د افغان ملي لوبډلې مشهور مینه وال رضا خان کاکا مړینې ته غبرګونونه څه دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشهور او یو مشر مینه وال رضا خان چې د کرېکټ په کاکا هم مشهور و، د چارشنبې په ورځ ومړ. هغه له څو ورځو راهیسې د کابل په یوه روغتون کې بستر و. رضا خان کاکا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبو پر مهال په کور دننه او بهر د لوبډلې ملاتړ کاوه او سفرونه یې ورسره کول.

د رضا خان کاکا مړینې ته افغان کرېکټ بورډ او د ملي لوبډلې لوبغاړو، روزنکو او مینه والو غبرګونونه ښوولي دي.

افغان کرېکټ بورډ لیکلي: "له شک پرته، رضاخان کاکا به تل پر نړیوالو لوبغالو او د هېواد دننه افغان اتلان هڅول او په هر حالت کې به یې د دوی ملاتړ کاوه چې ټولو کارکوونکو او لوبغاړو هم ورسره ځانګړې مینه درلوده او درناوی به یې کاوه."

افغان کرېکټ بورډ زیاتوي، "رضاخان کاکا به تل زموږ په زړونو او فکرونو کې وي."

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو حشمت شهیدي، محمد نبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، رحمن الله ګوربز، افتاب عالم د ملي لوبډلې روزنکو ریس احمدزي، نوروز منګل او پخوانیو مشرانو او لوبغاړو د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

"وړکیو ته ووایه مورال له لاسه ور نه کړي"

د کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان لیکلي، "د لوبډلې د بریا پر مهال به هغه لومړنى کس و چې کرېکټ بورډ ته به راغی او مبارکي به یې راکوله، د ماتو پر وخت به یې ډاډ راکاوه. هغه جمله مې اوس هم ذهن کې ګرځي چې ویل به یې وړکیو ته زنګ ووهه چې مورال دې له لاسه نه ورکوي. لوبو کې ګټل او بایلل شته."

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

رضا خان کاکا به د لوبې پر مهال له ډېر عمر سره سره تر ډېره د ستړیا احساس نه کاوه، په لوبغالي کې به ګرځېده او د لوبغاړو د هڅونې لپاره به يې د افغانستان ملي بیرغ رپاوه او نندارچيان به یې د لوبغاړو تشویق ته هڅول.

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد لیکلي، "کرېکټ له دې ملاتړي غږه بې برخې شو. رضا خان کاکا څو ورځې د ناروغۍ پر بستر پروت وو او بالاخره د ژوندیو له کاروانه بېل شو."

دغه راز د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې روزونکي محمد بشیر تره کي او ازادو مبارزو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک هم د رضا خان کاکا پر مړینه، خپل د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي. احمد ولي هوتک لیکلي: "د افغانستان کرېکټ هغه مینه وال وفات شوی، چې په هر میدان به د خپلو لوبغاړو د تشویق لپاره بیرغ په لاس ولاړ و."

رضا خان کاکا د پکتیا ولایت، څکمنیو ولسوالۍ، نرګسي کلي کې زېږېدلی و او جنازه یې هم هملته خاورو ته سپارل کېږي.