لندن کې غلا شوی موټر کراچۍ کې موندل شو

غلا شوی موټر

د عکس سرچینه، Twitter

که د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ ته لاړ شئ نو و به وینئ چې د سړکونو پر سر هر ډول ګاډي ولاړ دي، خو د هغه موټر کیسه بې ساري ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو کې ډېره یاده شوې.

د تېرې اګسټ میاشتې پر ۳۰ مه یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې د رپوټ له مخې د ګمرک مامورینو د کراچۍ له ډي اېچ اي سیمې یو موټر نیولی چې لندن کې غلا شوی و.

له دغه ګمرکه ترلاسه شویو معلوماتو کې راغلي چې دا موټر لندن کې له غلا کېدو وروسته پاکستان ته بیول شوی دی.

د رپوټونو له مخې، غلا شوی موټر کوم عادي موټر نه بلکه بینټلي مولسن اتومات موټر دی.

له ګمرک د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دغه موټر ارزښت له څه باندې ۱ میلیون امریکايي ډالر زیات اټکل شوی دی.

له اوږدې مودې راهیسې د دغه موټر پټه څارنه روانه وه، خو کله چې د اګسټ پر ۳۰مه پر هغه کور چې دا موټر پکې ولاړ وو چاپه ووهل شوه او پر موټر خور شوی څادر ترې لرې کړل شو نو مالومه شوه چې هماغه غلا شوی موټر دی او پر موټر ځايي نمبر پلیټ هم لګېدلی و.

ګمرک د موټر د غلا په تور دوه کسان نیولي دي. د اېم ار آی د مالوماتو له مخې، کراچۍ کې د موټر مالک ادعا کوي، بل کس پرې په دې شرط پلورلی چې د روان کال تر نومبر میاشتې به یې ټول قانوني اسناد بشپړ کړي.

ګمرک زیاتوي د دغه موټر کیلي نه وه نو ځکه د غلا پر مهال د بل بار وړونکي موټر په مرسته پورته شوی دی.

ښايي د پېښې په اړه تر ټولو زیاته د حیرانۍ خبره دا وي چې دغه موټر د قانوني اسنادو نه لرلو سر بېره سند کې راجسټر شوی دی.

آېف آی آر هغه قانون ته هم شاره کړې چې د دغه ډول موټرو د راجسټر کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت او ګمرکونو سربېره د ټولو محصولاتو مالیې ورکړه الزامي کوي.

آېف آی آر همدا راز ویلي دا چاره هغه وخت شونې کېدی شي چې د موټر راجسټرېشن او مالیې اداره یې هم تر شا لاس ولري.

د دغه موټر یوه لنډه ویډیو هم پر خواله رسنیو ډېره مشهوره او لاس په لاس شوې وه، په دې اړه بېلابېلو خلکو ډول ډول څرګندونې کړې وې.

بینټلي موټر

د عکس سرچینه، Twitter

ورته وخت کې له لندنه پاکستان ته د دغه موټر د لېږد په اړه هم ګڼې پوښتنې راپورته کېږي چې څه ډول تر دغه ځایه راغی؟ او څنګه پرې نمبر پلېټ لګول شوی دی؟

غلا شوی موټر کراچۍ ته څنګه راورسېد؟

په دې اړه وروستي مالومات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته په ډاګه شي خو هڅه دا ده چې معلومه کړو له لندنه غلا شوی موټر څنګه پاکستان ته راتلی شي؟

د پاک وېلز به نامه د یوې کمپنۍ شریک سنيل مونج په دې اړه بي بي سي سره د خبرو پر مهال ځینې په زړه پورې توضیحات ورکړي دي.

نوموړی وايي، دا ډله داسې عمل کوي چې له هره ځایه چې موټر راځي لومړی د غلا رپوټ نه ورکول کېږي، ځکه چې د موټر وضعیت په دواړو هېوادونو کې(هغه هېواد کې چې موټر ترې غلا شوی اوهغه هېواد چې موټر ورته بیول کېږي) ارزول کېږي.

د دوی په باور که رښتیا هم موټر غلا شوی وای نو په بندر کې به ضبط شوی و ځکه چې هلته د را اوښتو پر مهال راجسټر شوی دی.

د سنیل په وینا، دا موټر لندن کې و، پاکستان ته له لېږدولو سره هیڅوک په دې نه دي پوه شوي چې د غلا موټر دی، خو کله چې دلته د موټرو اسناد پاک شول نو د غلا رپوټ یې ورکړل شو چې د بیمې ادعا یې وشي.

هغه زیاته کړې، کومه ډله چې دا کار کوي، معمولا موټر له یوه هېواده بل ته لېږدوي، کله چې موټر د هغه هېواد بندر کې له قانوني پړاوونو تېر شي په هغه هېواد کې یې د غلا رپوټ ورکوي او څښتن یې لټون پیلوي.

د سنیل مونج په ټکو:"دا لومړۍ پېښه نه ده بلکه تر دې وړاندې هم پاکستان کې دا ډول موټرونه ثبت شوي دي."

هغه ادعا کوي چې تر ټولو زیاته د حېرانۍ خبره دا ده چې د موټر له ګمرک تېر شوی او د سفارت په کاغذونو کې له ټولو قانوني پړاوونو تېر شوی دی.

د دوی په وینا دا کار امنیتي وضعیت ته په کتو خورا خطرناک دی، ځکه چې د دی موټرونو د غلا اصلي مجرم مالومول خورا ستونزمنه چاره ده.