ولې سطحي زلزله ډېر زیان اړولی شي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, جورجینا رنارډ
- دنده, د بيبيسي ساینس چارو خبریاله
د زلزلې کچه او له ځمکې د هغې ژوروالی دوه هغه جیولوژیکي عوامل دي چې د زلزلې د زیان کچه معلومولی شي.
د افغانستان په کونړ کې د تېرې یکشنبې ماخوستن (اګست ۳۱ / وږی نهه) زلزله چې د ریختر په کچه ۶.۲ درجې ځواکمنه وه، د ځمکې له سطحې اته کیلومتره ژوره وه.
دا یوې زلزلې لپاره ډېره کمزورې یا سطحي ګڼل کېږي. که زلزله د ځمکې له سطحې تر ۷۰ کیلومترو ژورو کې وشي نو سطحي زلزله بلل کېږي.
سطحي زلزلې د ژورو هغو پرتله ډېرې عامې دي او په عمومي ډول ډېر زیان هم اړوي.
زلزلهییزې څپې د زلزلې له سیمې د ځمکې سطحې ته لېږدول کېږی او هلته زیان اړوي. دغه څپې چې هرڅومره ډېر واټن مزل کوي هومره خپله انرژي له لاسه ورکوي.
نو هر څومره چې ځمکښوېدنه ژوره وي هومره باید څپې اوږد مزل وکړي. په دې معنا چې کله د ځمکې تر سطحې رسېږي ځواک یې کمېږي خو که زلزله سطحي وي، څپې خپل ځواک ساتي او کله چې سطحې ته رسېږي نو ډېر سخت لړزښت رامنځته کوي.
سخته لړزېدا ډېر زیان اړولی شي، ودانۍ او جوړښتونه ویجاړولی شي او د ودانیو د نړېدو لامل هم کېدلی شي.
په افغانستان کې سطحي زلزلې عامې دي، په ځانګړې توګه د همالیا غرونو د لمنو په هغو سیمو کې چې ټکټونیکي دړې د یو بل د پاسه اوړي.
ټېکټانیکي تختې یا دړې د ځمکې د لیتوسفییر (سطحي قشر) ډېرې سترې او په کراره داسې خوځېدونکې ټوټې دي چې لویې وچې او د سمندرونو تلې له ځانه سره لېږدوي.








