیا نړیوالو دوښمنانو لپاره.

اوس مهال، هغه کسان چې له ټولو ډېر خطر سره مخ دي، شاوخوا ۶۰۰ پخواني افغان دولتي سرتېري او د هغوی شاوخوا ۱٬۸۰۰ خپلوان دي چې لا هم په افغانستان کې دي.

هر ډول لاره چې دوی ته د وتلو لپاره وړاندیز شوې وه، ښايي اوس له ګواښ سره مخ شوې وي او د دې کیسې په اړه ډاګیزېدنې به په طبیعي توګه د طالبانو ځینې ډېر افراطي غړي بېرته هڅولي وي چې د لېست پر بنسټ د خلکو لټون پیل کړي او د هغو کسانو پر ضد، چې د طالبانو په باور له دوی سره یې د شلو کلونو په درشل کې چې طالبان له واکه لیرې وو، خیانت کړی، "مناسب غچ" واخلي.