د عکسونو البوم: د ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ لومړنۍ کتنه

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې تر اعلان وروسته دا د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ کتنه ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې ترسره کېږي. افغان ولسمشر غني په دغه کتنه کې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ له نوې تګلارې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مرستو حساب ورکولو ته چمتو دی.

ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني له ښاغلي ټرمپه د اوږدمهالې سیاسي ژمنې غوښتنه وکړه او ویې ویل د نه ډاډ حالت له منځه تللی خو په همدې اندازه د دې بهیر په پای کې ستاسې سیاسي ژمنه هم مهمه ده.
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ بیا د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل:" افغان ځواکونه په ډ‌ېره مېړانه جنګېږي، خلک به حیران شي چې پوه شي په افغانستان کې ۲۰ ترهګریزې ډلې شته، خو موږ به یې ځالې له منځه یوسو."
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ګډون کړی و.
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د اډانې، ټکنالوجۍ او بشري ځواک په برخو کې د افغانستان د ولسمشر مشر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریس نادر نادري
ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، محمد هارون چخانسوري د جمهوري ریاست د تشریفاتو رئیس

پای کې ولسمشرغني د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته په اشاره هغه ته وویل:" تاسې ډېرې اساسي پوښتنې وکړې. تاسې دغه پرېکړه د جرئت او ژمنې پر بنسټ وکړه او موږ تاسې ته سلام کوو."