زېلېنسکي او اشرف غني: ایا ټرمپ به د امریکا دواړو متحدو ولسمشرانو لپاره ورته برخلیک وټاکي؟

افغانستان او اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images/ARG

د عکس تشریح، ولسمشر زېلېنسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د درېیمې کلیزې په تړاو، د خپل هېواد لپاره د استعفا ورکولو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، خو اشرف غني ویل، استعفا به یوه "تېروتنه" وي.
    • Author, ياسين رسولي
    • دنده, بي بي سي

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د ټرمپ د سولې له بهیر سره مخ شوی دی، دا له ډېرو اړخونو د امریکا د سولې هغو خبرو ته ورته دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورسره مخ و.

ولسمشر زېلېنسکي پر اوکرایین د روسیې د یرغل د درېیمې کلیزې په تړاو، د خپل هېواد لپاره د استعفا ورکولو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، خو اشرف غني ویل، استعفا به یوه "تېروتنه" وي.

د ځینو افغانانو ترمنځ او په واشنګټن او اروپا کې، پر اشرف غني د دې له امله نیوکې وشوې چې خپل خلک یې طالبانو ته یوازې پرېښودل. ښاغلی غني له زېلېنسکي سره پرتله کېده او نیوکې پرې کېدې، چې له امریکا پرته یې د طالبانو پر وړاندې مقاومت ونه کړ.

ایا زېلېنسکي کولی شي د امریکا له ملاتړ پرته له روسیې سره جګړې ته دوام ورکړي؟

سپینې ماڼۍ ته له بیا ورتګ مخکې، ډونلډ ټرمپ ویلي وو، له افغانستانه د جو بایډن ګډ وډ وتلو پوتین وهڅاوه چې پر اوکرایین برید وکړي.

۱ـ له خبرو د اوکرایین او افغانستان څنډې ته کول

په عربستان کې د اوکرایین په اړه د روسیې او امریکايي استازو خبرې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سعودي کې د اوکرایین په اړه د روسیې او امریکايي استازو خبرې

د اوکرایین جګړې په دریو کلونو کې، د اوکرایین د حکومت او خلکو بنسټیز اصل دا و چې "له اوکرایین پرته پر اوکرایین" باید هېڅ بحث ونه شي.

افغان حکومت هم دوه لسیزې ټینګار کاوه، چې له طالبانو سره هر ډول خبرې باید د افغان حکومت له لارې او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

ډونلډ ټرمپ، چې له افغانستان یې د وتلو هڅه کوله، دې ټکي ته ارزښت ورنه کړ او د امریکا د سولې په پلان کې د افغانستان حکومت او اساسي قانون ځای ونه موند. د "سولې عالي شورا" له جوړولو سره سره، له طالبانو سره د امریکا په اصلي خبرو کې دا شورا شامله نه وه.

په اوکرایین کې د سولې په اړه هم، ټرمپ د جګړې د چټک پای ته رسولو لپاره د اوکرایین اصولو ته ژمنتیا نه ښيي.

د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي، "موږ نه شو کولی د افغانستان په څېر بل حالت ولرو، چېرې چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او افغان حکومت یې څنګ ته کړ."

امریکا تر اوسه ولودمير زېلېسنکي ته د ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ غونډې په تړاو بلنه نه ده ورکړې.

۲. ولسمشر غني په ښکاره ډول پر ټرمپ نیوکه نه کوله

ښاغلي غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ناراضه و، خو په ښکاره یې پر ټرمپ نیوکه نه کوله. پرځای یې، هغه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په غونډو کې خپله غوسه څرګندوله. ټرمپ هم د غني پر ضد په ښکاره خبرې ونه کړې.

خو زېلېنسکي په ښکاره او څرګنده توګه پر ټرمپ نیوکه وکړه، ویې ویل چې د هغه په اند، ښاغلی ټرمپ د روسیې "د ناسمو معلوماتو په جال" کې بند پاتې دی. ټرمپ یې په ځواب کې سخت غبرګون وښود او هغه یې "شخصي سپکاوی" وګاڼه.

د زېلېسنکي په اړه د ټرمپ ژبه تونده شوې ده. هغه د اوکرایین په اړه د خپلې طرحې په مخکې خنډ ورته ښکاري او له واکه د زېلېسنکي پر ژر تلو ټینګار کوي.

۳. ناټو په افغانستان کې له امریکا پرته جګړه ونه کړه، ایا په اوکرایین کې به جګړه وکړي؟

د اوکرایین د سولې خبرې په ریاض کې د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د پوتین سلاکار ترمنځ په مستقیمو خبرو سره پیل شوې. د ناټو او اروپا استازي نه وو ور بلل شوي.

په افغانستان کې هم، اروپا او ناټو دوه لسیزې د امریکا تر څنګ په افغانستان کې جګړه وکړه، خو د قطر په دوحه کې خبرو ته نه وو بلل شوي.

په بروکسل کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د دریمې کلیزې په تړاو لاریون وشو، چې پرې لیکل شوي و "اروپا د روسیې ۳۰۰ ملیارده کنګل شوې شتمنۍ ضبط کړئ".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بروکسل کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د درېیمې کالیزې په تړاو لاریون وشو، چې پرې لیکل شوي و "اروپا د روسیې ۳۰۰ ملیارده کنګل شوې شتمنۍ ضبط کړئ".

په دوحه کې د خبرو او بحثونو له هر پړاو وروسته، زلمي خلیلزاد بروکسل، کابل او د سیمې د هېوادونو پلازمېنو ته سفر کاوه، چې هغوی ته د خبرو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي.

