ایلون مسک ولې د ټوېټر میزونه، څوکۍ او د موسیقۍ الې لیلاموي؟

نیجر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ټویټر څېښتن ایلون مسک وروسته له هغه چې د ټویټر نښان یې د ایکس(X) بڼې ته بدل کړ، اوس د خپل ټویټر د دفتر زوړ نښان او نور توکي لیلاموي.

نوموړي ۵۸۴ توکي لیلام ته ايښي چې په دې کې کافي میزونه، فرنیچر او انځورونه شامل دي.

یادو وسایلو کې د موسیقۍ اړوند توکي هم شامل دي.

له تېر کال راهیسې چې ښاغلي مسک د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ټویټر پېرلی، د لګښتونو کمولو په هڅه کې دی او په دې لړ کې یې په شرکت کې زرګونه دندې کمې کړې دي.

د لیلام کیدونکو توکو نوملړ کې ویل شوي: "مرغۍ ډوله نښان لا هم د ودانۍ په یوه اړخ کې بند دی. پېردونکی د سانفرانسیسکو جواز لرونکي شرکت رامنځ ته کولو ته اړ دی."

تېره میاشت د سان فرانسیسکو چارواکو له بېلابېلو ځایونو د ټویټر نښان لرې کولو هڅې په موقتي ډول درولې وې.

د ټویټر لخوا خپاره شوي دوه انځورونه هم لیلام ته وړاندې کېږي.

نیجر

د عکس سرچینه، HERITAGE GLOBAL PARTNERS

لومړی انځور د ۲۰۱۴ کال د جایزو په غوڼده کې د اداکارې ایلن ډیجینریس سیلفي ده چې نور ستوري هم ورسره دي.

دویم انځور د هغه وخت دی، چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د دویم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ولسمشر په توګه یې ټویټ وکړ.

دا ټویټ هغه مهال تر ټولو ډېر خوښ کړلی شوی و. دا لیلام د سپټمبر په ۱۲مه پیل کېږي او دوه ورځې به دوام ولري.

ایلون مسک ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالرو اخیستی. ده د لګښتونو د کمولو لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړل او اوس یې خبره ان تر لیلامه ورسېده.

د دې کال په پیل کې هم ټویټر د خپل سان فرانسیسکو له مرکزي دفتر څخه سلګونه توکي لیلام کړل.

د هغه دفتر د مرغۍ نښان تر ټولو په لوړه بیه (۱۰۰،۰۰۰ ډالرو) وپلورل شو.

تیره میاشت یاد شرکت د نیلي رنګې مرغۍ نښان له خپل برانډ څخه لیرې کړ او په ځای یې د ایکس'X' په ډول تور او سپین نښان ولګاوه.