تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان نیول کېدل؛ پلویان یې د 'جي اېچ کیو' مخې ته راټول شوي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي امنیتي ځواکونو پخوانی لومړی وزیر عمران خان نیولی دی.
د دغه ګوند وکیلانو او مشرانو ادعا کړې چې عمران خان اسلام اباد کې د رینجرز ځواکونو لخوا نیول شوی.
پولیسو هم د عمران خان نیول کېدل تایید کړي.
د اسلام اباد پولیسو مشر یوه بیان کې ویلي چې عمران خان 'القادر ټرسټ' قضیه کې نیول شوی.
د اسلام اباد پولیس وايي، پلازمېنه کې ۱۴۴ بند نافذ دی او که څوک سرغړونه وکړي، پر خلاف به یې ګام واخیستل شي.
تر اوسه دغلته وضعیت نورمال ښودل شوی. خو د لاهور او پېښور بېلابېلو سیمو کې د احتجاجونو د پیلېدو خبر ورکړ شوی.
د پي ټي ای یوې مشرې 'مسرت جمشید چیمه' د ویډیو یو پیغام کې ویلي چې "له عمران خان سره ډېر زور زیاتی روان دی - هغه وهي - ما ته مالومه نه ده چې دوی له عمران خان سره څه کړي دي."
د تحریک انصاف ګوند لخوا یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې عمران خان د اسلام اباد لوړه محکمه کې د بایومیټریک پر مهال نیول شوی.
د بي بي سي شهزاد ملک وايي، د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د لوړې محکمې احاطه کې احتجاجي مظاهرې روانې دي.
د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چودري تور پورې کړی چې ګوندې امنیتي ځواکونو د دغه ګوند مشر د محکمې له انګړه 'تښتولی' دی.
هغه د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې ناپېژانده کسانو عمران خان نامالوم ځای ته لېږدولی.
د عمران خان وکیل هم ادعا کړې چې 'امنیتي ځواکونو لومړی سپری وکړه، ښیښې یې ماتې کړې او له عمران خان سره یې زور زیاتی وکړ."
په ورته وخت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د هغه حکومت کې بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پي ټي ای پر ملاتړو غږ کړی چې د هېواد لروبر احتجاجونه پیل کړي.
هغه د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي د 'عمران خان نیول کېدل نامنظور - ټول قوم دې سملاسي واټونو ته راووځي.'
ښاغلي قريشي په یوه بل ویډیويي پيغام کې د پاکستان ولس مخاطب کړی چې "نن باید له کورونو راووځي."
هغه ویلي 'نن په کور مه کینئ - عمران خان ستاسې د راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي. که تاسې رښتینې ازادي غواړئ، له خپلو ماشومانو او کورنیو سره راووځئ.'
د دغه ګوند یوه بل مشر اسد عمر ویلي چې د عمران خان لخوا د شاه محمود قریشي په مشرۍ ټاکل شوې شپږ کسیزه کمېټه به کړنګلاره اعلان کړي.
بلخوا د پاکستان کورنیو چارو وزیر 'رانا ثنا الله' بیا ویلي، چې عمران خان د احتساب ملي بیرو 'نېب' نیولی دی.
هغه له نوموړي سره د تشدد او زور زیاتي رپوټونه هم رد کړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر د ټویټر یوه پیغام کې ویلي چې "عمران خان له جلبونو سره سره حاضر نه شو. د نېب لخوا ملي خزانې ته د زیان اړولو لپاره نیول شوی دی."
د اسلام اباد لوړې محکمې هم ادعا کړې چې د عمران خان د نیولو پر مهال هېچا سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی شوی.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند د عمران خان نیول کېدو ته غبرګون کې ویلي، چې نوموړی بالاخره هغه ځای ته ولاړ، چې باید تللی وای.
عمران خان: هېڅ غیر قانوني کار مې نه دی کړی
اسلام اباد کې تر نیول کېدو وروسته د عمران خان یو له وړاندې ریکارډ شوی ویډیويي پیغام هم راوتلی دی.
هغه په دغه بیان کې وايي چې 'تر هغې چې زما دا بیان تر تاسې در رسېږي، زه به یوه ناجایزه قضیه کې نیول شوی واوسم.'
نوموړی دغه ویډیويي پيغام کې وايي د دې لپاره نیول کېږي، چې د ده لخوا د 'رښتینې ازادۍ' له پیل شوي تحریک په شا شي.
نوموړی زیاتوي چې دا ګام د دې لپاره هم اخیستل کېږي چې د ده په وینا 'د مفسدو غلو د ډلې وارد شوی حکومت، چې پر موږ مسلط کړل شوی، ومنم.'
عمران خان په دغه پیغام کې پر خلکو غږ کړی چې د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره پورته شي، راووځي او مبارزه وکړي.
لاهور او پېښور کې احتجاجونه
اسلام اباد کې عمران خان تر نیول کېدو وروسته د لاهور او پېښور بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه پیل شوي دي.
د دغو احتجاجونو غوښتنه پخپله عمران خان خپل ریکارډ کړي ویډیويي پیغام او د هغه مرستیال شاه محمود قریشي پر ټویټر کړې.
د تحریک انصاف غړو او پلویانو لاهور کې د زمان پارک پر لور په غځېدلي سړک ټایرونو ته اور اچولی او سړک یې ځای ځای بند کړی دی.