کمیابه غلا شوی فیراري ګاډی ۲۸ کاله وروسته لندن کې وموندل شو

د عکس سرچینه، MET POLICE
د لندن پولیسو یو کمساری فیراري ګاډی موندلی چې ۲۸ کاله وړاندې په لندن کې له یوه پخواني فارمولا ون چلوونکي څخه غلا شوی و.
دا سور فیراري اېف ۵۱۲ اېم په ۱۹۹۵ کې له ګرهارډ برګر څخه له غلا کېدو وروسته جاپان ته وړل شوی و.
دغه موټر چې شاوخوا ۳۵۰ زره پونډه ارزښت لري، یو له هغو دوو غلا شویو موټرو دی چې بل یې لا تر اوسه موندل شوی نه دی.
د پولیسو افسرانو وویل چې دوی د فیراري او د ګاډو د نړیوالو استازولیو په همکارۍ د "بشپړو" څېړنو له لارې د دې موټر په کشفولو بریالي شوي. تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د سپورت دا موټر د ۱۹۹۵ په اپرېل کې غلا شوی و کله چې ښاغلی برګر د سانمارینو ګرانډ سیالیو لپاره د ایټالیا امولا ته سفر وکړ.
چارواکي وايي دغه موټر د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې بریتانیا ته له ستنېدو مخکې په جاپان کې و.
فیراري اړوندو چارواکو ته د هغه موټر ماډل له معاینې وروسته خبرداری ورکړ چې په جنوري کې په امریکا کې پېرودل شوی و.
د دې قضیې اړوند یوه افسر مایک پلبیم وویل: "دا غلا شوی فیراري چې ارزښت یې شاوخوا ۳۵۰ زره پونډه دی، له څه باندې ۲۸ کلونو څخه ورک و، بالاخره موږ یوازې په څلورو ورځو کې د هغه په موندلو وتواندېدو."











