تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کېدل غیر قانوني وبلل
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیول کېدل ناقانونه وبلل او د سملاسي خوشي کولو امر یې وکړ.
نوموړی د سې شنبې پر ورځ د مالي فساد په تور نیول شوی و او له هغه وروسته د ښاغلي خان او پاکستاني پوځ تر منځ تاو تریخوالی ډېر شو.
د تحریک انصاف ګوند وکیلانو سترې محکمې ته د ښاغلي خان د نیول کېدو پر ضد عریضه کړې وه.
د عمران خان له نیول کېدو وروسته پاکستان کې په پراخه کچه احتجاجونه وشول، چې د رپوټونو له مخې لږ تر لږه لس کسان پکې ووژل شول او تر ۲۰۰۰ پورې نور نیول شوي دي.
وړاندې د سترې محکمې مشر حکم کړی و چې نوموړی دې یوه ساعت کې محکمې ته حاضر کړل شي.
په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې عمران خان سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي. اپوزیسیون مشر چې د تېر اپریل کې د باور رایو په ترلاسه کولو کې له پاتې راتلو وروسته له واکه ګوښه شو، محکمې ته د پاکستاني قاضي القضات په امر وړاندې کړل شو.
دا لومړی ځل دی چې له نیولو وروسته یې د ښاغلي خان ويډیو خپرېږي.
کله چې ښاغلی خان په سختو امنیتي تدبیرونو کې محکمې ته وړاندې شو، د دریو قاضیانو منصفه پلاوي نوموړي ته وویل، چې پر سې شنبه د یوې محکمې له ودانۍ د ده نیولو چاره غیر قانوني وه.
د یادونې ده، چې ښاغلی خان د ضمانت ترلاسه کولو لپاره پر سې شنبه محکمې ته ورغلی و، چې د نیمه پوځي ځواک یا رېنجرز لخوا ونیول شو.
ښاغلي خان د محکمې پر وړاندې وویل، د سې شنبې پر ورځ د عالي محکمې له ودانۍ تښتول شوی و، په کوتکو وهل شوی. قاضیانو د نوموړي خبرو کې څو ځله هغه ته یادونه وکړه، چې له نورو سره د ده پرتله هم زیات ناوړه چلند شوی.
د امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه د ښاغلي خان لخوا د لګول شویو تورونو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند وايي، د ښاغلي خان خلاف د فساد تورونه سیاسي انګېزه لري. په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته د نوموړي پلویانو پراخ احتجاجونه وکړل او نامعلومو کسانو پاکستان کې په کمساري ډول پر پوځي او دولتي املاکو او ګاډو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو مخکیني وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د تحریک انصاف ګوند مشرتابه اووه نور کسان هم نیول شوي دي. د ښاغلي قریشي په هکله پولیس وايي، تاوتریخوالي ته یې خلک لمسولي، خو نوموړی پر ځای لګېدلي تورونه ردوي.
ښاغلی خان له سې شنبې راهیسې د پلازمېنې اسلام اباد هغه پولیس مېلمستون کې ساتل کېږي، چې د چهارشنبې پر ورځ په محکمه بدل شو او یوه قاضي همالته ښاغلی خان د لسګونو قضیو لړ کې لومړی ځل رسماً په فساد تورن کړ.
که پر ښاغلي خان چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د پاکستان لومړی وزیر و، لګېدلي تورونه ثابت شي، ښايي د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې د درېدو له بندیز سره مخامخ شي.
د یادونې ده، چې پاکستان کې به د سږ کال وروستیو کې ټولټاکنې کېږي.