امریکا له اوکرايين سره بېرته مرستې پیل کړې او روسیه پر هغه ۳۰ ورځني اوربند غور کوي چې اوکرايين منلی

د عکس سرچینه، Reuters
په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکرايين تر منځ د مذاکراتو او په ترڅ کې یې د اوکرايين له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له منلو وروسته امریکا له اوکرايين سره استخباراتي او امنیتي مرستې بېرته پیل کړې دي.
کریملېن وايي، تر هغه چې د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات ور نه کړل شي، دوی د امریکا له لوري د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.
د کریملېن ویاند دیمېتري پیسکوف په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال همدا راز د ولادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ تر منځ د ټلیفوني خبرو امکان رد کړ او د امریکا له لوري د وړاندیز شوي اوربند په اړه یې وویل چې له وخته مخکې نظر نه څرګندوي او ګواکې د "بشپړو معلوماتو" ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د عکس سرچینه، Reuters
"اوس په ډګر کې توپ له روسیې سره دی"
د یادولو ده چې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې په دغو خبرو کې د امریکا استازیتوب کوي، ویلي وو چې د اوکرايين تر منلو وروسته د اوربند وړاندیز د روسیې په مخ کې ږدي او په وینا یې، "اوس د لوبې په ډګر کې توپ له روسیې سره دی."
په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکرايين تر منځ د تېرې ورځې تر مذاکراتو وروسته اوکرايين ویلي چې له روسیې سره د امریکا له لوري د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند منلو ته چمتو دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي ویلي چې اوس د امریکا کار دی چې څنګه روسیه د دغه "مثبت وړاندیز" منلو ته رضا کوي.
د اوکرايين د ولسمشر ولودیمير زېلینسکي د دفتر مرستیال پاولو پالیسا چې د جدې په خبرو اترو کې یې برخه اخیستې وه، وايي د امریکا پوځي مرستې اوکرایین ته بیا پیل شوې دي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، "زه تائیدوم چې د امریکا له خوا امنیتي مرستې بیرته پیل شوې دي. د تړونونو پلي کېدل پیل شوي. جګړه دوام لري!".

د عکس سرچینه، Reuters
په سعودي کې له اوږدو خبرو اترو وروسته، د امریکا او اوکرایین پلاوي په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې کیېف د واشنګټن د سملاستي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی دی، اوس دا د مسکو په هوکړه پورې تړاو لري.
دوې اوونۍ وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د اوکرایین د ولسمشر او ډونلډ ټرمپ تر منځ ناندرۍ په ظاهرا د اوکرایین پوځ ته د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د ځنډېدو لامل شوې وې.
د اوکرايين ولسمشر د دې ۳۰ ورځني اوربند لپاره د خپل هېواد چمتووالي ته په ځواب کې وویل، اوکرایین چمتو دی چې خپل ځمکني، هوايي او سمندري عملیات ودروي، او د هغه په اند د جدې د خبرو اترو پایله "مثبته وه" او دا چې اوس دا موضوع "په امریکا پورې اړه لري چې روسیه د اوربند منلو ته قانع کړي".
ښاغلي زېلینسکي، په یوه ویډیو بیان کې وویل، له امریکا سره د اوکراییني پلاوي د خبرو اترو یوه له مهمو برخو د اوکرایین پوځ ته د واشنګټن د استخباراتي مرستو بیا پیلول وو، چې د ده په وينا بیا پیل شوې دي.
ښاغلي زېلینسکي ټینګار وکړ چې "اوکرایین د سولې لپاره چمتو دی... روسیه باید اوس د جګړې د بندولو یا دوام ورکولو لپاره خپله اراده وښيي." د حقیقت د بشپړ څرګندېدو وخت رارسېدلی دی. زه له هر هغه چا مننه کوم چې له اوکرایین سره مرسته کوي."
د اوکرایین ولسمشر زېلینسکي، چې سعودي عرب ته سفر کړی، دا هم ویلي چې په دې خبرو اترو کې د ګډون پلان نلري او د دې سفر په جریان کې یې موخه د لوړ پوړو سعودي چارواکو سره لیدل وو.
سعودي کې د امریکا-اوکرايين د سولې خبرې پيل شوي، پر مسکو د ډرون "پراخ بریدونه" شوي

د عکس سرچینه، ANDRIY YERMAK/X
په داسې حال کې چې پر روسۍ پلازمېنه مسکو د اوکرايين ډرون الوتکو پراخ بریدونه شوي دي، د اوکرايين د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سعودي عربستان کې یې له امریکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې روانې دي.
په دغو مذاکراتو کې د اوکرايين په استازیتوب د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د دفتر مشر اندري یرمک او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون کوي.
او په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د دغه هېواد سفیر سټیو ویټکوف برخه لري.
د اوکرايين جګړې ته د پای موندلو په هڅه کې دا خبرې داسې مهال روانې دي چې هلته د روسیې ځايي چارواکو ویلي، په پلازمېنه مسکو او څېرمه سيمو کې د شپې د بې پيلوټه الوتکو "پراخ بریدونه" شوي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د مسکو والي اندرې ووروبیف ویلي چې وژل شوي او ژوبل دواړه ملکیان دي او په وینا یې، په بریدونو کې د یوې هستوګنیزې ودانۍ اووو اپارتمانونو ته تاوان رسېدلی دی.
هغه پر خواله رسنۍ د هغو ودانیو او سوځېدلو ګاډو عکسونه خپاره کړي چې په دغو بریدونو کې زیانمن شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې د ښار پر لور ور روانې ۷۳ ډرون الوتکې یې غورځولې دي چې د هغو غورځېدو هم د یوه کور بام زیانمن کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت هم د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې تېره شپه یې په پلازمېنه مسکو او د دغه هېواد په نهو نورو سیمو کې ټولټال ۳۳۷ اوکرايينۍ ډرون الوتکې یا له منځه وړې دي او یا یې د هغوی د برید مخه نیولې ده.
اوکرايين تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.
سعودي کې د امریکا او اوکراييني چارواکو تر منځ غونډه تر هغه وروسته کېږي چې په سپينه ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ او ولودیمیر زيلېنسکي تر منځ لفظي شخړه وشوه.
تر دغو بریدونو وروسته په سیمه کې د اورګاډو چلښت درول شوی او د مسکو هوايي ډګرونو کې الوتنې هم ځنډول شوې دي.
دا په ۲۰۲۲ کې د اوکرايين د جګړې له پیل راهیسې پر روسیې تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.
د یادولو ده چې پرون (کب ۲۰مه/مارچ ۱۰مه) د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو د یوه اوکراییني چارواکي له قوله رپوټ ورکړی و چې د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د خبرو لپاره جدې ښار ته رسېدلی دی.
د رپوټونو له مخې، هغه به نن سې شنبه د اوکرایین او امریکايي پلاويو ترمنځ خبرو کې ګډون ونه کړي.












