د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د اسامه بن لادن زوی افغانستان کې طالبانو سره ليدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه څېړنيز راپور کې راغلي، چې د اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د طالبانو سره د ليدو په موخه افغانستان ته سفر کړی و.
د امنيت شورا د بنديزونو د څار کمېټې په دې ۳۹ رپوټ کې راغلي، "د دغه شورا د يوه غړي د راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی عبدالله د اکتوبر مياشت کې افغانستان ته سفر کړی و چې له طالبانو سره وګوري".
خو د طالبانو مرستيال وياند او ملي راديو ټلويزيون رئيس احمدالله وثيق بي بي سي ته دا خبره رد کړه.
یاده دې وي چې طالبانو چې د تېر کال د اګست پر ۱۵ مه په کابل کې واک ترلاسه کړ، ادعا کوي چې له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته يې له القاعدې سره اړيکي پرې کړي دي.
د امنیت شورا راپور همدا راز وايي، سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري ليدل شوی خو ويل کېږی چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.
په تېر کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو ناتائيد شوي راپورونه هم خپاره شوي وو.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له شپږ مياشتنۍ واکمنۍ وروسته، شونې ده چې افغانستان په منځنۍ اسيا او له هغې هاخوا د القاعدې او يو شمېر نورو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.
د دې ځانګړي رپوټ په وینا، د طالبانو له واکمنېد وروسته داسې اټکل دی چې که محمد صلاح الدين عبدالحليم زيدان چې په سيف العدل مشهور دی د ايمن الظواهري ځایناستی او په افغانستان کې ځای پر ځای شي.

د عکس سرچینه، AL-QAEDA
طالبان په دوديز ډول له القاعدې، پاکستاني طالبانو او انصارالله ډلې سره نژدې اړیکي لري.
خو طالبانو په دې وروستيو کې ویلي چې هېڅ ترهګرې ډلې سره اړیکي نه لري او وايي د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د امنيت شورا په وينا، په منځنۍ اسيا کې د تندلارو ډلو جنګيالي او د ختيځ ترکستان غورځنګ غړي چې د چين په سينکيانګ ولايت کې فعاليت کوي د نړیوالو له لوري د طالبانو رسميت پېژندلو ته انتظار کوي.
د راپور له مخې دغه افراطي ډلې په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو رسميت پېژندلو سره به له دوی هم د "ترهګرۍ" ټاپه لېرې شي.
په راپور کې ويل شوي، "د هند په نيمه وچه کې القاعده چې مشري يې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحيی غوري کوي، د افغانستان په غزني، هلمند، کندهار، نيمروز، پکتيکا او زابل ولايتونو کې د تېر حکومت پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې ګډون درلود".
اټکل کېږي چې القاعده له ۲۰۰ تر ۴۰۰ جنګيالي لري چې ډېری يې د افغانستان، بنګله دېش، هند، ميانمار او پاکستان دي.
په دې راپور کې ويل شوي چې د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال د بنديانو له خوشي کېدو سره د داعش ډلې خراسان څانګې ځواک چې اټکل کېده ۲۲۰۰ دی، ۴۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
د اګست په وروستیو کې، کله چې طالبانو یو پر بل پسې د افغانستان د ولایتونو مرکزونه ونیول، زندانونه یې پرانیستل او حتی د کابل په څنډه کې یې د څرخي پله او بګرام له زندانونو بندیان خوشې کړل، چې ډېر یې د داعش غړي هم پکې خوشي شول.
دغې ډلې افغانستان کې په تېرو شپږو مياشتو کې د یو شمېر خونړيو بريدونو مسوليت منلی دی.








