ټرمپ: افغانستان کې رانه پاتې پوځي تجهیزات غواړو، طالبان: ټولې وسلې او نظامي تجهیزات خوندي دي

ټرمپ: "... کله چې هغوی (طالبان) هر کال پریډ کوي او زموږ پوځي موټر په کې پر کوچنیو سړکونو نندارې ته وړاندې کوي، دا ما په غوسه کوي"."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ: "... کله چې هغوی (طالبان) هر کال پریډ کوي او زموږ پوځي موټر په کې پر کوچنیو سړکونو نندارې ته وړاندې کوي، دا ما په غوسه کوي"."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې په ترڅ کې یې د طالبانو له حکومته غوښتي چې امریکايي تجهیزات بېرته وروسپاري بي بي سي ته ویل په افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او د پوځي تجهیزاتو د پلور په اړه ادعاوي ردوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وویل:

"د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات په خوندي توګه ډيپو شوي او په کلکه یې څارنه او ساتنه کېږي. هېچا ته ددغو وسلو او نظامي تجهیزاتو د ناسمې استفادې اجازه نه شته. په دې تړاو ټولې ادعاوې او افواهات بې‌بنسټه دي او په کلکه یې ردوو".

په ورته وخت کې امریکايي ولسمشر په یوه غونډه کې وویل چې ګواکې په افغانستان کې طالبان له امریکايي ځواکونو نه پاتې پوځي تجهیزات پلوري. هغه زیاته کړه چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې امریکا د مرستې په بڼه افغانستان ته تر دوه نیم میلیاردو ډالرو پورې ورکړي، خو اوس د طالبانو له حکومته غواړي چې امریکايي تجهیزات بېرته وروسپاري.

"پوهېږئ، زه فکر نه کوم چې بل چا به افغانستان ته دومره څه ورکړي وي، موږ افغانستان ته د مرستو په بڼه تراوسه شاخوا دوه نیم میلیارده ډالر ورکړي. موږ به افغانستان ته د مرستو پر بیا ورکړې غور وکړو، که موږ هغوی ته پیسې ورکوو کومه ستونزه په کې نشته خو زه غواړم چې طالبان زموږ پوځي تجهیزات بېرته راوسپاري، هغوی زموږ پوځي تجهیزات پلوري".

د نوموړي اشاره امریکايي پوځي ګاډو، ټانکونو، وسلو او وسایطو ته وه.

ښاغلي ټرمپ وویل، په افغانستان کې طالبان د امریکايي پوځي تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه په واک کې لري، چې په پریډونو کې یې نندارې ته وړاندې کوي او دی یې به ليدلو غوسه کېږي:

"موږ ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل، چې زموږ د ټولو پوځي تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه ده، دغه تجهیزات اوس له طالبانو سره دي، کله چې هغوی هر کال پریډ کوي او زموږ پوځي موټر په کې پر کوچنیو سړکونو نندارې ته وړاندې کوي، دا ما په غوسه کوي".

afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډېرو پرومختللو وسلو او تجهيزاتو لکه چورلکو او الوتکو چې پخواني افغان پوځ ته ورکړل شوې وې ساتنه يې د امریکا خصوصي قرارداديانو ته سپارل شوې وه چې هغوی د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې مخکې له افغانستانه ووتل.

د ولسمشر ټرمپ له دې خبرې سره غونډه کې ناست یو شمېر کسان په خندا شول خو هغه د خپلې غوسې خبره درې ځلې تکرار کړه.

په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه ووتل او د دوی له وتلو څو ساعته وروسته طالبانو د کابل هوايي ډګر کنټرول ترلاسه کړ.

ولسمشر ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې هم له افغانستان سره د امریکايي مرستو د دوام لپاره شرط اېښی و او ویلي وو، چې طالبان باید د امریکا پوځي تجهیزات بېرته ور وسپاري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د ټاکنیز کمپاین برخه بللې وې او په خبره یې عملي بڼه نه لري. ښاغلي مجاهد په افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات جنګي غنیمت بللی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم څو ځله د امریکا پاتې وسائل او وسایط د داسې وسلې په توګه یاد کړي، چې ''په جګړه کې د غنیمت'' په توګه نیول شوې ده.

د افغان حکومت له سقوط وروسته يو شمېر سپکې او درنې وسلې، همدارنګه د پېژندنې پوځي تجهيزات، توغندي، الوتکې، چورلکې او زغره وال ګاډي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د عکس سرچینه، Taliban MOD

د عکس تشریح، د افغان حکومت له سقوط وروسته يو شمېر سپکې او درنې وسلې، همدارنګه د پېژندنې پوځي تجهيزات، توغندي، الوتکې، چورلکې او زغره وال ګاډي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تور پورې کړی و، چې ''ترهګرې ډلې'' په پاکستان کې د بریدونو لپاره له هغو وسلو کار اخلي، چې له امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پاتې شوې، خو د طالبانو حکومت ویاند ویلي و، دا وسائل او وسایط ''په خوندي توګه'' ساتل کېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له دې څیزونو ''ناوړه ګټه واخلي''.

اټکل کېږي چې د افغانستان امنيتي ځواکونو په جوړولو کې د "۸۸ میليارده ډالرو له درېيمې برخې لږ" په وسلو او تجهيزاتو لګول شوي وو.

د ډېرو پرومختللو وسلو او تجهيزاتو لکه چورلکو او الوتکو چې پخواني افغان پوځ ته ورکړل شوې وې ساتنه يې د امریکا خصوصي قرارداديانو ته سپارل شوې وه چې هغوی د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې مخکې له افغانستانه ووتل.

د یوې امریکايي ارزونې له مخې، د تېر افغان حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د نژدي اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ویل یې امریکا د هغو پوځي تجهیزاتو پر لست جوړولو کار کوي چې په افغانستان کې یې پرېښي دي.