بریتانیا حکومت ۵۰۰ نارینه کډوال په بېړۍ ډوله ودانۍ کې ځای پر ځای کوي

د عکس سرچینه، HANDOUT
- Author, چارلې ادمز
- دنده, بي بي سي
بریتانوي چارواکو تائید کړې، چې ''راتلونکو میاشتو'' کې به ۵۰۰ نارینه کډوال د ډورسیټ سیمې سمندرغاړې ته نژدې په یوه بېړۍ ډوله ودانۍ کې مېشت کړي، چې بارج یې بولي او په اوبو کې ولاړه وي. د یادونې ده، چې بارج معمولاً د کښتیو پر مټ په اوبو کې له یوه ځایه بل ته لېږدول کېږي او خپله د خوځښت لپاره ماشین الات نه لري.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، دا بېړۍ چې اوس د ایټالیا په سمندر کې ولاړه ده، د هوټلونو پرتله خورا ارزان بیه تمامېږي، خو چارواکو د دې لګښتونو تفصیل نه دی ورکړی. دا درې پوړیزه بېړۍ چې بي بې سټاکهولم نومېږي او اوسمهال د ایټالیا په سمندر کې ولاړه ده، د وېموت ساحلي ښار ته نژدې به راوړل شي.
په دې کې به یوازې مجرد نارینه کډوال اوسېږي او کېدای شي د پناه غوښتنې دوسیو څېړنې تر مهاله چې ښايي اتلسو میاشتو پورې وخت ونیسي، دې کې پاتې کېږي. د بریتانیا کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دې ځای پر ځای ولاړې کښتۍ کې مېشتو کډوالو لپاره به د اوسېدو اسانتیاوو تر څنګ خواړه، روغتیايي اسانتیاوې چمتو شي او دغه راز امنیتي کسان به پکې ځای پر ځای شي، چې د نژدې اوسېدونکو خلکو لپاره کوم جنجال جوړ نه شي.
د ۲۲۲ خونو دا درلودونکې ودانۍ یو وخت نېدرلنډ حکومت د کډوالو لپاره کاروله، بیا پرې سختې نیوکې وشوې چاپېریال یې ''ظالمانه'' وبلل شو، خو له هغه وروسته بېرته ترمیم او ورغول شوه.

بي بې مرین اداره چې د دې کښتۍ ملکیت لري او بریتانوي حکومت ته یې په کرایه ورکوي وايي، په ودانۍ کې دننه د کالیو وینځلو ماشینونو تر څنګ کانتین هم شته او دغه راز هره خونه یوه ځانګړې کړکۍ لري. دوی زیاتوي په کښتۍ د پوځي، سمندري ساتونکو او ودانیزو چارو په ګډون د بېلا بېلو ادارو کارکوونکو تر کلونو پورې ''ارام ژوند کړی دی.''
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وینا دوی هره ورځ د دې هېواد په نژدې ۴۰۰ هوټلونو کې د مېشتو څه باندې ۵۱۰۰۰ کډوالو لپاره شپږ میلیونه پاونډه لګښت ورکوي.
د کډوالو حقونو فعالانو بیا دا پلان په بشپړ ډول ناکافي بللی او دغه راز د سیمې اوسېدونکو چې معمولاً د سیلانیانو ورتګ لپاره شهرت لري، له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.







