د بريتانيا پخوانی لوی درستيز: د ناورين د مخنيوي لپاره "طالبان په رسميت وپېژنئ"
د برتانيا د پوځ پخواني لوى درستيز سر دېويد ريچرډز پر نړيوالو غږ کړى دى چې د بشري ناورين مخنيوي لپاره دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني. دى وايي لويديځ بايد په خپله ماته کې هم لوى زړه وساتي.
په افغانستان کې نژدې اته میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي چې نژدې یو میلیون یې ماشومان دي. همدې دغه هېواد له یوه جدي بشري ناورین سره مخامخ کړی دی.
د بي بي سي جان سېمپسن له افغانستانه رپوټ رالېږلی دی.