ملګري ملتونه: طالبانو ګڼ شمېر پخواني چارواکي او امنیتي کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو لخوا خپور شوی یو تازه رپوټ وايي له هغه مهال راهیسې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي او طالبان افغانستان کې واک ته رسېدلي ډې ډلې د پخواني حکومت ګڼ شمېر چارواکي، امنیتي کسان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کاوه وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي د ملګرو ملتونو په دې تازه رپوټ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ماموریت ''په دوامداره توګه د پخوانیو چارواکو د وژنو، لادرکه کولو او هغوی پر ضد د نورو سرغړونو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کوي. ''
رپوټ زیاتوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پخواني حکومت څه باندې ۱۰۰ تنه پخواني چارواکي وژل شوي چې څه باندې دوه په دریمه برخه یې د ادعاوو له مخې طالبانو او طالبانو پورې تړلو کسانو وژلي دي.
دغه راز ویل شوي چې د اسلامي دولت نومې ډلې پورې تړلي لږ ترلږه پنځه تنه هم له محاکمې پرته وژل شوي دي.
د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا په وړاندې شوي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ''د بشري حقونو پر فعالانو او د رسنیو پر کارکوونکو په دوامداره توګه بریدونه شوي، ګواښل شوي، ځورول شوي، ناوړه چلن ورسره شوی، نیول شوي او ان وژل شوي دي. ''
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا د امنیت شورا ته په وړاندې شوي رپوټ کې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره سره د ۳۹ میلیونو وګړو لپاره د ناوړه شرایطو انځور هم وړاندې شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي ''ټولنیز او اقتصادي سیستم د له مینځه تللو په حال کې دی. ''
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ناوړه شرایطو په اړه خبردارۍ ورکړې وې خو تازه رپوټ کې ښاغلي ګوترېش د امنیت شورا ته وړاندیز کړی چې د حالاتو د کابو کولو لپاره دې د ملګرو ملتونو یو ماموریت تصویب کړي چې په اډانه کې به یې د بشري حقونو د څار یو نوی بنسټ هم وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش تر دې وړاندې هم څو وارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت له کنټروله وځي.
څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي و چې هغو ټولو قوانینو او محدودیتونو ته باید له سره کتنه وشي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.
ښاغلي ګوتیریش همدا راز غوښتنه کړې چې نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق یو اعشاریه دوه میلیارد ډالره کنګل شتمني باید خوشې شي.
نوموړي د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته وویل، افغانان رسۍ کې ځوړند دي، ورځني ژوند یې په دوزخ اوښتی او میلیونونه خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.
ښاغلي ګوتیریش همدارنګه ویلي و چې افغانستان کې تعلیم او ټولنیز خدمتونه صفر ته رسېدلي او د پیسو نشتوالي ګرانه کړې چې د اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دې ناسته کې د عامه خدمتونو مامورینو ته د معاشونو ورکولو لپاره د مرستې غوښتنه هم وکړه.
د طالبانو غبرګون

دطالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته په یوه استولي پیغام کې د ملګرو ملتونو ملتونو تازه رپوټ رد کړی او وايي دا رپوټ د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.
ښاغلي کریمي زیاته کړه چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکو ته د که نظامي وي یا ملکي د طالبانو په جامه کې زیان ورسوي.
د هغه وینا ان هغه کسان هم څارل شوي او نیول شوي چې د شخصتي دښمنیو له مخې یې خلک ځورولي دي.
طالبانو په تېر کې هم ورته ادعاوې په کلکه رد کړي وې.
طالبان وايي د دوی مشر ملا هبت الله ټولو وګړو ته عمومي بښنه اعلان کړې، چې په هغه کې د پخواني حکومت چارواکي هم شامل دي.
طالب چارواکي وايي دوی د غچ اخیستلو تګلاره نه بلکې د دوی د مشر ملا هبت الله د بښنې فرمان عملي کوي.