دا ځل هم، له اروپا او ناټو بهر، سعودي عربستان ظاهرا د اوکرايين د سولې په خبرو اترو کې د منځګړي رول لوبوي.

په ۲۰۲۱ کال کې، د ناټو عمومي منشي او ځینې غړي هېوادونو غوښتل په افغانستان کې پاتې شي، خو په وروستۍ ارزونه کې یې وویل، دوی له امریکا پرته نه شي پاتې کېدای.

روښانه ده چې ناټو د امریکا له مرستې پرته اوکرایین ته د وسلو ملاتړ نه شي برابرولی.

د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا جوړ شوي د سولې پلان له مخې ظاهرا د سولې په داخلي خبرو کې د افغان حکومت ګډون په پام کې نیول شوی و، خو دریم اړخ د خبرو له اصلي میزه لېرې و او سمبولیک رول یې درلود.

د دوحې تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دوحې تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو

ظاهرا ټرمپ د اوکرایین سولې د خبرو له رسمي پیله مخکې په ناټو کې د اوکرایین د نه غړیتوب په ګډون د پوتین ټول شرطونه منلي دي.

امریکا د طالبانو اساسي شرطونه هم منلي وو. څارونکو خبرداری ورکاوه، چې دا د سولې بهیر خبرې نه دي، بلکې د طالبانو غوښتنو ته "تسليمېدل" دي.

۴. غني: استعفا نا سمه ده، زېلېنسکي: استعفا ته چمتو یم

ډونلډ ټرمپ زېلېنسکي په اوکرایین کې د پوځي حالت له امله د ټاکنو نه ترسره کولو په تړاو هغه "دیکتاتور" وباله او ویې ویل، د نظرپوښتنو له مخې، د هغه "محبوبیت ۴ سلنې ته لوېدلی"، خو زېلېنسکي وايي لاهم په اوکرایین کې محبوب دی.

زېلېنسکي ویلي، هغه د سولې او په ناټو کې د اوکرایین د غړیتوب په شرطونو استعفا ته چمتو دی، خو اشرف غني استعفا او په ۲۰۲۰ کال کې د موقت حکومت جوړول رد کړل.

غني وویل، "موږ دا فلم یو ځل (په ۱۹۹۰ لسیزه کې) لیدلی، نه غواړو چې بیا یې تکرار ووینو."

په ۲۰۱۹ کال کې امریکا غوښتل په افغانستان کې ټاکنې ترسره نه شي، چې له طالبانو سره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي.

که په اوکرایین کې ټاکنې ترسره شي، ښايي زېلېنسکي د دویم ځل لپاره ولسمشر شي، که څه هم د ټرمپ لپاره مطلوب کس نه دی.

ځینې څارونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د اوکرایین د ټاکنو پایلې ښايي مسکو ته د نژدې حکومت په ګټه وي.

په اصل کې، له اوکرایین سره د روسیې ستونزه له یوې لسیزې مخکې ته ورګرځي، هغه وخت چې کیېف مسکو ته نژدې کسان له مشرتابه لېرې کړل. له واکه د زېلېنسکي لېرې کېدل د پوتین له هیلو څخه یوه ده.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې تر یرغل وروسته، ولادیمیر زېلېنسکي پوځي حکومت اعلان کړ، چې د جګړې تر پایه به ټاکنې ورسره ځنډېدلې وي. مسکو وايي د زېلېنسکي دوره د ۲۰۲۴ کال په مې کې پای ته رسېدلې او هغه د سولې تړون لاسلیک کولو لپاره "مشروعیت" نه لري.

۵. د ټرمپ سترګې په افغانستان او اوکرایین کې پر کانونو دي

کانونه

د عکس سرچینه، AP

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د افغانستان د کانونو او ځمکې لاندې زېرمو استخراج ته لېوالتیا وښوده. هغه سرچینې چې امریکایانو یې ارزښت له یوه تر درې ټریلیونو ډالرو اټکل کړی دی.

د اوکرایین په تړاو هم هغه د دغه هېواد د کاني شتمنیو په هکله په څرګنده خبرې کوي. د فوربس مجلې په وینا، د اوکرایین کاني زېرمې شاوخوا ۱۵ ټریلیونه ډالر اټکل شوي دي.

د اوکراییني سرچینو په وینا، د لیتیمو دوو زېرمو په ګډون د شاوخوا ۴۰ سلنه کاني سرچینو په ګډون زیرمې، د روسیې لخوا نیول شوې خاورې کې پرتې دي.

هغه وخت د افغانستان حکومت امریکايي شرکتونو ته د کانونو تړونونه ور نه کړل.

ښاغلي زېلېنسکي د ټرمپ د دې وړاندیز په ځواب کې چې د خپلو کاني سرچینو نیمایي برخه امریکا ته وسپاري، ټینګار وکړ: "زه د اوکرایین ساتنه کوم. زه خپل هېواد نه شم پلورلی."

زلمی خلیزاد په یوه ټویټ کې په اوکرایین کې د سولې په اړه د څلورو ټکو پلان وړاندیز کوي: ۱ـ د کیېف او مسکو ترمنځ د ځمکنیو مسلو په اړه یو تړون، ۲ـ د روسیې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره باوري ضمانتونه، ۳ـ سوله ساتي ځواکونه، او ۴ـ تلپاتی اوربند.

خلیلزاد دا مهال د ټرمپ په اداره کې کومه دنده نه لري.

ان د اروپا او بریتانیا ملاتړ ښايي د ولادیمیر زېلېنسکي برخلیک د اشرف غني له برخلیکه بل شان ته بدل نه کړي.