ترهګرۍ سره د مبارزې نړيوال مرکز: طالبان نشي کولی افغانستان کې د امريکا پخوانۍ وسلې وساتي

د عکس سرچینه، Taliban MOD
د ترهګرۍ ضد مطالعاتو نړيوال مرکز په يوه نوي راپور کې ويلي، طالبان نشي کولی له پخواني افغان پوځ پاتې شوې امريکايۍ وسلې او تجهيزات وساتي. دوی وايي د دې ګواښ شته چې پاتې شوي تجهيزات د داعش او القاعدې په څېر ډلو لاس ته ولوېږي.
دغه راپور، افغانستان کې وسلې: د طالبانو جنګي غنيمت، تر سرليک لاندې په دې هېواد کې د امریکا د پاتې شويو وسلو او پوځي تجهيزاتو څرنګوالی او دا چې د ۲۰۲۱ کال له پيله طالبانو له افغان پوځ څومره وسلې تر لاسه کړې دي څېړنه کوي.
د افغان حکومت له سقوط وروسته يو شمېر سپکې او درنې وسلې، همدارنګه د پېژندنې پوځي تجهيزات، توغندي، الوتکې، چورلکې او زغره وال ګاډي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
راپور وايي، د لوېديځو هېوادونو لپاره د طالبانو د وسلو سمبالولو توان د اندېښنې وړ دی.
خو د طالبانو د حکومت مرستيال وياند احمد الله وثيق وايي چې دوی د وسلو ساتلو بشپړه وړتيا لري.
امريکا اوس په دې کار کوي چې د هغو ټولو پوځي تجهيزاتو لست جوړ کړي چې په تېرو دوو لسيزو کې يې په افغانستان کې پرايښې دي.
اټکل کېږي چې د افغانستان امنيتي ځواکونو په جوړولو کې د "۸۸ میليارده ډالرو له درېيمې برخې لږ" په وسلو او تجهيزاتو لګول شوي دي.
د ډېرو پرومختللو وسلو او تجهيزاتو لکه چورلکو او الوتکو چې پخواني افغان پوځ ته ورکړل شوې وې ساتنه يې د امریکا خصوصي قرارداديانو ته سپارل شوې وه چې هغوی د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې مخکې له افغانستانه وتلي دي.
د راپور له مخې، "طالبانو ښایي بهرنيو تخنيکي مرستو ته مخه کړې وي، لکه چين او روسيه چې د دوی لاس ته لوېدلې الوتکې بېرته ورته جوړې کړي".

د عکس سرچینه، TAliban mod
يوازې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ امريکا پخواني افغان حکومت ته ۷۰۰۰ ټوپک او تر ۲۰ زرو زيات لاسي بمونه ورکړي دي دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې یې له ۱۸ ميليونو زياتې مرمۍ ورسپارلې دي.
همدارنګه يوازې د ۲۰۲۱ کال له اپرېل مياشتې څخه د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې، کله چې امریکا له افغانستانه د خپلو وروستيو پوځيانو د وتلو بهير بشپړاوه د ۲۱۲ ميليونو ډالرو په ارزښت وسلې افغان ځواک ته ورکړل شوې وې.
کله چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، د افغان پوځ نژدې ټول تجهيزات او وسلې د دوی لاس ته ولوېدل.











