د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي زرګونه پلویان یې 'برمته' شوي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ادعا کړي چې حکومت یې زرګونه کسان په دې موخه برمته کړي چې په زور ورڅخه د تحریک انصاف ضد بیانونه ثبت کړي.

تحریک انصاف په یوه خبرپاڼه کې چې د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپره کړي ادعا کړي چې له لاریونونو وروسته دا مهال د دوی له ۷۰۰۰ ډېر پلویان پرته له دې چې محکمې ته وړاندې شي، په بنديخانو کې ساتل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قانون له مخې څوک محکمې ته له حاضریدو پرته له ۲۴ ساعتونو ډېر په بندخونو کې نشي ساتل کېدای.

تحریک انصاف ګوند د قانون دغې مادې ته په اشارې ادعا کړي چې امنیتي ادارو د قانون خلاف د دوی "سلګونه پلویان وهلي ټکولي هم دي."

د پاکستان دغه لوی ګوند چې دا مهال د واکمنو چارواکو او پاکستان کې د پوځ خلاف سختې نیوکې هم کوي، ادعا لري چې "دا کسان په سوله ییزو لاریونونو کې د ګډون په تور ځکه نیول کیږي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو خلاف ترې په زور د درواغو اعترافونه واخېستل شي."

په همدې مهال د پاکستان تحریک انصاف څو داسې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې په کې د ځينو کم عمره کسانو د نیولو ادعا کېږي.

بل خوا د دغې ګوند پلویانو چې تازه یې مشر 'عمران خان' د محکمې په حکم له سختې نیونې ازاد شوی، په ټولنیزو رسنیو د "قانون وژغورئ-پاکستان وژغورئ" پّه نوم کمپاین هم پیل کړی دی.

پاکستان کې حکومت د تحریک انصاف ګوند دغو ادعاوو ته په ځواب کې ویلي چې دوی د هغو خلکو د نیولو چټک ګامونه اخیستي چې په لاریونونو کې یې تاوتریخوالی کړی او یا یې دولتي بنسټونو ته زیان رسولی دی.

د پاکستان پوځ د هغو کسانو پر وړاندې هم د جدي اقداماتو غوښتنه کړي چې د مې په نهمه د عمران خان له نیولو وروسته یې پر پوځي تاسیساتو په ځانګړي ډول جي اېچ کیو باندې حمله کړې وه.

حکومت د ځینو داسې کسانو تصویرونه هم خپاره کړي او له خلکو یې د نیولو په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې.

د تحریک انصاف یو مشر فواد چودري څنګه له پولیسو د تښتې هڅه وکړه؟

پاکستان کې د تحریک انصاف او حکومتي ایتلاف تر منځ له ژوورو اختلافونو سره تحریک انصاف ګوند ادعا کړي چې حکومت یې ان څو مشران د محکمې له برات سره سره نیولي دي.

دوی په یوه تازه خبر کې ویلي چې حکومتي ځواکونو ډاکټره شیرین مزاري او سناتوره فلک ناز چترالي له خلاصیدو سملاسي وروسته بیا نامعلوم ځای ته بیول شوې دي.

په یوه بله ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شوې ښکاري چې د تحریک انصاف ګوند یو مشر او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر فواد چودري هم د پولیسو له ډاره خپل موټر پرېږدي او تښتي.

تحریک انصاف ویلي پولیسو هڅه کوله چې د محکمې له برات وروسته دی بیا ونیسي خو د دوی په وینا " فواد چودري په ښه وخت دغې پلان ته متوجې شو" ده دغې تېښتې وروسته بېرته د محکمې انګړ ته پناه یوړه.

دی له دې مخکې هم نیول شوی و خو محکمې یې د خوشې کیدو امر کړی و.